<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-19 18:50:28    
له څړځای څخه راغلی ښځنه دوکانداره

cri

د چين په شمال لويديځ کښی د ګان سو ولايت د ګان نان په نامه د تبتی قوم د خپلواکې لويې ولسوالۍ اوسيدونکی تبتی ښځې جوماڅاو د دوديز فشار سره سره په سوداګرۍ کښی برخه اخيستې، د خپلې هوښيارۍ ، زحمتونو ، صداقت او اطمينان له لاری يې د خپل ځان د شتمنولو لاره پيدا کړې او د خپلې مهربانۍ په وسيله يې له زياتو خلکو سره مرستې کړېدی ٠

د ګان نان د تبتی قوم د خپلواکې لويې ولسوالۍ د ګا سيو کلی په پراخ چمن او د چين د ٢١٣ م لمبر دولتی سړک پر غاړې يو کتار هغه ودانۍ ولاړې دی چه د تبتی قوم ساختمانی سبک لری او پر مخکښنی ديوال باندی يې ٌ د مرغلرې مغازه ٌ لوحه ځوړنده ده٠ ميرمن جوماڅاو د دی دکان خاونده ده٠

د مالدراۍ په برخه کښی د تبتی قوم ښځې عمومأ د څړځايونو درنې دندې ترسره کوی او نورو ځايونو ته نه ځی٠ د جوماڅاو ميړه يو بااستعداد سړی دی چه نه يوازی په سوداګرۍ کښی لوی لاس لری ، بلکه يو تکړه موټروان هم دی٠ د تيرې پيړۍ د نهمې لسيزې په پای کښی ميرمن جوماڅاو له خپل ميړه سره يو ځای يو لوی ښار ته تللې وه٠ دا يو اتفاقی فرصت و،خو جوماڅاو له هغه وخت نه وروسته د ژوند يوه نوی لاره ټاکلې ده چه د مالدارۍ د سيمو د ښځو له دوديز ژوند سره بيخی توپير لری٠

هغې فکر وکړ چه ٌ د مالدارۍ په سيمو کښی ښځې ډيرې ستړې دي او ژوند يی ښه ندی٠ خو له چمنونو څخه بهر زياتې ښځې په سوداګرۍ بوختې او ځينی يې تګړه سوداګرې دی٠ څه چه دوی کولای شی ، مونږ د چمنونو ښځې هم کولای شو٠ ٌ ميرمن جو ما څاو له لوی ښار څخه چمن ته له ستنيدو نه وروسته د سوداګرۍ په هکله يو پلان جوړ کړی او له ميړه سره له مشورې نه وروسته يې د خپل کور ټولې شپيته غواګان وپلورلې چه ترلاسه شوی پيسی يې د سوداګرۍ د پيل کولو د پانګې په توګه وکارولې، د خپل کور چمن يی يوه بل مالدار ته په کرايه ورکړی او همدغه مالدار يی ګمارلی چه د دې پنځه سوه پسونه وروزی٠

په ١٩٩٩کال کښی ميرمن جوماڅاو د ګا سيو په کلی کښی پنځه کوټې په کرايه ونيولې او د هغو پنځوس زرو ژن مين بی يوانو په مصرفولو سره يې چه د خپلو شپيتو غواګانو له پلورلو څخه ترلاسه کړې دی ، په عمده ډول د ملی لږګيو لپاره د اړتيا وړ شيان او نور ورځنی شيان واخيستل او په دې ډول يی يو دکان او يو اسلامی رستوران پرانيستی دی٠

ميرمن جوماڅاو خبريال ته وويل چه ٌ د چمن د دود له مخی، ښځې بايد په څړځای کښی پاتې وی، خو ما د عامه افکارو د فشار په ليری کولو او د نارينه په پرتله د لا زياتو قوتونو په کارولو سره په سوداګرۍ لاس پوری کړيدی٠ ما يوازی په ښوونځی کښی د دوو کالو زده کړه وکړه او له اوږدې مودې راهيسی د مالدارۍ په سيمه کښی ژوند کوم ، نو پخوا می د چين ملی ژبه نشوه ويلای ، ملی ليک دود می نشو ليکلای٠ د سوداګرۍ د پيل کولو په وخت کښی می د سوداګريزو شيانو د فرمايښت په پاڼه کښی امضا هم نشوه کولای٠ خو اوس د خپلو کوښښونو له امله په سالم ډول له بهرنی نړۍ سره تماسونه نيولای شم٠ ٌ

په ٢٠٠٣ کال کښی د ګا سيو په سيمه کښی د چين د ٢١٣ م لمبر دولتی سړک د يوې مرحلې د پراخيدو په موقع کښی ميرمن جوماڅاو د سوداګرۍ ښه فرصت وليد او د دی سړک په اړخ کښی يې يوه ټوټه مځکه اخيستی او پکښی يې د ٌمرغلرې ٌ په نامه اوسنی دکان او د ٌ سيانګ با لا ٌ په نامه يو ميلمستون جوړکړی دی٠ که څه هم د ګا سيو په سيمه کښی نور څو دکانونه هم شته ، خو خلک لا هم غواړی چه د جوماڅاو له دکان څخه توکی واخلی، ځکه چه د هغې د سوداګانو کيفيت ښه او بيې يی ارزانه دی٠

ميرمن جوماڅاو د سوداګرۍ لپاره د خپل کور په موټر کښی له خپل ميړه سره يو ځای زياتو لويو ښارونو ته تللی ده، هغه غواړی چه د خپلې سوداګرۍ پيمانه پراخه کړی او يو غوره اسلامی رستوران جوړ کړی٠

بډای شوی ميرمن جوماڅاو تل له بی وزلو خلکواو ناروغانو سره مالی مرستې کوی او هر کال محلی ښوونځی ته د بسپنې په توګه زياتې پيسی ورکوی٠

که څه هم ميرمن جوماڅاو په سوداګرۍ لاس پوری کوی، خو د هغې هيله دا ده چه د تل لپاره څړځايونو او مالدارانو ته خدمتونه ترسره کړی٠