<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-19 18:58:39    
ډير خواړه او په روح کی انديښنه او سوچونه روغتيا ته زيان رسوی

cri

ځينو اوريدونکو په خپلوليکونوکی د روغتيايی معلوماتو په اړه پوښتنی کړې دي ، په دی هکله يو څه معلومات مو د همدی پروګرام په تير وخت کی درکړل او د پروګرام په دی کړۍ کی به هم تاسو ته په دی اړه نور څه معلومات درکړو .

ټولو ته معلومه ده چی خواړه د يو کس د بدنی انرژۍ او روغتيا د ساتنې لپاره خورا مهم اهميت لری . ځکه د انسان بدن هغه ماشين ته ورته دی چی خپله انرژی له خوړو څخه لاسته راوړي ، کله چی خواړه وړ او د بشپړ قوت درلودونکی وی ، نو د بدن مياشين خپل کار او فعاليت په ښه ډول سر ته ورسوي ، خو که خواړه د کميت او کيفيت له پلوه نيمګړتيا ولری ، نو بدن کمزوری او ويلې کيږی او ناروغۍ ورته راولاړيږی . د خوړو کچه او ډول د انسانانو په روغتيا او ناروغتيا کی په دی اندازه رول او اغيز لري أن تر دی چی يو شمير طبيبان په دی أند دي

چی د خوړو په کچه او ډول کی په تغير راوستو او بدلون سره کولای شو د هر ډول ناروغۍ درملنه وکړو . ددې ډلې طبيبانو په عقيده په ناروغۍ باندی د اخته کيدو د مخنيوۍ لپاره بايد وړ او په بشپړ مقدار خواړه استعمال شی ، لږ خواړه بدن خوار او کمزوری کوی . په داسی حال کی چی ډير خواړه د بدن د وينې د توليد او نورو جهازونو کی ناانډوالی او بی نظمي رامنځ ته کوی ، د کمو خوړو په صورت کی بدن ته په کافی اندازه خواړه نه رسيږی او د زيات خوراک له امله دکولمو د بنديدو او انسداد احتمال پيداکيږی .

که بدن ته پوره قوت او انرژی ور رسوی ، بلکی هغه عمليه چی په کولمو او معده

کی ترسره کيږی په نورمال حالت پاتی کيږی او فضله مواد د هاضمی او پوستکي له لاری په أسانۍ سره بهرنيږی ، خو که خواړه مختلف الډوله او ناوړه وي ، نو په کولمو او معده کی دننه عمليه د فضله موادو له دفع کولو څخه عاجزه پاتی کيږی او د ناروغۍ سبب ګرځی .

خو د يادونې وړ خبره دا ده چی ډير خواړه هم زيان رسوی . ځينی خلک په دی نظر دي چی د روغی سټې او ځواکمن کيدو راز په ډير خوراک کی دی ، خو حقيقت يی دغه شان نه دی . دوی په دی نه پوهيږی چی د خوراک ارزښت د غذا په کيفيت کی دی ، نه په کميت کی . د بدن دروندوالی ، ناارامه کيدل ، زړه بدوالی ، سترګی تل له خوبه ډکی کيدل ، کله نا کله له خوراک وروسته داستفراق حالت رامنځ ته کيدل چی د دغه ټولو لامل د ډير خوراک پايله وي . نو په خوراک کی ښايی دی ټکی په پام کی ونيسو چی تل هڅه وکړو چی د ډوډۍ خوړلو په وخت کی له دسترخوان څخه په ډکه خيټه نه ، بلکی په نيمه خيټه وپاځيږو . دغه راز د خوړو هضمول له خولی څخه پيل کيږی ، ښه ژوول د خوړو خوند لا زياتوی او هم خواړه کموی ، نو ځکه خواړه بايد ښه وژوول شی ترڅو له يوی خوا خواړه ژر هضم شی او له بلی خوا ښه خوند ترې واخلو .

زمونږ بدن دوه ډوله غذا او خوړو ته اړتيا لری چی يو يی هغه خواړه دي چی د انساجو له نمو او ودې او د انرژۍ له توليد سره مرسته کوي . بل خواړه يی دی چی د بدن په پاکوالی کی له پښتورګو ، ځګر، پوستکي او نورو بدنی غړو سره مرسته کوی ترڅو اضافی مواد له بدن څخه بهر او دفع کړي . هغه خواړه چی مونږ يی خورو که يو له دغو ياد شويو ځانګړتياوو څخه ونه لری ، نو د بدن

سلامتيا ته زيات رسيږی او ناروغی راولاړيږی .

درنو اوريدونکو ، د روغتيايی ساتنې په اړه بله مهمه خبره دا ده چی زمونږ په ژوند کی بايد له انديښنو او سوچونو څخه ځانه وساتو . لکه څنګه چی د بشپړې روغتيا او روغی سټې لپاره له ناوړه او ناسمو خوړو څخه ځان ساتل اړين دي ، همدغسی ښايی له فکرونو او انديښنو څخه هم ځانونه وژغورو ځکه روح هم لکه د بدن په څير غذا ته اړتيا لری ، او د روح غذا د فکر او سکون او

خوشحالۍ راپيداکوونکو مثبتو احساساتو څخه عبارت ده ، عجله ، غوسه ، سخت تحريک او احساساتی کيدل د اعصابو توازن له منځه وړی ښايی ځان ورڅخه وساتو ، په خپل ژوند کی د سمون په راوستو ، د ستونزو په حل ، په کار او فعاليت کی د سمون او برابري ، او له بيځايه سياليو څخه په ځان ساتنې سره بايد د خپل روح د سلامتيا او سکون ساتنه وکړو .

ګرانو اوريدونکو ، ستاسو د سلامتيا لپاره کافی خوب او استراحت هم ضروری دي . عمومأ يو عادی کس هره ورځ لږ تر لږه له ٦ نه تر ٩ ساعتو لپاره خوب ته اړتيا لری . د يوه علمی څيړنی له مخی، ډير وخت خوب کول هم زيان رسوی ، او أن ښايی عمر کميږی .