<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-19 19:21:46    
په چين کې د اثارو د چاپولو او خپرولو حق په اړه د مراجعې د لارښوونې اصل ټاکل شوی دی

cri

په وروستيو ورځو کی د چين حکومت د اثارو د چاپولو او خپرولو حق د ساتلو لپاره اړين او کلک تدبيرونه غوره کړيدي . د اپريل په اته ويتشمه نېټه د چين د چاپونې حق ادارې د اثارو د چاپولو او خپرولو حق د مراجعې د لارښوونې اصل خپور کړ چې د اثارو د څښتنانو حق په ښه توګه وساتی. دغه اصل د اثارو د څښتنانو لخوا هم وستايل شو .

په وروستيو کلونو کې په چين کی د اثارو حق په اړه قضايي لانجې د ګڼ شمير هيوادوالو د زياتې پاملرنې وړګرځېدلي دي . د حق څښتن د خپل قانوني حق ساتل غواړي ، خو په دی ښه نه پوهيږي چه خپل حق څنګه وساتي. د لارښوونې په اصل کې په ځانګړی توګه په دې تړاو د قضايي لانجو د حل لپاره د چين د چاپونې حق د ادارې مرستيال شو چاو وويل :---

دغه اصل د هغو اثارو د څښتنانو د قانوني حقونو ساتلو لپاره د لارښوونې رول لوبوي او داسی معلومات برابروي چې د مراجعې په مهال بايد څه شرايط او شاهدی له ځان سره ولری. د دغې لارښوونې د جوړولو موخه دا ده چې د اثارو د چاپولو او خپرولو حق ښه وساتل شی. دغه لارښوونه د اوسنيو قوانينو او مقرراتو پر بنسټ د مراجعې په اړه ټاکل شوې چه په وروسيتو کلونو کې د اثارو د چاپولو او خپرولو حق ساتلو له پياوړتيا سره تړاو لری او په چين کې د تمليکي حق د ساتلو د بشپړتيا پلان يوه برخه هم ده.

له دغې لارښوونې سره سم، که د اثارو څښتن د خپلو اثارو ناقانونه چاپ يا خپرېدنه کشف کړي، نو کولي شي چه د چاپولو او يا خپرولو ځاي او يونټ په اړه د تمليکي حق ادارې څانګې ته خبرتيا ورکړي او بيا محکمې ته مرافعه وکړي .

ښاغلی شو چاو دې ته اشاره وکړه چې دغه لارښوونه په انګليسی ژبه هم چاپ شويده . څرنګه چې د اثارو حق بهرنی څښتنان له چينی قوانينو سره پوره اشنا نه دی او په چينی ژبه نه پوهيږی، نو دغه ژباړلی لارښوونه ددوی د قانوني حق د ساتلو لپاره ګټوره ده . د معلوماتو له مخې، د چين د اثارو چاپولو او خپرولو حق د ادارې څانګې له بهرنيانو سره د نظريو د تبادلې لپاره کوششونه کړيدی. د بيلګې په توګه تير کال د بېجينګ د أثارو چاپولو او خپرولو حق د ساتنې ادارې يوه ځانګړي غونډه جوړه کړه او د بيجينګ د عام امنيت ، د اثارو د چاپونې، د صنايعو او سوداګرۍ ادارو ، محکمې او د څارنوالی ادارې د کوربه خوا په توګه د اثارو حق له بهرنيو څښتنانو سره ددوي د قانوني حقونو د ساتلو په هکله د نظريو پوره تبادله وکړه .

د بېجينګ د اثارو چاپولو او خپرولو حق ساتنې د ادارې مرستيال وانګ يی فی وويل----

زمونږ په أند د ډېرو بهرنيانو قانوني حقوق په چين کې ښه نه دي ساتل شوی او مهم لامل يي دا دی چه دوي زمونږ د قوانينو د پلي کولو او اداره کولو له سيستمونو سره په ښه توګه أشنا نه دی. نو مونږ په ټاکلي وخت د نظريو د تبادلې دغه کړنلاره جوړه کړې چه د دوی د حقوقو ساتلو لپاره ګټوره وی.

د لارښوونې د اصل په خپريدو سره د أثارو حق ګڼ شمېر څښتنانو په تيره بيا بهرنيو څښتنانو ته په چين کې د خپلو حقوقو د ساتلو لپاره يوه لاره ښودل شوې

او د دغه حق د ساتنې په تړاو د قانونی سيستم پر بشپړولو سر بيره يو بل فعال او اړين تدبير هم دی.

په اسيايی سيمه کی د ګرامافون د خپرولو د نړيوالې ټولنې دفتر د قانون سلاکارې ميرمن ليانګ می سه په وروستيو کلونو کې د اثارو د چاپولو او خپرولو حق دساتلو په برخه کی د چين د کوششونو ستاينه کړې او و ي ويل د تير کال تر اکتوبر پوری، زمونږ ټولنې د چين د اثارو چاپولو او خپرولو حق د ساتنې اړوندو څانګو ته په سلو انټرنيټ پاڼو کې زمونږ د ټولنې لخوا د خپاره شوي ګرامافون د ناقانونه کاپی په اړه مراجعې کړې او له څېړنې وروسته ډېرې کمپيوتري شبکې تړل شويدي . د دغې لارښوونې د اصل له چمتو کولو وړاندی مونږ په انټرنيټ کی د ناقانونه کاپی فعاليت د له منځه وړلو لپاره د اثارو د چاپولو له ادارې سره همکاری کړې او په راتلونکی کی به هم خپل منځي همکاری ته دوام ورکړو