<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-20 21:05:17    
د چين د ګوانګ دونګ د صحي خوراکونو له امله سيمه ايز اقتصاد ژر پرمختګ مومی

cri

د تېرو څو کلونو د کوښښ له امله ، د چين د ګوانګ دونګ په ولايت کې د صحي خوراکونو يا د پاکو او د چاپيريال ساتنې خوراکونو ژر پرمختګ موندلی دی چې د بازارونو د اړتيا په لارښوونې ، د مشهورې نښې له لارې ، د اډو د ودانولو پر بنا او پکې د بزګرانو د ګډون کولو په بنسټ د توليدی جوړښت جوړ شو .

د يوې شمېرنې له مخې : په ٢٠٠٥ کال کې د ګوانګ دونګ په ولايت کې د چين د صحي خوراکونو د پرمختګ مرکز له خوا يو ډول نويو توليداتو د صحي خوراکونو له نښو څخه د استفاده کولو اجازه تر لاسه کړ . د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری ، په دغه ولايت کې يو سل او يو ديرش تصدۍ له دغې نښی څخه استفاده کولای شوی او د توليداتو د ډولونو شمېر دوه سوه اوه نوي ته ، د کرنې مساحت يو لک او دوه زره او شپږ سوه او شپيتو هکتارو ته رسيدلی ، د توليداتو کلنۍ اندازې سل ميليونه او يو لکو ټنو ته او د توليداتو ارزښت لس ميليارډه او دوه سوه ميليونه ته رسېدلی دی . په دغه ولايت کې د عصوی نبا تاتو د کرنې تصديو شمېر چې د کرنې وزارت له خوا اجازه تر لاسه کړې څوارلسو ته او د توليداتو شمېر يی پنځه اتيا ته رسېدلی چې د دغو توليداتو د کرنې پراخوالی څه دپاسه شپږ سوه او اويا هکتارو ته او د توليداتو اندازه يی دری زرو ټنو ته رسېدلې ده.

د جان جيانګ ښار چې د ګوانګ دونګ ولايت په جنوب کې پروت دې د تودی سيمې هوا لری . نو له دې امله جان جيانګ د تودې سيمې د کښتونو له لارې

خپلې سوداګريزی نښې جوړې کړې . تر اوسه پوری ، په جان جيانګ کې څلويښت ډوله کرنيز توليدات د دولت له خوا د صحي خوراکونو په توګه منل شوی او دا شمېر په ولايت کې تر ټولو لوړه ده .

له ٢٠٠٤ کال راهيسی، جان جيانګ هر کال د صحي او سپکو خوراکونو د توليد د پياوړتيا لپاره هغو تصديو ته جايزی ورکوی چې ددولت له خوا يی د صحي خوراکونو توليدات منل کېږی .

د صحي خوراکونو سيمه ايز پرمختګ د دغو خوراکونو په اړه لګښت ته زمينه برابروی . د يوی شمېرنې له مخې : په ٢٠٠٥ کال کې د وانګ دونګ له خوا صحي خوراکونه امريکا ، جاپان ، اروپايی ټولنې ، کانادا ، استراليا ، روسيې ، جنوب ختيځی اسيا د چين د هانګ کانګ او مکاو ځانګړې ادارې سيمو ته صادر شوی دی او د صادراتو عمومی اندازه يی نهه ديرش ميليونه او شپږ لکه او څلويښت زرو امريکايی ډالرو ته رسېده .

ژو يوان ، شين فنګ او يو نان د ګوانګ دونګ ولايت دری غرنې ولسوالي دي . دوی د خپلو غرنيو سيمو له ځانګړتياوو سره سم ، د صحي خوراکونو د غوره کرنې سيمې جوړې کړې او په وروستيو کلونو کې يی ټولنيز، اقتصادي او ايکولوژيکی برياليتوبونه تر لاسه کړل .

لکه چې ژو يوان ولسوالی د صحي خوراکونو د توليداتو شمېر دوولس دې . اوس پکې د صحي خوراکونو د کرنې پراخوالی څه دپاسه څلور زره هکتار دی او عمومی ارزښت يی څه دپاسه يو زر او دوه سوه ميليونه يوانو ته رسېږی چې څه دپاسه لس زره بزګرانو ترې ګټه اخيستې او د هرې کورنۍ ګټه دوه زره يوانه زياته شوې ده .

د ګوانګ دونګ ولايت د زراعتی او کرنې چارو د ادارې مرستيال لين ګو خبريالانو ته وويل : په روان کال کې به ګوانګ دونګ د نورو اتيا ډوله صحي خوراکونو د توليداتو د څېړنی لپاره کوښښ وکړي او دغه راز هڅه به وکړی چې د روان کال تر پايه پوری ، په ټول ولايت کې د صحي خوراکونو د توليداتو ډولونه له دری سوه پنځوسو څخه زيات او توليدی ارزښت يی د تېر کال د همدی مودی په نسبت په سلو کې څه دپاسه ديرش زيات شی .