<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-21 19:09:55    
د چين د مشهورې سندرغاړې جانګ يي لخوا ويل شوې سندری

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقی پروګرام په دی کړۍ کی به تاسو ته د چين د مشهورې سندرغاړې جانګ يي لخوا ويل شوې سندری وړاندی کړو٠

( سندره ١ )

ګرانو اوريدونکو، همدا اوس مو د جانګ يی له خوا ويل شوی سندره واوريده چی نوم ئی دی هره أرزو ترسره کيداي شی٠ جانګ يې د مرکزې چين د هو نان په ولايت کي زيږيدلې او د ١٤ کالو په عمر د هو نان ولايت په يو هنري ښوونځي کي شامله شوه او له دغه ښوونځې څخه له فراغت وروسته يي د چين د موسيقۍ په پوهنځي کي خپلې زده کړې ته دوام ورکړ او د ماستري درجه يي لاس ته راوړه .اوس هغه د چين د موسيقی په پوهنتون کی درس ورکوی او د چين د ولسي ازادي بخښونکي پوځ د هوايي ځواکونو په هنري ډله کي د يوې يوکسيزه سندرغاړې په توګه هم ده ٠

( سندره ٢ )

همدا اوس مو د جانګ يی له خوا ويل شوی يوه سندره واورېده چی نوم يې د دونګ جيانګ په سيند کی اوبه دی٠ چين ته د هانکانګ د بېرته راګرځېدو د لمانځلو لپاره دغه سندره جوړه شوه٠ له ١٩٨٥ کال راهيسی جانګ يی ډېر شمېر خپل البومونه خپاره کړی او د فلمونو څو سندری يې هم ويلي دی ٠ په دی وروستيو کلونو کی هغه په بېلا بېلو لويو نندارو کي پر ګډون سربېره د چين د هنرمندانو په استازيتوب انګلستان ، المان او فرانسی ته هم سفرونه کړي او د بهرنيو اوريدونکو ستاينې يي

ترلاسه کړې دي٠ اوس به په ګډه د دی لخوا ويل شوي يوه بله سندره واورو چی نوم ئی نوی زمانی ته رسيدل دی٠

( سندره ٣ )

ګرانو اوريدونکو، د چينی او بهرنۍ موسيقۍ ننني پروګرام په همدي ځای پاي ته ورسيد ٠روغ او خوشحاله اوسئ٠