د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، د چين د دولت رييس هو جين تاو او د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د می په ٢١ نيټه د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسی اړيکو د ټينګيدو د ٥٥ کاليزې په تړاو يو بل ته د مبارکی پيغامونه مخابره کړل .
هو جين تاو په خپل تلګرام کی وويل ، ويل کيږی چی د چين او پاکستان ترمنځ اړيکی د پرمختيايی او شاوخوا هيوادونو ترمنځ د اړيکو يوه نمونه ده . چين تل له پاکستان سره خپلو اړيکو ته په ستراتيژيکی سترګه ګوری او غواړی له پاکستان سره ګډ کوښښ وکړی چی په نوی پيړۍ کی د خپل منځی همکارۍ د ستراتيژيکی اړيکو لا ښايسته راتلونکی پرانيزی .
ښاغلی مشرف د مبارکۍ په خپل تلګرام کی ويلی ، د چين او پاکستان ترمنځ د سياسی اړيکو د ټينګيدو په تيرو ٥٥ کلونو کی د دواړو هيوادونو ترمنځ هراړخيزه او نژدی دوستی د وختونو له ازموينې څخه بريالی وتلی او ورځ په ورځ پخيږی . پاکستان ټينګ هوډ لری چی د خپل منځی دغه ډول اړيکو د پر له پسی پرمختګ لپاره له چين سره ګډه هڅه وکړي .
ددواړو هيوادونو صدراعظمانو او د بهرنيو چارو وزيرانو هم په دی اړه يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه مخابره کړی دي .