<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-21 19:28:46    
يو مليون ډوله ژوي او نباتات به ممکن تباه شي

cri

د هغې څيړنې څخه چی د زياتو هېوادونو د عالمانو په شمول د زمکي په شپږو سيمو کی سرته رسيدلې دي، څرګندېږي چی د زمکی د تودوالي له امله به په نړۍ کی يو په څلورمه برخه ژوي او نباتات په راتلونکو پنځوسو کالو کي له منځته يو وړل شي په بله ژبه د نيمې پيړۍ وروسته به يو مليونه ډوله ژوي او نباتات تباه شي٠ د م م د يوه اقليمي څيړونکي راپور د اټکل له مخی تر ٢٠٥٠ کاله پوري به د زمکی د هوا حرارت د نن نه له صفر اعشاريه پنځو نه تر درو درجو پوري لوړ شي٠ د دې څيړنې سره سم عالمانو د اروپا ، جنوبي افريقې ، استراليا ، برازيل ، مکسيکو او کستاريکا په شپږو سيمو کی د نباتاتو، تې لرونکو ژويو ، مرغانو او حشراتو په شمول د ژويو او نباتاتو په څيړنې لاس پوري کړي دي چی دا تر اوسه پوری ډېره لويه بين المللی څيړنه ګڼل کيږي٠

د زمکی د هوا د حرارت د لوړوالی په اثر به مجبورا په زمکه کی ژوي او نباتات دوو قطبونو يا جګو ځايونو ته په ګډه ورشي، خو زيات شمېر ژوي او نباتات دغه طاقت نه لری٠ د اټکل له مخی په نوموړو شپږو سيمو کی به تر ٢٠٥٠ کاله پوري په سلو کي له ١٥ نه تر ٣٧ پوری ډوله ژوي او نباتات له منځه يووړل شي يعنی په منځني ډول په سلو کی ٢٦ ډوله ژوي او نباتات د هوا د حرارت د لوړوالي له امله تباه شي٠ د مثالونو په توګه په استراليا کی به له ٢٤ ډولو پتنګانو څخه نيمه برخه په راتلونکو وختونو کی د تل لپاره له منځه يووړل شي، د جنوبي افريقې په طبيعت ساتونکو سيمو کی په سلو کی شپيته برخه ژوي يا نباتات به د تباه کيدو له خطرونو سره مخامخ دي، د برازيل په مرکزي لويديځ کی له يو سلو دري شپيتو ډولونو ونو څخه اويا فيصده به تباه شي٠ که څه هم اروپا يوه داسی سيمه ده چی د اقليمي بدلون له کمې اغيزې سره مخامخه ده، خو د هوا د حرارت د لوړوالي له امله به په اروپا کی يو په څلورمه برخه مرغان او له يوولسو فيصدو نه تر اوولسو فيصدو پوري نباتات هم ورو ورو له منځه يووړل شی٠ د ټولو څيړل شويو ژويو او نباتاتو څخه سمندري واښه د خاصې توجه وړ دي ځکه چی د سمندري وښو کمښت د سمندري پيدا وارونو د سخت بحران سبب دی٠ اوس په ټوله نړۍ کی د سمندري وښو مساحت د انګلستان د عمومي مساحت سره دوه چنده برابر دی او په تېرو لسو کالو کی نيمه برخه يی کمه شوې ده٠