<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-22 19:03:20    
د تيان جين ښار د بين های په نامه نوی سيمه کې د اقتصاد او ايکولوژيکی چاپيريال ترمنځ د همغږي پرمختګ لپاره کوشش ته دوام ور کوي

cri

ګرانو اوريدونکو ، سږ کال د چين د ملی ولسی کانګرس په کلنی غونډه کې ټاکل شوی چی د چين حکومت به په راتلونکيو ٥ کلونو کې د چين د تيان جين ښار د بين های نوی سيمې ته ډير اهميت ور کړي .له حکومتی پلان سره سم به دغه سيمه د توليداتو جوړولو يوه اډه وي او د ليږد راليږد د نړيوالو چارو ، د مالونو وړل راوړلو او دغه راز د چاپيريال د ښه والی په برخو کې يوه عصری اقتصادی سيمه و ګرځي .په راتلونکې کې به دغه سيمه د اقتصاد ،ټولنې او چاپيريال ترمنځ د برابر پرمختګ لپاره خپل کوشش ته دوام ور کړي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دغه پروګرام کې به تاسو ته د دغې سيمې په باب معلومات وړاندی کړو.

د بين های نوی سيمه د تيان جين ښار په اقتصادی سيمه کې پرته ده او عمومی اقتصادی ځواک يی په پر له پسی څو کلونو کې د هيواد د پنځوسو همدغه شان اقتصادی سيمو په پرتله غښتلی دی .د ٢٠٠٥ کال تر پايه پوری په دغه سيمه کې د بهرنيو تصديو شمير له څلور زرو څخه زيات شوی او پانګې يی ٢٩ ملياردو امريکايی دالرو ته رسيدلی دې .

په نړۍ کې د ګرځنده تيلفون مشهور د موتورولا شرکت په ١٩٩٤ کال کې په دغه سيمه کې د ګرځنده تيلفون د جوړولو فابريکه جوړه کړه .د دغه شرکت د خپرونې او عامه چارو مشر يانګ بو نينګ خبريال ته وويل (اواز..............) زمونږ د شرکت لپاره د چين بازار يو ډير مهم بازار دی . زمونږ شرکت لخوا يوه برخه د توليد شويو ګرځندو تيلفونونو يوه برخه په چين کې پلورل کيږی او نور يی بهرنيو هېوادونو ته

صادريږي .برسيره پر دی زمونږ شرکت په چين کې خپل توليدی او څيړنيز مرکزونه لري او زيات شمير څيړنيز پروګرامونه په ځانګړي توګه د نړيوال بازار لپاره خدمت کوي .

ګرانو اوريدونکيو ، د تيان جين بين های په نوی سيمه کې د الکترونيکي معلوماتو ، موټرونو ، درملو او فلزونو د جوړونې ،د نفتو او کيمياوی صنائعو ، د بيولوژيکي تکنولوژۍ او نوې انرژۍ د کارولو په شمول بشپړ صنعتی جوړښت رامنځته شوی دی.د اقتصاد د پرمختګ په همدی وخت کې دغه سيمه په پر له پسی توګه د اقتصاد ،ټولنې او چاپيريال ترمنځ برابر پرمختګ تر غور لاندی نيسی .تر اوسه پوری په دغه سيمه کې څه د پاسه پنځه سوه مربع کيلو متره لندې ځمکې په اغيزمنه توګه ساتل شوي او په سلو کې ٣٥ځمکه سيمه په ځنګلونو پوښل شوی ده .له ناپاکو اوبو څخه د پاکو شويو اوبو کيفيت د څښلو اوبو له معيار سره برابر دي .

د چين د نفتو او کيمياوی صنايعو محدود شرکت د تيان جين ښار فرعی شرکت مسئول ځنګ وان جون وويل زمونږ شرکت چاپيريال ساتنې ته ډيره پاملرنه کوي (اواز.............) د ونو د ايښودلو له لارې د دغې سيمې هوا پاکه او صافه شوی او ککړ شوي توکي ښې پاک شوي دي مثلأ ناپاکې اوبه د ايستلو له معيار سره له سمون خوړلو وروسته سيند ته بهيږي.

د اقتصاد او چاپيريال ترمنځ برابر پرمختګ د دغې سيمې د خلکو د ژوند او کارونو لپاره ښه چاپيريال برابر کړی دی .له امريکې نه راغلی ميرمن فلورنی چی اوس په دغه سيمه کې کار کوي او خبريال ته يی وويل (اواز.................) په دغه سيمه کې کارول شوی کاغذ ،فلزی او پلاستيک شيان بيا کاريږي نو چاپيريال يی ساتل

شوی دی .د چاپيريال ساتنه يوه ډيره مهمه دنده ده . مونږ بايد د چاپيريال د ساتنې لپاره کوشش ته دوام ور کړو.

ګرانو اوريدونکيو، هر اړخيز ثابت ،برابر پرمختګ د چين دايمی پرمختيايی موخه ده .د دغې سيمې چارواکيو خبريال ته وويل چی له نن وروسته به دغه سيمه د اقتصاد د سالم پرمختګ د ساتلو په همدی وخت کې ټولنيز دايمی پرمختګ ته پاملرنه وکړي .

ګرانو دوستانو ،زمونږ پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد .