<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-22 19:24:17    
دايريکتور ليو شيانګ چن د پامير له لوړې غرنی سيمې سره ډيره مينه لری

cri

ګرانو اوريدونکو ، د چين د شمال لويديځ د شينجيانګ په خپلواکه سيمه کښی د زياتو قومونو هېوادوال ژوند کوی٠ د تلويزونی مستندو د فلمونو دايريکتور ليو شيانګ چن څو څو ځله د پامير لوړې غرنی سيمې ته تللی او هلته يی د قرغز او تاجک دوو قومونو د څو زره کلنو نه بدليدونکو دودونو په هکله مستند فلم اخيستی او د انسانانو لپاره يې يو شمير قيمتی روحی شتمنۍ پرېښی ده٠

د چين قرغز او تاجک دوه قومونه چه د شينجيانګ د پامير په لوړه غرنی سيمه کښی اوسيږی ، دوه کوچيانی قومونه دی او ځانګړی سپيڅلی او اصلی قومی دودونه لری٠ څه دپاسه لس کاله دمخه ښاغلی ليو شيانګ چن وغوښتل چه د فلمونو په وسيله د شينجيانګ د ملی لږکيو کلتوری حالت وساتی٠ وروسته له هغه د ده لخوا اخيستل شوی پرله پسی تلويزونی مستند فلم << لمری قبايل >> دری پر له پسی کاله د امريکې د تلويزونی سټيشن په جغرافيايی پروګرام کښی وښودل شو او په همدې وخت کښی د ده يو بل اوږد مستند فلم << د کون لون غره د يشم ډبرو پيدا کوونکی >> هم په نړۍ کښی وښودل شو٠

د پامير په لوړه غرنی سيمه کښی دايريکتور ليو شيانګ چن له مالدارانو سره د خپلوانو په شان صميمی اړيکی لری، خو د ښار په سوداګريزه ساحه کښی استعداد نه لری٠ د مستند فلمونو د اخيستلو له امله د ده پر غاړه د دوه لکو ژن مين بی يوانو په اندازه د پورونو دروند بار پروت دی٠ مګر هغه غواړی چه د شينجيانګ د ملی لږکيو د ژوند او دودونو په هکله د مستندو فلمونو د اخيستلو لپاره خپلې ټولې شتمنی وقف کړی٠ ده وويل چه ٌ زما زيات دوستان تعجب کوی، د دوی په أند که زه د تلويزيونی ډرامو دايريکتور يم، هرومرو به ډير شهرت ولرم او زياتې اقتصادی ګټې ترلاسه کولای شم ٠ خو زما په نظر، که څه هم د مستندو فلمونو اخيستل يوازی د ټولنې بدلونونه او د خلکو د ژوند حالت ښودلای شی او پکښی زياتې اقتصادی ګټې نشی ترلاسه کيدای٠ خو زياتې روحی شتمنی ترلاسه کولای شم او ډول ډول ښکلی منظرې او د خلکو بېلا بېلې روحی بڼې ليدلای شم٠

په ١٩٧٦ کال کښی ليو شيانګ چن له پوهنتون څخه له فارغيدو نه وروسته د چين د شينجيانګ سيمې په مرکز وروموچی کښی په وار سره د منځنی ښوونځی او پوهنتون د ښوونکی او << د ځوانانو مجله >> د خبريال دندې اجراء کړې٠ يو ځل هغه د چين او جاپان د پلټونکو له پلاوی سره د تاکلاما غان له صحرا څخه له کتنې ليدنې نه وروسته د دې صحرا د پيژندلو په هکله يو کتاب وليکه چه د لوستونکو ډير خوښ و٠ نو ليو شيانګ چن دا احساس کړه چه دی د شينجيانګ د خلکو او جغرافيا د معرفی کولو په برخه کښی طبيعی توان لری٠ نو هغه د مجلې له کارونو څخه استعفا کړی او د شينجيانګ د تلويزونی سټيشن چلوونکی او دايريکتور شوی چه د شينجيانګ د ولسی دودونو او د خلکو د ژوند په هکله يی د مستندو تلويزونی فلمونو په اخيستلو پيل کړيدی٠

په ١٩٩٦ کال کښی ليو شيانګ چن د شينجيانګ په لوړو غرنيو سيمو، صحراوو او شيلو کښی د ملی لږکيو په هکله د مستندو فلمونو په اخيستلو پيل وکړ او پرېکړه يی وکړه چه لومړی د پامير د لوړې غرنی سيمې د تاجکی او قرغزی قومونو د پيژندلو په هکله مستندی فلمونه واخلی٠

کله چه ليو شيانګ چن لومړی ځل د پامير لوړې غرنی سيمې ته وخوت ، د ده موټر خراب شو٠ نو مجبورأ يی د اوښ په سپرلۍ فلم واخيست او حتی په څو ورځو کښی يی د خره پر شان هم سپرلی وکړه ٠ خو په ځينو ځايونوکښی خر هم نشی تللای، نو د انسانانو پر شا درانه تجهيزات غره ته يوړل شول ٠ هغه خبريال ته وويل چه ٌ د زياتو دوستانو په أند مونږ ډير ستړی يو، خو ما کله نا کله دوی ته په ټوکی سره ويل چه لوړې غرنی سيمې چه زه ورغلی وم، اوس د زياتو بډايانو لپاره د سيل ډير ښه هدفونه دی، دوی د دغو ځايونو له پاکې هوا، اوبو او ولسی دودونو څخه د خوند اخيستلو لپاره بايد زياتې پيسی مصرف کړی٠ خو هلته زما د کار ځايونه دی چه أيا دا زما نيکمرغی نه ده ؟ ٌ

ښاغلی ليو شيانګ چن وويل چه زما زيات وختونه د پامير په لوړه غرنی سيمه کښی تير شول او د تاجک او قرغز قومونو له وروڼو سره ژور احساسات لرم ، مونږ سره د خپلوانو په شان يو٠ هرکله به چه زه له ستونزو سره مخامخ وم ، غرنيو اوسيدونکو به د زړه له کومی راسره مرسته کوله٠ دغې دوستی او احساساتو زه هڅولم چه د پامير لوړې غرنی سيمې په هکله د مستند فلم د اخيستلو لپاره نه ستومانه کيدنکی کوښښونه وکړم ٠

د پرله پسی مستند فلم << لمری قبايل >> له بشپړيدو نه راهيسی د ښاغلی ليو شيانګ چن په زړه کښی لا هم د غرنی سيمې کليوال ياديږی ، هغه تل غواړی چه بيرته د پامير غرنی سيمی ته ولاړ شی ترڅو له دغو کليوالو سره کتنه وکړی او د غرنی سيمې ښکلی منظرې بيا وګوری٠ ځکه چه ليو شيانګ چن د پامير لوړه غرنی سيمه د خپل دوهم پلرنی ځای په توګه بولی٠

ګرانو دوستانو، اوس له تاسو څخه يوه پوښتنه کوو چه دايريکتور ليو شيانګ چن د پامير لوړې غرنی سيمې د دوه کومو قومونو د دودونو په هکله مستند فلم اخيستی دی؟ هيله من يو چه تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړی٠ مننه !