<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-22 19:25:39    
چين ته د ولسمشر حامد کرزی په سفرسره به ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکی لا نورپرمختګ وکړی

cri

د چين د دولت رييس هو جين تاو په بلنه به د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د جون په مياشت کی چين ته په رسمی توګه سفر وکړي . څو ورځی دمخه په افغانستان کی د چين لوی سفير ليو جيان په کابل کی زمونږ له خبريالانو سره د مرکی په ترڅ کی څرګنده کړه چی چين د افغانستان د ولسمشر دغه سفر ته ډير اهميت ورکوی . د هغه په أند به دغه سفر هرومرو د چين او افغانستان ترمنځ د اړيکيو په پرمختګ کی مثبت رول ولوبوی .

په ٢٠٠١ کال کی د جکړې له پای ته رسيدو راهيسی د افغانستان د حکومت او وګړو د ګډو هلوځلو او د چين په شمول د نړيوالی ټولنی د ملاتړ او مرستو له لاری د دغه هيواد د بيا رغاونی په کارونو کی د ليدو وړ برياليتوبونه ترلاسه شوی دي . په دی اړه سفير ليو وويل ،

په تيرو څلورو کلونو کی د افغانستان د سوله يزی بيا رغاونی په بهير کی يو ډير ستر برياليتوب دا دی چی د بن له تړون سره سم دګډوډۍ او کړکيچونو د له منځه وړلو او د هيواد د بيا رغاونی بهير د پيل په اړه مرحله يزې موخی ته په بنسټيزه توګه رسيدلې او هيوا د سوله يز پرمختګ پر لوری روان دی .

ښاغلی ليو جيان وويل ، د افغانستان د اړوندې څانګې د يوی شميرنې له مخی ، په دغو څلورو کلونو کی د هر افغان پر سر منځنی کلنی ګټې

له ١٥٠ نه ٣٧٥ امريکايی ډالرو ته زياتی شوی دي .

د سفير ليو په أند د افغانستان د سوله يزې بيا رغاونې په بهير کی نړيوالی ټولنی خورا مهم رول لوبولی دی . چين د افغانستان يو دوست ګاوندی هيواد دی او دغه هيواد ته يی ريښتينی او بی غرضانه مرستې ورکړې دي چی هيڅ اضافی سياسی شرط نه لری . هغه وويل ،

له څو کلونو راهيسی چين تل د افغانستان وضعی ته ډير پام کوی او له دغه هيواد سره د مرستې په اړه د چين يوازنی موخه دا ده : کله چی دغه هيواد له ګډوډۍاو ستونزو سره مخامخ شوی ، مونږ هلته په بيړه د سولی د رامنځ ته کولو هڅه کړی او کله چی په دغه هيواد کی سوله راغلی ، مونږ يی د پرمختګ او سمسورتيا لپاره مرسته کړی ده .

سفير ليو دی ته اشاره وکړه ، چين له هغو لومړنيو هيوادونو څخه دی چی د افغانستان د بيا رغاونی په بهير کی يی برخه اخيستی ده .

په تيرو څه د پاسه ٤ کلونو کی په اقتصاد ، کلتور ، ښوونې ، پوځی او امنيتی چارو او د نشه يی توکيو پر ضد مبارزه کی د چين او افغانستان ترمنځ همکاری پياوړی شوی او ددواړو هيوادونو ترمنځ د نيک ګاونديتوب او دوستۍ اړيکې هم ټينګی شوی او پرمختګ يی کړی دی .

ښاغلی ليو جيان وويل ،

په ٢٠٠٢ کال کی د چين او افغانستان ترمنځ د سياسی اړيکو له بيا پيل کيدو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ تګ راتګ او همکاری چټکتيا موندلی ده . ولسمشر کرزی ، د ولسمشر دوو مرستيالانو او د بهرنيو چارو وزير په وار سره له چين څخه ليدنې کړې او دغه راز د چين دولتی کميشنر تانګ جيا سيوان او د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ هم افغانستان ته سفرونه کړی دي .

چين او افغانستان په زياتو مهمو او سترو موضوعاتو کی يو د بل ملاتړ او يو له بل سره مرسته کړی او کوی يی . ددی ټکې د يادونې په ترڅ کې سفير ليو په دی ټينګار وکړ چی دغه ملاتړ او مرستې د برابرۍ او د ګډ سوله ايز ژوند د پنځه ګونو اصولو پر اساس ولاړی دي . هغه وويل ، د افغانستان حکومت د خپل هيواد په مقابل کی د چين د دريځ لوړه زياته ستاينه کړی او د چين لخوا برابری شوی مرستې دګڼ شمير افغان وګړو لخوا ستايل شوی دی . دغه شان افغانستان د تايوان ، بشری حقوقو ، د ختيځ ترکستان له ځواکونو سره د مبارزې په شمول يو لړ مسئلو کی هم چی د چين له ملی حاکميت سره تړاو لری ، له چين سره ارزښتناکی مرستی کړی دی .

زمونږ له خبريالانو سره دمرکی په پای کی چين ته د ولسمشر کرزی د راتلونکی سفر په اړه لوی سفير ليو وويل ،

راتلونکی سفر به له څلورو کلونو وروسته له چين څخه د ولسمشر کرزی دوهمه ليدنه وی او له دی نه څرګنديږی چی هغه چين ته په درنه سترګه ګوری . دغه سفر به هرومرو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره ډير مثبت رول ولوبوی .

د معلوماتو له مخی ،ددغه سفر په موده کی به ددواړو هيوادونو مشران د افغانستان د بيا رغاونی ، ددواړو هيوادونو ترمنځ د همکاری ساحې د پراخوالی ، سيمه ايزی همکاری او نړيوالو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي او يو لړ تړونونه به لاسليک کړي .