<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-23 16:03:39    
غوره ښځينه صنعتګره لي دونګ ليان

cri

څلويښت کلنه لي دونګ ليان پخوا يوه اضافه بست شوي ښځينه کارګره وه ، په تېرو لسو کلونو کې هغې د خپلو هڅو له لارې د ان ګوان په نامه د چينې توليداتو په اړه خپله تصدی جوړه کړه .

ټولو ته معلومه ده چې د چين د جيانګ سی ولايت جينګ ده جن ښار د چينې لوښو د توليد په برخه کې ډېر مشهور دي چې خلک ورته د چينې باب ښار وايي . د لي دونګ ليان تصدی هم په دغه ښار کې پرته ده . دغې تصدی د ايجاد په لومړی دوو کلونو کې په بريالی توګه د څه دپاسه پنځوس ډولونه چينی لوښو څيړنه او توليد پيل کړ او د دغې تصدی کلنی ارزښت شل ميليونو ژين مين بی يوانو ته ورسېد . د دغې تصدي توليدات نه يوازی د چين په شلو ولايتونو کې پلورل کيږي ، بلکې د اروپا بازار ته هم رسېږی . د دغې تصدی د مشرې په حيث لي دونګ ليان د چينې باب ښار له خوا ډېر وياړونه ترلاسه کړې .

ګرانو اوريدونکو ، مونږ به د ښځې او ټولنې په نننې پروګرام کې تاسو ته د لي دونګ ليان په هکله يو څه لنډ معلومات وړاندی کړو .

په ١٩٩٥ کال کې نهه ويشت کلنه لي دونګ ليان د جينګ ده جن ښار د مالونو له رياست څخه اضافه بست شوه. لي دونګ ليان په خپل ژوند کې ډاډ تر لاسه نکړ . هغې پخوا په خپلو کارونو کې د تعميراتی چينې په اړه معلومات تر لاسه کړي ، د دې په اند د تعميراتی چينې سوداګري ښه راتلونکې لری . نو له دې امله لي دونګ ليان له دوستانو څخه د پيسو په پور کولو سره خپله يوه کوچنۍ

مغازه پرانيستلی ده . په لمړي سر کې د دې په مغازه کې سوداګري ښه نه وه ، لي دونګ ليان سخت ژوند تير کړ ، خو هغې لا هم تر ممکنه حده پوری هر يو کوربه او مشتري ته ښه خدمتونه وړاندی کړل . د مناسبو بيو او ښو خدمتونو له امله دغې مغازې ګام په ګام د سوداګرو پام ځانته راواړاوه .

له دې نه وروسته لي دونګ ليان د څلورو کلونو کوښښونو له لارې خپله مغازه پراخه کړه چې پکې د کارګرانو شمېر له يوه تن څخه څه دپاسه لسو تنو ته او کلنی ارزښت يی پنځه ميليونو يوانو ته ورسيد . لي دونګ ليان ګام په ګام په يوې بډای ميرمنې بدله شوې ده . خو هغه هېر نه کوی چې خپله سوداګري لا زياته پراخه او پياوړی کړي ، هېواد او ټولنې ته لا زيات خدمتونه وړاندی کړی .

د تصديو د توليد ،اداره او خرڅلاو په اړه د لا زياتو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره اغلی لي د ولايت په مرګز نان چانګ ښار کې د چيني لوښو په فابريکه کې زده کړې يی وکړې . په ٢٠٠٢ کال کې لي دونګ ليان د تعميراتی چينی خښتو د توليد په موخه د خپل تصدی د جوړولو لپاره د پنځه ميليونو يوانو په ارزښت پانګه اچولې او ان ګوان نوم يې ورته ايښي دی .

لي دونګ ليان د خپل تصدی د ادارې په ترڅ کې لوړو استعدادونو او اړوندو فنی کارکوونکو ته ډېر پاملرنه ورکړي . د دې په نظر کارګران د خپلې تصدي ريښتيې خاوندان دي . هغه په هر وخت کې دوی ژوند ته پاملرنه هم کوی . او تل تر خپله ممکنه حده پوری د کارګرانو اړتياوې پوره کوی .

په سوداګرۍ کې اغلی لي اعتبار ته ډېر ارزښت ورکوی او کوربه او مشتريانو ته د ښه خدمتونو د ورکولو په موخه يی يوه ځانګړی ژمنه کړې چې د مشتری يا اخيستونکی د پيسو د تر لاسه کولو نه وروسته په څليرويشتو ساعتو کې ورته

مالونه وليږدوی ، که په اخيستونکی شک ولری ، دوی خامخا په څليرويشتو ساعتو کې ځواب ورکوی ، د نويو توليداتو د جوړولو نه وروسته په څليرويشتو ساعتو کې اخيستونکو ته نمونې ورکوی .

دغه راز لي دونګ ليان څه دپاسه دوه سوه تنو له رسمی کار څخه اضافه بست شويو کارګرانو ته د کارونو زمينه برابره کړې . دغه کارګران د لي دونګ ليان په تصدی کې يو ځل بيا په کار بوخت دی او په ژوند کې د ستونزو د له منځه وړلو په موخه مرسته ور سره کوی . لي دونګ ليان هر کال له شلو تنو غريبو زده کوونکو سره مرسته کوی او د دغو زده کوونکو د زده کړي پيسی برابروی .

مونږ وايو : لي دونګ ليان يوه بريالۍ ښځينه صنعتګره ده . خو هغه خپل ګامونه نه دروی . هغه به د لا زيات برياليتوب د تر لاسه کولو لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي .