<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-23 17:50:31    
د چين په شانګهای ښار کې د ٢٠٠٨ کال د المپيک سپورتي لوبو لپاره مقدماتي کار روان دی

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به تاسو ته يو راپور وړاندې کړو چې سرليک يې دی د چين د شانګهای په ښار کې د ٢٠٠٨ کال د المپيک د سپورتي لوبو لپاره د تياري کار روان دی٠

محترامو دوستانو د المپيک نهه ويشتمې دوبني سپورتي لوبې به په ٢٠٠٨ کال کې د چېن په پلازمينه بيجينګ ښار کې ترسره شي ، اوس ددغو سپورتي لوبو د ترسره کيدو لپاره مقدماتي کارونه په سالمه توګه روان دي ، د المپيک دوبني سپورتي لوبې ترټولو لويې او عمومي نړيوالې سپورتي لوبې دي ،د دغو لوبو د جوړولو په موخه نه يوازې يو اصلي ښارټاکل کيږي بلکې ځيني نور ښارونه هم انتخابيږي چې دځينو لوبو د ترسره کولو دندې په غاړه واخلي ، نو له دې امله په ٢٠٠٨ کال کې د المپيک د دوبني سپورتي لوبو د جوړولو له اصلي ښار څخه پرته شانګهای ، چينګ داو ، شنګ يانګ ، چينګ هوانګ داو ، تيان جين او هانکانګ شپږ ښارونه د المپيک د دوبنيو سپورتي لوبو د فرعي ځايونو په توګه هم ټاکل شوي دي ٠

د شانګهای ښارد چين په ختيځ کې پروت دی او د المپيک په نهه ويشتمو سپورتي لوبو کې د فوټبال د سيالۍ يو فرعي ځای دی ، د المپيک د سپورتي لوبو د ترتيباتو سره سم به په دغه ښار کې د ٢٠٠٨ کال د اګيست له شپږمې نېټې څخه تر پنځلسمې نېټې پورې د المپيک د سپورتي لوبو د فوټبال د لوبې د لومړي پړاو نهه

سيالي ترسره شي چې پکې به د نارينه و شپږ او د ښځو درې سيالي شاملې وي ٠

د شانګهای ښاروالي دبيجينګ د المپيک د سپورتي لوبو سره د مرستو لپاره خپلو کارونو ته ډېر ستر اهميت ورکوي ، ان د ٢٠٠٥ کال په پسرلي کي يې يو اړوند ﻻرښوونکي ګروپ جوړکړ، اوس د شانګهای ښاروالي د بيجينګ د المپيک د سپورتي کميټې د غوښتنو له مخې په فعاله توګه مقدماتي کارونه ترسره کوي ، د دغه ښار د سپورتي چارو د ادارې مرستيال ښاغلي چيو وي چانګ وويل ==== اواز١ ===== مونږ ډېر وياړمن يو چې د ٢٠٠٨ کال د المپيک د سپورتي لوبو د فوتبال د ځينو سياليو دنده مو په غاړه واخيستله ، اوس اړوند بيلابيل مقدماتي کارونه په منظم ډول ترسره کيږي ، که څه هم په شانګهای کې به يوازې د فوټبال مقدماتي سيالي ترسره شي خو مونږ هم بايد له لوړې سويې سره سم د دغو سياليو د ترسره کولو لپاره کوشش وکړو ٠

د شانګهای ښاروالي د بيجينګ د المپيک د سپورتي لوبو لپاره ښه خدمت کول د خپلو کارونو د يوه بنسټيز ټکي په توګه ټاکلی دی ، د دغه ښار اړوندو چارواکو په وار سره د بيجينګ د المپيک د سپورتي کميټې او د المپيک د نړيوالې سپورتي کميټې په تړاو د المپيک د نهه ويشتمو سپورتي لوبو د هماهنګې د کميټې په غونډو کې برخه واخيستله ٠دغه راز د شانګهای ښاروالي هم د بيجينګ د المپيک د سپورتي کميټې په غوښتنه په ګڼو ښاريانو او د فوټبال سره مينه والو کې د سپورتي لوبو د نندارې په تړاو يو لړ تبليغاتي فعاليتونه ترسره کړی او کوي يي ٠

له ٢٠٠٠ کال څخه تر اوسه پورې د شانګهای په ښارکې د فوټبال نژدې څلور سوه کورنې او نړيوالې سپورتي لوبې او د اتلاتيک نړيوالې سيالي ترسره شوې ، د پلان

له مخې په راتلونکي کال کي به د ښځو د فوټبال د نړيوال کپ د ګټلو لوبه ترسره شي ، شک نشته چې دا به د ٢٠٠٨ کال د بيجينګ د المپيک د سپورتي لوبو د فوټبال د سيالۍ د ترسره کولو لپاره ښه تياري ونيسي ٠ ښاغلي چيو وويل === اواز ٢ --==

سپورتي لوبې زمونږ د راتلونکو سپورتي لوبو د جوړونې ، د چين او نړيوالو سپورتي سازمانونو ترمنځ د اړيکو د ټينګيدو لپاره ډېر ه فرصتونه برابروي ، نو له دې امله اوس مونږ له دغو فرصتونو څخه په استفادې سره د ٢٠٠٨ کال د المپيک د فوټبال د لوبې د ترسره کولو لپاره مختلف مقدماتي کارونه ترسره کوو٠

له پلان سره سم د ٢٠٠٨ کال د المپيک د سپورتي لوبو په بهير کې د فوټبال ځينې لوبې به د شانګهای ښار په سپورتي ميدان کې ترسره شي ، دغه سپورتي ميدان په شانګهای ښار کې يو ډېر لوي ميدان دی چې اتيا زره ننداره کوونکي پکې ځاييږی ، خو د المپيک د راتلونکو سپورتي لوبو د معيار له مخې دغه ميدان لا هم بايد اصلاح شي ددغه سپورتي ډګر چارواکي ښاغلي خو جونګ چي وويل د دغه ميدان د ترميمولو کار له پشپړيدو وروسته به دغه سپورتي ميدان په يوه ډېر معياري نړيوال سپورتي ميدان بدل شي ٠ هغه زياته کړه چې ==== اواز ٣ ======= مثلأ د مخابراتي تاسيساتو اصلاح بايد ټولې نړۍ ته د المپيک دسپورتي لوبو د اړوندو خبرونو او پروګرامونو د خپرونې لپاره اړتياوې پوره کړي او د خبريالانو سره اسانتياوې برابرې کړي ٠

دغه راز د سالم ترافيک تامينول تل د لويو سپورتي فعاليتونو د ترسره کولو لپاره يو مهم ضمانت دی ،د شانګهای ښاروالي د ٢٠٠٨ کال د المپيک د سپورتي لوبو په بهير کې د چيني او بهرنيو لوبغاړو د ښه تفريح او پرمهال سپورتي ميدان ته د تګ

لپاره پلان جوړکړی دی چې د لوبو د ترسره کولو په بهير کې به د سپورتي ميدان په شاوخوا سيمو کې په لنډ مهالي توګه ترافيکي کنترول ترسره شي ٠

برسيره پردې چې د شانګهای ښاروالي د المپيک د راتلونکو سپورتي لوبو مقدماتي کارونو ته په درنه سترګه ګوري ، د دغه ښار عام خلک له دې امله چې د شانګهای ښار د ٢٠٠٨ کال د المپيک د سپورتي لوبو د فوټبال د سيالۍ د يوې فرعي سيمې په توګه ټاکل شوی دی ډېره خوښي څرګندوي ، دوي وويل مونږ هيله لرو چې په راتلونکي المپيکي سپورتي لوبو کې د داوطلبانو په توګه د چيني او بهرنيو لوبغاړو او د المپيکي سپورتي لوبو د ښه ترسره کولولپاره خدمت وکړو ٠