د اولمپيک د ١٦سپورتی دورې په اتلتيکو لوبو کی د امريکی د سپورتی ډلې نارينه لوبغاړيو لا هم خپل مخکښ ځای وساته او په ٢٤ اړوندو مسابقو کی يی ١٥ طلايی مډالونه وګټل . د لنډ واټن دځغاستی په اړه مشهور لوبغاړی
(Robert Mauro) روبرټ ماورو د سلو مترو ، دوه سوو مترو او د ٤ سوو مترو واټن ٤ کسيزه ريلی ځغاستو کی دری طلايی مډالونه ترلاسه کړل . د ٤ سوو مترو په واټن د٤ کسيزو ريلی ځغاستی په اړه د ٣٩ ثانيې ٨ پخوانی نړيوال ريکارډ شل کاله دمخه د اوينز په شمول د ٤ لوبغاړيو لخوا وکښل شو . په دغو سپورتی لوبو کی لوبغاړی روبرټ ماورو او دده ملګريو د٣٩ ثانيو٥ په برياليتوب سره ددغی لوبی نوی نړيوال ريکارډ ټينګ کړ . نو له دی امله روبرټ ماورو ته د سپين پوستی اوينز ونومول شو .
* د کلارک پديده
کلارک د نړۍ د اوږد واټن ځغاستی په لوبه کی يو ډير مشهور او تکړه لوبغاړی و او د خپل سپورتی ژوند په موده کی يی د ١٧ ځلو لپاره نړيوال ريکارډونه مات کړل چی واټن يی په جلا جلا توګه له دوو ميلو ( شاوخوا دری اعشاريه دوه کيلومترو ) نه تر شلو کيلومترو پوری و . خو په سترو نړيوالو لوبو کی وار په وار ناکام شو . له ١٩٥٦کال نه تر ١٩٦٨کاله پوری کلارک د ٤ ځلو لپاره د اولمپيک په سپورتی لوبو کی ګډون وکړ ، خو يوازی په ١٩٦٤کال کی يی
د توکيو د اولمپيک په لوبو کی د لسو زرو مترو په مسابقه کی يو ميسی مډال ترلاسه کړ . که څه هم کلارک يو ډير تکړه او مشهور لوبغاړی ؤ ، خوهغه د اولمپيک په سپورتی لوبو کی بيا بيا له ناکامۍ سره مخامخ شو او د نړۍ په سپورتی ساحه کی يی د ځانګړی اهميت لرونکی يوډول پديده رامنځ ته کړې ده ، په بله ژبه د ګڼ شمير خلکو په أند د کلارک په څير ځينومشهورو لوبغاړيو په سترو سپورتی لوبو کی د طلايی مډالونو د ګټلو ډير احتمال درلود ، خو له دی امله چی چلند يی سم نه و ، د سياليو په ترڅ کی نه توانيدل چی خپله عادی سپورتی کچه او مهارتونه څرګند کړي او بالاخره له طلايی مډال څخه بی برخه شول چی دې ته د کلارک پديده ويل کيږی . نو له دی امله د دغه ډول ستونزی ليری کول په سپورتی ساحه کی د علمی او فنی څيړونکو يوه دنده ګرځيدلی ده .
* د اولمپيک د بوکس يا د سوک وهلو په لوبه کی يوه ستره کارنامه
د ملبورن د اولمپيک په ١٦ سپورتی لوبو کی د هنګری د سوک وهلو لوبغاړی لا. پارپ يو ځل بيا اتل شو ، او دغه راز د اولمپيک د سپورتی لوبو په تاريخ کی داسی لومړنی لوبغاړی وګرځيد چی د بوکس يا سوک وهلو په لوبه کی يی دپر له پسی دريو ځلو لپاره اتلولی وګټله .
* د ماراتون اتل
د فرانسې تبعه الجزايری لوبغاړی ميمنګ الين د اولمپيک په ١٥ سپورتی لوبو کی د ٥ او لسو زرو مترو ځغاستی په سياليو کی يوازی دسپينو زرو دوه مډالونه وګټل . له دی امله چی د ماراتون په مسابقه کی له خپل سيال
عميل زاتوپيک څخه وروسته پاتی و ، الين دی ته نژدی شو چی له خپل سپورتی ژوند څخه ځان وباسی ، خود اولمپيک په سپورتی لوبو کی د طلايی مډال د ګټلو لپاره د هغه قوی هيلې د منډی ليکې ته ځان بيرته ورساوه . د ملبورن د اولمپيک په ١٦ سپورتی لوبو کی که څه هم هغه يو ځل بيا له خپل پخوانی سيال زاتوپيک سره مخامخ شو ، خو دا وار الين کامياب او بالاخره د ماراتون اتل شو .