د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ، د پاکستان صدراعظم شوکت عزيز د می په ٢٣ نيټه په اسلام اباد کی وويل ، دده هيواد او چين ترمنځ همکاری د سيمه يزې سولی او ثبات لپاره ګټوره ده .
ښاغلی عزيز دغه څرګندونې په همدی ورځ د د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسی اړيکيو د ټينګييا د ٥٥ می کاليزې د لمانځنی په يوه غونډه کی وکړی ، هغه وويل ، د پاکستان او چين ترمنځ دوستی د ګډ سوله ايز ژوند ، يو پر بل باندی د تيری نه کولو او د ملی واکمنۍ د برابرۍ پر بنسټ ولاړه او د وخت له ازموينی څخه بريالی وتلی ده .
په همدی وخت کی ښاغلی عزيز غوښتنه وکړه چی نړيواله ټولنه بايد له ترهګرۍ سره د مبارزې ، د ذروی وسلو د خپراوی د مخنيوۍ او د سيمه ايزو لانجو اوستونزو د حل په برخو کی خپل منځی همکاری پياوړی کړی .