د سين هوااژانس د خبر له مخې : د هند د بهرنيو چارو وزارت د می په ٢٣مه نېته اعلان وکړ چې د روانې مياشتی په ٢٧مه نېټه به د بشر دوستۍ له مخې د پاکستان ٥٩تنه کب نيوونکی خوشي کړي .
د هند د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوه مطبوعاتی ابلاغيه کې وويل د پاکستان دغه کب نيوونکی د تير کال له سپتمبر څخه د سږ کال تر فبروری پوری په هندی سمندر په د نا قانونه توګه د کب نيولو په وخت کې د هندي پوليسو له خوا نيول شوی وه .
په دغه ابلاغيه کې دا هم ويل شوی چې اوس په پاکستان کې د هند پنځه سوه پنځه تنه کب نيوونکی بنديان دی . هند به د دوی د ژر تر ژره خوشي کولو لپاره پر له پسی کوښښ وکړي .