<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-24 18:41:09    
د بيجينګ د کانګ له لی په نامه لومړنی ښوونځی د کوچنيانو د سالمې ودې لپاره ښه شرايط برابروي

cri

د بيجينګ د ښوونکو د روزنی پوهنتون له خوا د پوهنې د اصلاحاتو اډې په توګه د کانګ له لی په نامه لومړنی ښوونځی د بيجينګ په منځ کې پروت دی او ختيځ ئی د تيان ان من له ډګر سره مخامخ دی . په دغه ښوونځی کې يو زره دری سوه زده کوونکی شته او په دې جمله کې څه دپاسه پنځه سوه تنه نه يوازی په ښوونځی کې زده کړه کوي بلکی د شپی هم په کې اوسيږی . په دغه ښوونځی کې هر زده کوونکی د ودې په بهير کې خوښ احساسات لری ، د زده کوونکو د پوهی د سوئی لوړتيا د دی ښوونځی بنسټيز کلتور دی او د ټولو ښوونکو دايمی لټون دی ، نو دا هم د ټولو زده کوونکو او ښوونکو د سالم پرمختګ د کوششونو هدف دی .

د کانګ له لی لومړنی ښوونځی زده کوونکو ته ډيره پاملرنه کوي او په ښوونځی کې زده کوونکو ته ښه چاپيريال برابرول د ټولو ښوونکو نظر دی . دغه ښوونځی د پيسو راغونډولو له لاری په هره ټولګی کې ټلويزيون او د هوا د کنترول ماشين او داسی نور شيان ځای پر ځای کړی او د هغو زده کوونکو لپاره يی چې شپی هم په ښوونځی کې پاتی کيږي ، د لوبو ځايونه برابر کړی دي .

هغه نظريه چې هر څوک ډير مهم دی ، د زده کوونکو لپاره يو ديموکراتيک او سالم کلتوری چاپيريال برابروي چې د زده کوونکو د هنری کيفيت او کلتوری سويی د لوړتيا لپاره ستر رول لوبوي . په دې هکله د دغه ښوونځی په بيلا بيلو ټولګيو کې

ځانګړی کتابونه برابر شوی چې زده کوونکی له دغو کتابونو څخه د پوهې د کچی په

لوړولو کې ګټه اخيستلای شي او زده کوونکی د کتابونو له لوستلو وروسته خپل احساسات تبادله کولای شي . د دې ښوونځی ښوونکی او زده کوونکی په ټولګيو او دفترونو کې هر وخت له انترنيت څخه استفاده کولای شي او د هره چارشنبه څلويښت دقيقی په ځانګړی توګه د انترنيت د استعمالولو لپاره ځانګړی شوي چې د هر ټولګی زده کوونکی په همدې وخت کې د ښوونځی انترنيت لولی او د ځينو مسئلو په هکله د نظريو تبادله کوي . په ښوونځی کې يوه تاريخی او کلتوری لاره هم شته چې د دواړو خواوو پر ديوالونو باندی د ډرامو او د چينی او بهرنيو سندرغاړو عکسونه ، د چين په تاريخ کې د نامتو خطاطانو تصويرونه او د بهرنيو هېوادونو د نقاشانو اثارونه ځوړند شوی .

سر بيره پر دې د ښوونځی د درسی کتابونو سره سم ښوونکي تل له زده کوونکو سره يو ځای د انقلاب ، تاريخ ، کلتور او هنر ، د طبيعت او ساينس په هکله له موزيمونو څخه ليدنه کتنه کوي او په تياترونو کې د ډرامو او نندارو ليدنه کوي . دغه فعاليتونه زده کوونکو ته د هنر او کلتور د زده کړو په برخه کې لازمې زمينې برابروي .

د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک په سپورتی لوبو کې د رول لوبولو په هکله د زده کوونکو د مثبتی نظريې د روزنې لپاره دغه ښوونځی د اولمپيک سپورتی لوبو په باب د روزنې پلان جوړ کړی دی . په ٢٠٠٦ کال به د ټولنيز اديب ، په ٢٠٠٧ کال به د نړېوال ادب او په ٢٠٠٨ کال کې به په سپورت کې د هر اړخيز ادب روزنې تر سره شي . دغه ښوونځی به د ښوونځی د انترنيت ، د بيلا بيلو ټولګيو د انترنيت پاڼو ، د ښوونځی د راډيو او

د ښوونځی د ورځپاڼی له لاری زده کوونکو ته د اولمپيک سپورتی لوبو په اړه

معلومات ورکړي .

د کانګ له لی په لومړنی ښوونځی کې به هر زده کوونکی تکړه وي او د دوی په زړو نوکې به د ښکلی کوچينوالي ښه يادونه پاتی شي .