<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-24 19:44:00    
له نورو سره مرسته خوښونکي ميرمن لي سي ار

cri

د چين د شينجيانګ د ويغوري قوم د خودمختارې سيمې د مرکز وروموچي ښار په شمال ختيځې خوا د بي شيان په نوم په يوه اوسيدونکي سيمه کې دخان قوم او نورو قومونو څه د پاسه دري زره اوسيدونکي اوسيږي ٠ په دي سيمه کې شپيته کلنه ميرمن لي سي ار د زياتو اوسيدونکو احترام او مينه حاصله کړي ده ٠ له دي امله چه ميرمن لي تل له نورو سره مرسته کوي ، نو په دي سيمه کې يا د خان قوم يا د نورو قومونو اوسيدونکي ټول هغې ته ترور لي وايي ٠

ميرمن لي سي ار د تقاعد نه وروسته د ١٩٩٩ کال په سپتمبر کې د بي شيان د اوسيدونکي سيمې د اوسيدونکې کميټې د غړي په توګه په کار پيل وکړ او تر اوسه پوري يي اوه کاله کار کړي دي ٠ په دي سيمه کې هغې په عمده توګه د اوسيدونکو د زيږيدنې د لارښوونو او د روغتيا د ساتنې دنده په غاړه لري ٠ پرته د خپلو کارونو نه ، هغې تر خپلې وسي پوري د دغې سيمې د اوسيدونکو په تيره بيا د نورو قومونو هغو خلکو ته چه کورني ژوند يي ډيرې ستونزې لري ، مرستې هم ورکړي او کوي يي ٠ د ويغوري قوم اوسيدونکي ميرمن ريشالايتي چه د کورني اقتصاد ډيرې ستوزې لري ، تل نورو ته وايي چه د ترور لي د مرستې نه پرته زه نه پوهيږم چه زما ژوند اوس څرنګه دي ٠ ځکه د ميرمن ريشالايتي خاوند د ناروغۍ له امله د اوږدي مودې له پاره پر کټ باندې شپې ورځې تيروي او کار هم نه شي کولي ٠ بر سيره پر دي څلور اولادونه يي هم کار نه لري ، نو د کورني ژوند يي ډيرې ستونزې لري ٠ کله چه ميرمن لي سي ار ته د دوي د ژوند حالت معلوم شو ، نو تل د دوي کور ته ورځي او دوي ته مرستې برابروي ٠ ميرمن ريشايتي وويل که د هغې مرستې نه واي ، په هغه وخت کې زه هم نه پوهيدم چه ژوند به مي څنګه و ٠ ميرمن لي زما ژوند او زما د خاوند صحت ته ډيره پاملرنه کوي او مونږ ته يي ډيرې مرستې برابرې کړي دي ٠ ميرمن لي سي ار وويل د خان قوم او د نورو قومونو خلک ټول يو شان دي ٠ خو له دي امله چه د ځينو قومونو د اوسيدونکو اولادونه زيات او په کار د ګمارلو ستونزې لري ، نو ژوند يي ډير مشکل دي ٠ مونږ بايد له دوي سره مرسته وکړو ترڅو د دوي په ژوند کې ښه والي رامنځته شي ٠ زما په أند نورو ته پاملرنه کول هم ځانګړي خوشحالې رامنځته کوي ٠ ميرمن لي سي ار مياشتنې عايدات يوازي له يو زر يوانو نه لږ څه زيات دي ، خو که ستونزې لرونکي اوسيدونکي اړتيا لري ، هغې به هرومرو خپلې پيسې هغوي ته ورکړي ٠ ميرمن لي سي ار وويل زه په معمولي وخت کې دکانونو ته نه ځم ، زه غواړم چه پيسې وسپموم او ذخيره کړم څو چه په حساس وخت کې هغه ستونزې لرونکو او مرستې غوښتونکو کسانو ته ورکړم ٠ د ويغوري قوم اوسيدونکي ميرمن ريبياخان يو معيوبه ښځه ده ، له دي امله چه د پورونو د ادا کولو له پاره د اوسيدو کوټه يي دګرو په توګه ورکړ شوي دي ٠ نو د اوسيدو ځاي هم نه لري ٠ وروسته د ميرمن لي سي ار په مرسته د دوي کور بيا جوړ شوي دي ٠ هغې وويل ترور لي لکه زما سکه مشرې خور په شان ده ٠ هغه تل زمونږ د کتلو له پاره زما کور ته راځي ٠ هر کله چه کومه ستونزي و لرو ، غواړو چه ور ته خبر ورکړو ٠ که هغه يو څه وخت زما کور ته رانشي ، مونږ هغې ډيره يادوو ٠ ميرمن داي ګوي لان چه پخوا له ميرمن لي سي ار سره يي يوځاي کار کاوه او څه د پاسه شل کلونه راهيسي ور سره اشنا شوي ، وويل د نورو سره د مرسته کولو په هکله د ميرمن لي سي ار ډيرو کارونه پرما ژوره اغيزه کړې ده ٠ زما په فکر ميرمن لي سي ار تل بوخته ده ٠

د ٢٠٠٥ کال په مي کې ميرمن لي سي ار د هيواد د قومي يووالي د پرمخبيولو د بيلګي په توګه نومول شوي ده ٠ ميرمن لي سي ار وويل چه هغه به نور هم په خپلو کوششونو سره او تر خپلې وسې پوري له ستونزو لرونکو کسانو سره مرسته وکړي ٠