<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-24 19:51:13    
د چين او برازيل مصنوعی سپوږمکۍ په پراخو ساحو کې کارول شويده

cri

د ځمکنيو سرچينو د پلټنې لپاره مصنوعي سپوږمکۍ چه د چين او برازيل لخوا په ګډه جوړه او توغول شوې ، اوس د دواړو هيوادونو د سرچينو د پلټنې ، استخراج ، استفادې او ادارې په ساحو کې معلوماتي خدمتونه تر سره کوي .

دغه مصنوعي سپوږمکۍ تر ځمکو لاندي کاني سرچينې موندلی شي او د ځنګلونو ، سمندرونو او هوا د پلټنې او د ډول ډول سختو طبيعي ناورينونو د وړاندوينه کولی شي . د تيرې پيړۍ له نهمې لسيزې څخه چين له برازيل سره يو ځاي ددې مصنوعي سپوږمکۍ په څيړنې او جوړونې پيل وکړ او په نولس سوه نهه نويم کال کې يي دا ډوله لومړني سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله او څلور کاله وروسته يي د لومړني سپوږمکۍ په ځاي دوهمه سپوږمکۍ وويشتله . اوس دغه سپوږمکۍ په فضا کې په عادي توګه ګرزي راګرزي . په چين کې د برازيل مختار وزير ښاغلي مونترو وويل د خپل منځي همکارۍ له لارې برازيل او چين په دې هکله لوړه تکنولوژي خپله کړه او د چاپيريال او ناورينونو د پلټنې توان يي پياوړی کړی او دغه سپوږمکۍ د دواړو هيوادونو د أبادی او پرمختګ په بهير کې د اړتياوړ ساينسي معلومات پوره کړيدي .

د معلوماتو له مخې ددغې سپوږمکۍ له خوا برابر شوي معلومات د چين د کرنې ، ځنګلونو ساتنې او اوبو لګولو په چارو کې کارول شوي او څرګندې ګټې تر لاسه شويدي . د چين د شان شي ولايت د ليرې احساس تکنولوژۍ د مرکز مشر لي وين کو په وينا له وروستيو شپږو کلونو راهيسې د نوموړې سپوږمکۍ لخوا برابر شوي معلومات يي د خپل ولايت په کرنيزو چارو کې استعمال کړيدي . هغه وويل د دغو معلوماتو د کارولو ښيګڼې دا دي __ لومړی د نورو هيوادونو له مصنوعي سپوږمکيو څخه د معلوماتو اخيستلو په پرتله د خپلې سپوږمکۍ د کارولو بيه ټيټه ده ، دوهمه مونږ په سم توګه او په خپل وخت اړوند معلومات تر لاسه کولی شو ، دريمه ښيګڼه يي دا ده چه په لوړه فضا کې د تشخيص ميزان د کرنيزو چارو اړتياوې پوره کولی شی.

برسيره پردې چين له دې مصنوعي سپوږمکۍ څخه د لاس ته راوړل شويو معلوماتو سره سم د اوبو ، ځمکو او سرچينو د نړيوالې پلټنې په پروګرامونو کې برخه واخيستله . څو کاله دمخه د م م د أسيا او ارام سمندر سيمې اقتصادي او ټولنيزې شورا په وچو او نيمه وچو هيوادونو کې به د اوبو ، ځمکو او سرچينو د عمومي پلټنې پلان طرح کړی چه په دغو سيمو کې د وچکاليو په ضد د دغو هيوادونو توان لوړ شي . د چين د علومو اکاډمۍ په اړه د ليرې احساس تکنولوژۍ د کارولو انستيټوټ پروفيسر وانګ چان پن چه په دغه پلان کې يي ګډون کړی ، وويل د چين کارپوهانو د ديموکراتيکې کوريا ، مغولستان ، قزاقستان ، ازبکستان او پاکستان له کارپوهانو سره يو ځاي د تجربوي سيمې په توګه د يوې وچې سيمې په يو لړ څيړنو کې د چين او برازيل د مصنوعي سپوږمکۍ لخوا برابر شوي معلومات کارولي دي چه تر لاسه شوي برياليتبونه يي د ګډون کوونکو هيوادونو د کارپوهانو لخوا وستايل او وپيژندل شول .

د کرنې او ځنګل ساتنې د چارو نه پرته دغه سپوږمکۍ د ناورينونو د څارنې او د ښاري أبادۍ په ساحه کې هم ښه رول لوبولی دی . د بيلګې په توګه په دوه زره څلورم کال د جون په مياشت کې د چين او هند په ګډو پولو کې د يوه سيند په پاسنې برخه کې د ځمکو د ښوييدو مصيبت رامنځته شو ، خو مخکې له دې نه چين په خپل وخت د دغې سپوږمکۍ له خوا د برابر شويو معلوماتو سره سم د دې پيښې په اړه وړاندوينه کړې وه . دغه راز د تير کال د سونامي په هکله يي تحليل او څيړنه وکړه چه تر لاسه شوي برياليتوبونه يي سونامي ځپلو هيوادونو او سيمو ته برابر کړيدي . د چين د مصنوعي سپوږمکۍ د کارولو مرکز مشر ګوه جين نين وويل له تير اپريل څخه ددې سپوږمکۍ لخوا تر لاسه شوي اړونده معلومات په وړيا ډول د هيواد بيلا بيلو څانګو او ماليزيا ، ويتنام او ايران ته برابرشوي دي . هغه وويل نور هيوادونه هم غواړي چه د دغې سپوږمکۍ لخوا له اخيستل شويو معلوماتو څخه ګټې واخلي . د لومړني پلان له مخې به سږ کال استراليا ، کاناډا او ناروي ته د دغو معلوماتو د برابرولو ازموينه ترسره شي . لنډه دا چه د نوموړي سپوږمکۍ د کارولو ساحې به نورې هم پراخې شي