<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-25 18:18:46    
د پسه سر ځوړند دی ، خو د سپي غوښې خرڅيږي

cri

وايي چه د ( چي ) ملک د پاچا يوه عجيبه علاقه وه چه په شاهي ماڼۍ کي يي له خدمتګارو نجونو څخه وغوښتل چه د نارينه وو جامې واغوندي څو چه دده سره يو ځاي لوبي وکړي . خو دده د اټکل نه وتلي خبره دا وه چه کله دغه خبر هيوادوالو ته خپور شو ، د خلکو په منځ کي يو فيشن وګرزيده . ورپسې په ټول هيواد کي ښځو د نارينه وو جامې واغوستې ، نو په نتيجه کې د ښځو او سړو ترمنځ هيڅ توپير نه ليدل کيده ، دا غير عادي پديده وه ، په نسبت پاچا ډير په قهر شو او سمدستي يي يو ځانګړي حکم هيوادوالو ته صادر کړ چه کهښځه د سړي کاله واغوندي ، کالي به څيري او د لاس بند به يي مات شي . د پاچا په اند ګواکي ددي سخت تدبير په نيولو سره د هغې پديدې مخه ونيوله شي چه ښځې د نارينه وو جامې اغوندي . مګر نتيجه بل ډوله شوه . که څه هم د ځينو ښځو جامي څيري شوي او بندونه يي مات شول ، خو لا هم ډيرو ښځو د نارينه وو جامې اغوستې . يوه ورځ پاچا له وزير ( ياين ځه ) پوښتنه وکړه چه حکم مي صادر کړيدی ، خو ولې ډيرې ښځې لا هم د نارينه وو جامې اغوندي ؟ ياين ځه ځواب ورکړ چه تاسي په شاهي ماڼۍ کي خدمتګارو نجونو ته اجازه ورکوي چه د نارينه وو جامې واغوندي ، خو ملکي ښځو ته غير مجاز دي چه د نارينه وو جامي واغوندي ، لکه څنګه چه د مغادزې په بهر کي د غوا سر ځوړند دی ،خو په دننه کې يي د أس غوښې خرڅيږي . خلک به څنګه ستاسو د امر مراعات وکړي ؟ تاسي ولې لومړي په شاهي ماڼۍ کې دغه حکم نه تطبيقوي ، که داسي وي ، نو ملکي ښځې به طبيعا ستاسو د حکم څخه سر و نه غړوي . کيسه يي دا ده ، خو د يوه متل په توګه عموما داسي ويل کيږي چه د پسه سر ځوړند دی ، خو د سپي غوښې خرڅيږي ، دغه متل د جعلي شيانو په واسطه د نورو غولولو مفهوم لری يا کوم تجارتي مال د کيفيت له نظره د خپل نامه سره سم نه وي او يا د ښکلي نوم څخه په ناوړې استفادې سره بد کار کوي . ددي متل سره يو بل مشابه متل هم شته چه وايي ډبره د قيمتي ډبرې په توګه خرڅيږي .