<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-25 18:30:15    
د چين د لوی ديوال په باب څه معلومات

cri

قدرنو اوريدونکو ، لوی ديوال چې د چينايانو له خوا د خپل ملت د وياړ په توګه بلل کيږي ، د بشريت په تاريخ کې له ډيرو لويو او سترو پروژو څخه دی . لوی ديوال د چين په شمال کې پروت دی او د نړيوال کلتوری ميراث او ځانګړی طبيعی منظره لرونکی ځای په نامه ياديږي . ګرانو اوريدونکو ، چين ته د سفر په دې لړ کې به تاسو ته د چين د لوی ديوال په هکله څه معلومات درکړو .

لوی ديوال شاو خوا دوه زره کاله د مخه د يو ډول دفاعی ودانۍ په توګه جوړ شوی و او د جوړولو موده يی ډيره اوږده وه . له ميلاد د مخه په دوه سوه يوويشتم کال کې د چين په تاريخی ټولنه کې د لومړنی واحد هېواد يا د چينګ امپراطوری سلسلې له رامنځته کولو وروسته د بيلا بيلو ځايونو لوی ديوالونه په ګډه سره وتړل شول او د چين د هان د امپراطوری په دوره يا د ميلاد څخه وړاندې تر ٢٠٦ کاله پوری د لوي ديوال اوږدوالی لسو زرو کيلومترو ته ورسيد . د ډيرو کلونو د تيريدو سره سره په مختلفو دورو کې د جوړو شويو لويو ديوالونو زياتی برخی خرابې شوې ، تر اوسه پوری ښه ساتل شوی لوی ديوال د اوه سوو کلونو د مخه د مينګ امپراطوری قه دورر قوﻻې تړاو لری .

دومره ستر لوی ديوال د چا له خوا جوړ شوی دی ؟ د چين د لوی ديوال د څيړنی او ساتنی چارو د ټولنې سرمنشی دونګ ياو خوی وويل د لوي ديوال جوړونکی په دريو برخو ويشل شوی وو چې يوه برخه يی سرتيری و ، څرنګه چې لوی ديوال له هېواد څخه د دفاع لپاره جوړ شوی ، نو ځکه پوځيانو د لوی ديوال د جوړولو په کار کې لوی رول لوبولی و . نورې دوې برخې راغونډ شوی ملکی وګړی او مجرمين و .

که څه هم په اوسنی زمانه کې له هېواد څخه د لوي ديوال له هېواد څخه د دفاع رول له منځه تللی ، خو هغه د مشهور تاريخی ځاي په توګه راپاتی شوی او هر کال په لس ګونو مليونو چينی او بهرنی سيلانيان ځانته راجلبوي .

اوسنی لوی ديوال د چين د ختيځ له شان های ګوان ښار څخه د لويديځ تر جيا يو ګوان ښار پوری غزيږی او په بيجينګ کې پروت ديوال تر ټولو ستر او ټينګ دي ، څرنګه چې دغې لړې د لرغونی چين د پلازمينی بيجينګ د ساتنې رول لوبولی و . د بيجينګ په شاو خوا کې د با دا لينګ ، مو تيان يو او سی ما تای په سيمو کې پراته لوي ديوالونه په نامتو منظره لرونکو ځايونو بدل شوی دي .

٢٢ کلنی فرانسوی نجلۍ هيلينا دارک (Helena Darcq) د با دا لينګ لوی ديوال ته څو څو ځله سفر کړی دی . هغی وويل زه له لوی ديوال څخه خپله لومړنی ليدنه هيڅکله نه هيروم . هغې وويل لوی ديوال ته زما لومړنی سفر نه هيريدونکی و ، لوی دېوال د غرونو پر سرونو باندی غزيدلی او مونږ د لوی ديوال پر زينو باندې د دېوال لوړ ځای ته ورسيدو ، چې هلته ډيرې ښکلې منظرې تر سترګو کيږي .

ګرانو دوستانو ، لوي ديوال نه يوازی يوه ستره ودانۍ ده ، بلکی په تيرو دوو زرو کلونو کې يی د چين د ټولنيزو بدلونونو تاريخ ثابت کړی دی . . له تايوان څخه راغلی يو سيلانی ښاغلی لای باو جيا وويل هر ځل لوی ديوال ته ځی او د يوه چينايی په توګه ورته وياړمن احساست رامنځته کېږي . هغه وويل لوی ديوال د ملی روحيې او د چينايانو د پوهې استازيتوب کوی . دومره ډېره پخوانۍ ودانۍ اوس لا هم په چين کې ښه ساتل شوی ده ، مونږ ډير پرې وياړ و .

ګرانو اوريدونکو ، په چين کې داسی يو متل شته چې که څوک لوی ديوال ته نه خيژی ، نو اتل ندی . لوی ديوال نه يوازی د چين عنعنوی اثر دی ، بلکی د نړۍ ارزښتناک کلتوری ميراث هم دی . که تاسو ته فرصت راپيدا شئ ، نو حتمأ د لوی ديوال د سيل لپاره چين ته راشي !