<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-26 16:51:22    
په امريکا کې چينايی تابعيت لرونکی فلمی ستورې لو يان

cri

٧٩ کلنه لو يان په امريکا کې يوه مشهوره فلمی ستورې او د اوسکار جايزې په انتخابی کمېټه کې يوازنی چينايی ښځه ده.

لو يان په بېجينګ کې زېږدلې او په ١٩٤٧ کال کې يې د امريکې هونولولو ته کډه وکړه. په ١٩٥٦ کال کې مېرمن لو يان د کاليفورنيا ايالت د ډرامې په يوه پوهنځی کې شامله شوه .د فراغت په وخت کې يې د اګست د چای خونې په نامه په يوه ډرامه کې برياليتوب تر لاسه کړ او د رول لوبولو په برخه کې يې هنری استعداد د نندارچيانو له خوا ومنل شو.ورپسی مېرمن لو يان هوليوود ته هنری لار ومونده. په پرله پسی توګه يې د فرانک بورزاج او مارلون براندو په ګډون د اوسکار جايزو له يو لړ ګټونکو سره همکاري وکړه.په خپل غوره استعداد سره لو يان په حوليوود کې په يوه مشهوره فلمی ستورې بدله شوی شوه.

د لو يان د زلميتوب په موده کې بهرنيو هېوادونو ته د چين دروازه نه وه پرانيستل. دی وويل:

د زلميتوب په مهال مې په فلمونو کې د رول لوبولو ډير فرصتونه نه درلودل.ځکه .٤٠ يا ٥٠ کلونه مخکی د امريکې خلکو د چين او چينی کلتور په اړه ښه معلومات نه وو.تر لاسه کړی.يو وخت چې د چين په اړه يوه فلمی کيسه درلوده او دايرکټرانو ته مې يې په اړه وړانديزونه وکړل، خو د دغو وړانديزونو له اورېدلو وروسته هم دايرکټرانو لا په خپلو نيتونوباندی ټيګار وکاوه.

کله چې په ١٩٨٦ کال کې لو يان د وروستی امپراتور په نامه فلم کې د ملکې رول

ولوباوه، د ايټاليې دايرکټر بېرناردو بېرتولوسی ته يې هم ډير ګټور وړانديزونه وکړل

چې په پايله کې دغه فلم د اسکار د ١٩٨٧ کال د تر ټولو ښه فلم په توګه وټاکل شو.

په ٣٥ کلونو کې لو يان د امريکا، چين او ليری ختيځ په ګډون په بېلا بېلو سيمو کې په ٢٠٠ فلمونو او ډرامو کې رولونه لوبولی او په لس ګونو جايزې يې تر لاسه کړی دي.

مېرمن لو يان وويل خوشحاله يم چې زما کارونه د ګڼ شمېر نندارچيانو له خوا منل شوی دی.زه بختوره هم يمه چې ډيروملګرو له ما سره مرسته کړی او کوی يې.

له ډيرو کلونو راهيسی لو يان د چين او امريکې ترمنځ د کلتوری راکړې ورکړې د زياتوالی او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د پوهاوی د پياوړتيا لپاره ډير ګټور کارونه کړی چې له خپل وس سره سم يې د دواړو هېوادونو د ښو فلمونو او عنعنوی ډرامو له لارې نندارچيانو ته معلومات ورکړی دی. د ميکي موږک او دونالد هيلۍ په نامه د امريکې کارټونی فلم د دی له خوا چينی ژبې ته ژباړل شوی او له خپرېدو وروسته يې د ماشومانو زياته مينه او علاقه جذب کړې ده.په چين کې د ځانګ ځي يي او ګونګ لي په ګډون يو شمېر ډاير اکټران د لو يان د سپارښتې له لارې امريکې ته لاړل او هلته د خلکو له خوا ومنل شول.

دی وويل زه اوس هيله لرم چې د چين د کلتور په اړه لوېديځو هېوادونو ته معلومات ورکړم. امريکايی دايرکټران کولای شی بيا بيا په چين کې فلمونه جوړ کړي. نوچينايان به له دوی څخه زده کړه وکړی او په همدی وخت کې به د خپل هېواد کلتور شتمن کړي.

مېرمن لو يان په چين کې د بېجينګ اوپيرا له مشهور هنرمند مې لان فانګ څخه زده کړه وکړه .امريکا ته د چينی عنعنوی اوپيرا د ورپېژندلو لپاره يې د بېجينګ اوپيرا

کيسې انګليسی ته وژباړله.

مېرمن لو يان په اوږده موده کې په هغه داسی يو چاپيريال کې اوسېدلی چې ختيځ او لوېديځ کلتورونه سره يو ځای موجود دی.خو هغه هيڅکله دا نده هيره کړې چې خپل ځان يو چينايی ده او دچين دودونه،کلتور او درذښت به په دايمی توګه له دی سره تړاو ولري.