<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-26 16:54:05    
د تايوان سندرغاړی جو جی لون

cri

د تايوان سندرغاړی جو جی لون په اوسنۍ نړۍ کې د مروجی چينی موسيقی تر ټولو مشهور هنرمند دی او زيات مينه والان لری. په وروستيو کلونو کی په ځينو فلمونو کی هم لوبېدلی دی. تېر کال جو جی لون د موټرو د سيالۍ په اړه د پيلامه په نامه په يو فلم کی برخه درلوده او اوس هغه د ډايرکټر جانګ يی مو په يو نوی فلم کی هم د يو رول لوبونه په غاړه اخيستې ده . ( سندره )

دا د جو جی لون لخوا ويل شوی يوه ډېره مروجه سندره ده چې نوم يی اسانه مينه دی. په ٢٠٠٠ کال کی د جې په نامه د سندرو يو ځانګړی کسټ په جوړولو سره شل کلن جو جی لون د مروجې موسيقی په نړۍ کې شهرت وموند. د ده وتلی هنری توان د زياتو مينه والو د راجلبولو سبب دی او په هغه وخت کی د جو جی لون د موسيقۍ سبک د اروپايی او امريکايی هېوادونو د موسيقۍ له سبک سره سمون درلود او د چينی ژبی مروجی موسيقۍ ته يی نوې بڼه ورکړه چې له امله يی جو جی لون ژر پراخ شهرت تر لاسه کړ.

ډېر ځوانان د جو جی لون له موسيقۍ سره مينه لري او د ده سندری کله کله پر راډيو او ټلويزيون هم اورېدل کيږی. د جو جی لون سندرې رنګارنګ بڼې لری. د ٢٠٠٣ کال په دوبی کی د يی هوی می په نامه د جو جی لون د موسيقی په نوې ټولګه کی يوه سندره چې نوم يې د پلار په عنوان دی ، د ايتاليی د موسيقی بڼه لري. جو جی لون په خپلو سندرو کی د چينی موسيقی الات هم استعمالوی. په دې اړه هغه وويل---

زما موسيقی زيات ډولونه لری. د بهرنيانو لپاره په سندرو کی چينی دودونه او ځانګړتيا د دوی د پاملرنې وړ ده.اوس هنرمندان غواړی چې په مروجې موسيقی کی د چينی موسيقی الې وکاروي. په راډيو او ټلويزون کی داسی ډول زياته موسيقی اورېدل کيږی او دغه کار د چينی کلتور د خپرېدو لپاره ګټور دی.

د موسيقی په ساحه کی د ډېرو برياليتوبونو له تر لاسه کولو وروسته، د نورو سندرغاړيو په شان جو جی لون هم په فلمونو کی د ګډون لپاره کوشش وکړ. تېر کال د پيلامه په نامه فلم چې جو جی لون پکی برخه درلوده، وستايل شو. له دغه برياليتوب وروسته، جو جی لون په چين کی تر ټولو مشهور ډايرکټر جانګ يی مو په نوی فلم کی هم ګډون کوی .په دغه فلم کې د چين تر ټولو زياته پانګونه شوی چې عمومی اندازه يی دری سوه شپېته مليونه يوانو ته رسيږی او يوه کلاسيکه کيسه پکې انځور شوی ده. په دغه فلم کی د خپل رول په اړه جو جی لون خبريال ته وويل ---

زه په دې نظر يم چې زما رول زياته ځانګړتيا لری او زه ور سره ډېره مينه لرم او هيله من يم چې دغه دنده په ښه توګه تر سره کړم. دغه ځل د تير په پرتله د لا زيات فشار احساس کوم، خو دا زما لپاره ښه دی او زه به زيار وباسم.

د دغه فلم د جوړولو په بهير کی د جو جی لون د فعاليت په اړه ډايرکټر جانګ يی مو خبريال ته وويل په فلم کی د جو جی لون د احساساتو ښکارونه زما له اټکل څخه وتلی ده. هغه د خپلو کارونو د ښه تر سره کولو لپاره ډېر کوشش کوی. مونږ ټول دغه فلم ته سترګی په لار يو.