<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-26 17:10:07    
احمد ابوزيد غواړي چې لاهم په چين كې پاتې شي:

cri

ګرانو اوريدونكو نيكې هيلې او سلامونه،بهرنيان په چين كې هغه برخه ده چې هرې دوه اونى وروسته د جمعې په ماښام خپريږي،او دادى نن يو ځل بيا ددغې برخې د خپريدو وار رارسيدلى،د خپرونې خبريال خوشحال تايب پدې اړوند په چين كې له يو تن بهرني اوسيدونكي سره مركه كړې او پر بنسټ يې يو راپور برابر كړى چې همدا اوس خپريدوته چمتو دى:

درنو اوريدونكو اسلام عليكم ،هيله ده چې د ژوند له ټولو خوښيو څخه برخمن اوسۍ،عزتمندو اوريدونكو نن بيا هم بهرنيان په چين كې د برخې د خپريدو وار رارسيدلى او نن مو په چين كې له يوه تن ميشت ،مصري اوسېدونكي سره خبرې اترې كړي، نوموړى احمد ابوزيد نوميږي چې شاوخوا ديرش كاله يې د مصر په راډيو كې دنده تر سره كړې،او د نوموړې راډيو د تكړه او مشهورو ويندويانو څخه يو وه،وروسته يې د جنوبي كوريا په راډيو كې د پنځو كلونو لپاره دنده ترسره كړه،او د څه پاسه يو كال راپديخوا په بيجينګ كې د چين په نړيواله راډيو كې د عربي څانګې په خپرندويه برخه كې په دنده بوخت دى، احمد ابوزيد وايي چې د ژوند په دغه موده كې يې په چين كې ډيرې تجربې ترلاسه كړيدي،كله مې چې له نوموړي څخه په چين كې دده د ژوند او د چيني خلكو اوددغه هيواد په اړه پوښتنه وكړه نو په خندا سره يې وويل چې نشي كولاى پدې اړوند په لنډه توګه څه ووايي،ځكه دا هيواد ډير پراخ او د ګڼ شيمر وګړو او بيلابيلو دودونو درلودونكى دى:

((زه نشم كولاي چې د چين په اړه په عمومي توګه څه ووايم ځكه چين يو هيواد نه بلكه يو براعظم دى،خو زه به يواځې د بيجينګ په اړه به په لنډه توګه يو څه ووايم بيجينګ يو ډير ښكلى او د ليدو وړ ښار دى،مخكې ما د بيجينګ په اړه ډير څه اوريدلي وه،خو كله مې چې له نږدې څخه وليدل هر څه ډير ښه او په زړه پورې دي، سړكونه ډير پاك،هرې خواته ښكلې شنې ونې او بيلابيل پاركونه او د سيل ځايونه ليدل كيږي،او تر څنګ يې چينايي ډير مهربانه خلك هم شته.لنډه دا هغه څه چې ما د چين په اړه اوريدلي وه لا هم لږ وه،او زما ورسره ډيره مينه ده.))

دى زياتوي:

((بيجينګ زما قلبآ خوښ دى،ځكه ما دلته ډير څه ترلاسه كړي،په ډيره زړه وړونكې او جالبه توګه.))

مصر هم د چين په شان د ليدو وړ ډير زيات ځايونه لري،د بيلګې په ډول دهب،غردقه شرم الشيخ،اسوان،او داسې نور، دغه راز په مصر كې د نړي له څو لويو عجايبو څخه يو شته ، چې هغه ته د مصر دري ګوني اهرام يعنې خوفا،خفره او منقره وايي ، چې د چين په شان هلته هم هر كال په زرګونو تنه د سيلانۍ لپاره ورځي،ښاغلى احمد وايي چين هم د شاوخوا پنځه زره كلن اوږده تاريخ په درلودلو سره ډيرد ليدو وړ ځايونه لري،چې په لنډه توګه د ځينو مشهورو ځايونو څخه داسې يادونه كوي:

((شاهي ماڼۍ ،د چين لوى ديوال،او نور گڼ ځايونه ،خو بايد ووايم چې تر اوسه زه د چين د لوى ديوال په ليدلو نه يم بريالى شوى،او هيله لرم چې په راتلونكو شاوخوا دوه مياشتو كې له لوى ديوال څخه ليدنه وكړم،ځكه په دې موده كې به زما كورنۍ هم بيجينګ ته راشي.))

ښاغلى احمد ابوزيد وايي كله يې چې په كوريا كې دنده ترسره كوله نو كورنۍ به يې هر كال دده ليدو ته ورتله،همدا شان تير كال كله چې په بيجينګ كې په دنده بوخت وو،نو ميرمن او دوه لوڼې يې ددريو مياشتو لپاره ورسره يو ځاي اوسيدل،چې په په پلازمينه بيجينګ كې يې له ډيرو په زړه پورې ځايونو څخه ليدنه وكړه،خو نورو ښارونو او يا هم ولايتونو ته په تګ نه وو بريالي شوي،او وايي كه خداي كول په روان كال كې به له خپلې كورنۍ سره يو ځاي نور ډير ځايونه وګوري،ځكه چې د هغوي چين ډير خوښ شوى دى:

((تير كال ما هغوي ته وويل چې زه به په همدې كال كې خپله اوسنۍ دنده پاي ته ورسوم،چې دوى په ځواب كې راته وويل نه نه ، لطفآ يو كال نور هم دلته پاتې شه،ځكه موږ غواړو چې يو ځل بيا هم له چين څخه ليدنه وكړو، ځكه دا ډير ښكلى هيواد دي ،نو زه اوس خپلې كورنۍ ته سترګې په لاره يم،او همدا شان په راتلونكي كې هم د بيلابيلو ځايونو د ليدلو دا شان يوه هيله لرم:

((زه هيله لرم كه خداى راسره مرسته وكړي،نو يو وخت لږ تر لږه دچين له دوه دريو ښارونو څخه ليدنه وكړم،)).

درنو اوريدونكو تاسو په بيجينګ كې له يو تن مصري اوسيدونكي سره د مركې پر بنسټ جوړ شوى راپور واوريده، هيله ده چې ددې برخې په اړوند خپلې سالمې نظريې ،وړانديزونه او نيوكې له موږ سره شريكې كړۍ،موږ تل ستاسو د نظرونو لاره څارو.تر بله مو په پاك او مهربانه خداي سپارم.