د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د داون ورځپاڼی د مې د اوه ويشتمه نېټی د خبر له مخې، د پاکستان په جنوب لوېديځ د بلوجستان ولايت د سوی په ښارګوټی کی د مې په شپږويشتمه نېټه د شپې مهال د طبيعی ګازو په نل ليکه کې د چاودنې دوه پيښې وشوی چې له امله يی د دغه ولايت او د پنجاب ولايت تر منځ سيمه کی د طبيعی ګازو ليږدونه درېدلې ده.
د معلوماتو له مخی، د دغو چاودنو لامل نل ليکی ته نژدی د يو بم چاودنه وه او دواړه چاودنې يو په بل پسې وشوې. له نيکمرغه په دغو دوو چاودنو کی هېڅ ځانی زيان نه دی رامنځته شوی.