<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-27 20:30:05    
د سوداګريزو نښو غوره کولو له لاری د چين د نان تونګ ښار پرمختګ کړی دی

cri

د چين د جيانګ سو ولايت د نان تونګ ښار په هه هه ښار ګوټی کې د برابرو شويو تورو بانجانونو او شنو مرچو په شمول سابه د هه هه په نامه نښې له غوره کولو وروسته د کوريا په جمهورت او جاپان کې ښه بازار لري .د دغه ښار د داشينګ ښارګوټی غوره ناک چېد هرکيلوګرام بيه يی له يو يون څخه کمه ده ، د دونګ جيانګ له په نامه نښې له ثبتولو وروسته د بيجينګ او شانګهای په شمول په يو شمېر ښارونو کې هم ښه بازار لري اود هر کيلو ګرام بيه يی له ١٢ يوانو څخه تر ١٦ يوانو رسيږي چی له امله يی له هر هکتار مځکو څخه د سميه ايز بزګرانو عايدات د پخوا په نسبت پنځلس زر يوانه زيات شوی دی .

د جيانګ سو ولايت د نان تونګ ښار په وروستيو کلونو کې غوره او ځانګړيو محصولاتو ته نښې غوره کړی دي او د سوداګريزو نښو د اغيزو له امله يی د محصولاتو ارزښت زيات شوی دی .

د نان تونګ ښار په کرهڼيزو چارو کې يو لوی ښار دی .پخوا د نښو غوره کولو د مفکورې د کمښت له امله يی ډېرو ځانګړو محصولاتو زيات اقتصادی ارزښت نه درلود .د دغه حالت په وړاندی دغه ښار د کرهڼيزو محصولاتو د نښو غوره کولو د تګلارې د پلی کولو له لاری د بزګرانو عايدات زيات کړي دي .له تيرکال راهيسی د نان تونګ ښار د ژو ګاو ښار له بزګرانو سره د مرستې لپاره په بيلا بيلو ساحو کې د سوداګريزو نښو په اړه د معلوماتو ځانګړی روزنه تر سره کړه چې د بيلا بېلو کرهڼيزو تصديو نژدی دوه زره مسئولينواو د کرهڼيزو چارو منځګړيو پکې ګډون وکړ او له ګټو يی برخمن شول .په

همدی وخت کې د تونګ جو ښار په خپلو ٢٣ ښارګوټيو او علاقه داريو کې د سوداګريزو نښو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره د ٢٣ ځله د روزنې غونډی تر سره کړې او تبليغاتی اسناد يی خپاره کړی او څه د پاسه دری زره شپږ سوو بزګرانو او د کورنيو مرغانو او ژويو روزونکيو ته يی روزنه ور کړی ده .

د دغه ښار د های ان ولسوالی په بيلا بيلو ښارګوټيو او علاقه داريو کې د کرهڼيزو محصولاتو د سوداګريزو نښو د غوره کولو ستراتيژی تر سره شوی او په دی اړه د هڅونی يو لړ سيستمو ته جوړ شوی دی .

د کرهڼيزو محصولاتو پرمختلليو تصديو د سوداګريزو نښو د ستراتيژی په کارولو سره د صعنتی توليداو په بازار کې د پلورنې چارو د رده کړې په اړه بزګران راغونډ کړی دی چی له امله يی نه يوازی د کرلو او چمتو کولو چارې پرمختګ کړی بلکه لازياتو بزګرانو د محصولاتو چمتو کولو د چارو په ځنځيرونو کې ګډون کړی دی .

د جيانګ سو ولايت د سينګ ځونګ محدود شرکت په پيل کې يوازی يوکوچنی کورنی لاسی ورکشاپ و ،خو د شينګ ځونګ په نامه له نښې ثبتولو وروسته يی د کيفيت تامين له موخې سره سم د شاوخواوو سيمو له ١٤ ښارګوټو او ١٢٦ کليو او د ٥١٠٠ کورونو له بزګرانو سره نژدی اړيکي ټينګ کړي او د دواړو خواوو ترمنځ د کټو د يو ځای کيدو سيستم او د اومو توکيو يو توليدی مرکز يی جوړ کړی دې .هر کال دغه شرکت د شاوخواوو سيمو له بزګرانو څخه دری زره او څلور سوه ټنه لوبيااو دوه زره او څلور سوه او شپيته ټنه وريجی او شپيته ټنه چای اخلي چی له دی امله نه يوازی تصديو ته غوره توکی برابر شوی ، بلکه د بزګرانو شتمنۍ زياته شوی او ٣٤٠ بزګران استخدام شوی دی .