<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-28 17:14:30    
د نړۍ په مشهورو لويو ښارونو کی د جګو ودانيو د جوړولو محدوديت

cri

نن ورځ د چين د لويو ښارونو نه پرته په منځنيو او حتی کوچنيو ښارونو کی هم جګی جګی ودانۍ ليدل کيږی، د چين لومړی لوی ښار شانګهای په خپل ښار کی د جګو ودانيو د جوړولو د کنترول يو لړ مقررات صادر کړيدی چی د ودانيو د جګوالی د محدوديت په اړه مسئلی د خلکو د توجه وړ ګرزېدلی ده٠ اوس د نړۍ په زياتو مشهورو لويو ښارونو کی د زياتو دنګو ودانيو د جوړولو په اثر د ځمکو د سطحی د ټيټوالی او د اوسيدونکو د ګڼوالی پرابلمونه رامنځته کېږی ، خو له بلی خوا په ښارونو کی د جګو ودانيو د جوړولو له لاری د خلکو د اوسېدو او کارونو اړتياوي پوره کېږي، نو د ښارونو جګوالی د خلکو د سردردی سبب ګرزي٠

انګلستان داسی هېواد دی چی لرغونی عنعناتو او د طبيعی هستوګنی چاپيريال ته په درنه سترګه ګوری، نو تراوسه پوری په لويو يا وړوکو ښارونو کی د خلکو کورونه يوازی دوه يا دری پوړيز دی او دنګی دنګی ودانۍ کمې ليدل کېږي، په مرکز لندن کی هم داسی دی ٠ په لندن کی تر ټولو لوړه ودانی پنځوس پوړونه لری او په ١٩٩٠ کال کی جوړه شويده، پرته له دی نه به د لندن په مرکز کی د درو سوو مترو په لوړوالی اوه اتيا پوړيزه وداني جوړه شی چی دا به په اروپا کی لومړنی لوړه ودانی وی او د اټکل له مخی به په ٢٠٠٩ کال کی بشپړه شی٠

تېر کال د پاريس ښاروال د دی مسئلی د بحث لپاره يوه غونډه جوړه کړه چی أيا په پاريس کی د خلکو د هستوګنی د شرايطو د ښه والی لپاره جګی ودانۍ جوړی شی که نه؟ خو د يوی مياشتی د بحثونو وروسته ښاری پارلمان د وروستی پريکړی له

مخی په پاريس کی د ودانيو د جګوالی د حدودو حکم به په موقتی توګه لغوه نشی٠ پاريس يو لرغونی ښار دی او ډېری زياتی لرغونی ودانۍ لری او د خلکو هستوګنځی هم يو سلو پنځوس کاله د مخه جوړ شويدی، د ښاروالی له خوا د صادر شوی حکم سره سم په پاريس کی د ودانيو جګوالي له اوه دېرشو مترو نه نشی وتلی او د تاريخی ودانيو په شاوخوا کی جوړ شوی نوی ودانی له پنځه وېشتو مترو نه هم نشی اوښتلی چی دغه حکم د شپږوېشتو کالو لپاره تطبيق شويدی٠

د جاپان په مرکز توکيو کی هم داسی قانون جوړ شويدی څوک چی هغه کور چی د لسو مترو نه جګه وي، جوړ کړی، بايد له ښاری اداری څخه اجازه نامه واخلی ، خو د توکيو په مخصوصه سيمه کی جګ جګ عمارتونه هم ليدل کيږی چی د تجارتی فعاليتونو لپاره جوړ شويدی او هره ودانی له دوو سوو مترو نه هم جګه ده٠

د نيويارک د منهادون په سيمه کی دنګی دنګی ودانۍ ولاړی دی، که څه هم خلک د جګو ودانيو د ډول ډول نيمګرتياوو په هکله بېلا بېلی نظريی لری، خو د اقتصادی ګټو د اخيستلو لپاره به مجبورأ په همدی سيمه کی نوری زياتی جګی ودانۍ جوړی شی، د نامکملی احصايی له مخی په راتلونکو لسو کالو کی به نژدی لس جګی ودانۍ بشپړی يا جوړی شی، خو د نيويارک ښاروالی په بېلا بېلو سيمو کی د ودانيو د لوړوالی د محدوديت په اړه بېلا بېل مقررات لری، مثﻵ نيويارک د هستوګنې ، سوداګری او د توليداتو د جوړونی په درو سيمو وېشل شويدی او په بېلا بېلو سيمو کی ودانی بايد د همدی سيمی د خصوصياتو او غوښتنو سره سم جوړی شی، مثﻵ د منهادون په جنوب کی چی يو توريستی ځای دی، د تاريخی اثارو سيمه به جوړه شی او په دی سيمه کی د ودانيو جګوالی عموما د شپږدېرشو مترو نه ټيټ دی٠