<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-28 17:21:46    
د چين د ملی لږکيو يو لړ نغمی

cri

دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين د ملی لږکيو يو لړ نغمی تاسو ته وړاندی کړو٠ لومړی به مونږ په ګډه د يی قوم يوه نغمه واورو چی نوم يی اشيليشی يعنی زمونږ دوستان دی٠

( نغمه ١ )

يی قوم په چين کی لرغونی تاريخ لری او په عمده توګه د چين په جنوب لويديځ سيچوان، يون نان او ګوي ګو ولايتونه کی ژوند کوی٠هر وخت د جشن د لمانځلو او د مېلمنو د هرکلی لپاره د يی قوم خلک د سندرو د ويلو او د نڅا له لاری برکت ورکوی٠

دای قوم د چين په جنوب لويديځ سيمی کی لرغونی تاريخ هم لری چی په عمده توګه د يون نان ولايت د شيشوانګ بنا او ده هونګ په سيمی کی ژوند کوی٠ د دای قوم ډېر شمېر کلي د سيند او د رور جهيل په شاوخوا کی پراته دی چی چاپيريال يې ډېر ښکلی دی٠ اوس به مونږ د دای قوم يوه ژوندی نغمه واورو چی نوم يی شينی ودانۍ دی٠

( نغمه ٢)

د دای قوم د ولسی موسيقی الی ډولونه ډېر زيات دی چی ځانګړی سبکونه لری٠ په دی جمله کی د هولوسی په نامه موسيقی اله ډېره مشهوره ده چی د دای قوم ځوانان د هولوسی د غږولو له لاری د نجونو مينی ترلاسه کوي٠ اوس به مونږ په ګډه د دغی موسيقی په اله غږول شوی يوه نغمه واورو چی نوم يې د بانکس د ځنګل په

ژور ځای کی دی٠

( نغمه ٣ )

ګرانو اوريدونکو ، د دغې نغمی په اورېدو سره د چينۍ او بهرنۍ موسيقی نننۍ پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠