د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي چې اوس په ايران کې په خپل سفر بوخت دی، د می په اوه ويشتمه نېټه د دغه هېواد له ولسمشر محمود احمدی نژاد سره خبرې اترې وکړې. له خبرو اترو وروسته په يوه ګډه مطبوعاتی غونډه کې ولسمشر کرزي وويل چې له ايران سره د خپلې همکارۍ پياوړتيا د افغانستان حکومت يوه لومړنې دنده ده او دا د سيمه ايز ثبات د پياوړتيا لپاره ګټوره ده. ولسمشر کرزي د افغانستان له بيا ابادۍ سره د ايران له زياتو مرستو څخه مننه وکړه. احمدی نژاد وويل چې په ايران کې د کرزي سفر به د ايران او افغانستان ترمنځ د همکارۍ اړيکې يوې نوې مرحلې ته ورسوی او ايران به د کرنې، مخابراتو، ترانسپورت، معلوماتی پوهنې او تکنولوژۍ او ښوونې په ګډون څو ساحو کې له افغانستان سره همکاری وکړی.
|