<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-29 18:57:00    
د لرغونو نښو لرونکی تصدی د اصلاحاتو له لاری پرمختګ کوي

cri

ګرانو اوريدونکيو ،د چين صنعت او سوداګرۍ په بهير کې د لرغونيو نښو لرونکی يو شمير داسی تصدی شته چې د چين د صنعت او کرنې د توليد ،د بازار د سمسورتيا ،د چينايی کلتور د پرمختګ او نړيوالې تبادلې په تر سره کولو کې يی مهم رول لوبولی دی .دغو تصديو د چين لرغونيو نښو شعرت تر لاسه کړی چې له امله يی ډير سوداګريز ارزښت لري .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ په دی پروګرام کې به تاسو ته په اقتصادی اصلاحاتو کې د زړو نښو لرونکو تصديو په باب معلومات وړاندی کړو.

لرغونی نښی د هغوغورو تصديو ځانګړی نوم دی چې لرغونی تاريخ ،د مشتريانو تر منځ خپور شوی اغيز،ښه کيفيت ، فنی بڼه او په سيمه ايزو ځايونواو هېواد کې پياوړی اغيز لري .په عصری سوداګريزه ټولنه کې مشهوره او زړه نښه د خلکو په ذهنونو کې ډير اغيز او ارزښت لري .د چين د ټولنې علومو اکادمی د اقتصادی څيړنی اداری يو څېړونکی ښاغلی يانګ چون شيو وويل (اواز...............) يوه زړه نښه د خلکو په ذهنونو کې په پراخه خپور اغيز او ارزښت لري او له دغو مشهورو نښو څخه د چين د دوديز سوداګريز کلتور روحيه څرګنديږي چې سوداګر بايد په معاملاتی فعاليتونو کې د مشتريانو باور تر لاسه کړي .

که څه هم د لرغونيو نښو لرونکی تصدی مشهورې دي خو د دغو تصديو پرمختګ له ستونزو سره مخامخ شوي دي .د يوې شميرنې له مخې تر اوسه پوری په چين کې دغه شان پنځه زره تصدی موجودې دي .دغه تصدی د څو ډوله سيستمونو د بدلون او سختو سياليو په بازاری اقتصاد کې د اختراعاتو ،د پوهنی د ملکيت حق ساتنې

او د نوي بازار د موندلو په برخو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي .

د بيجينګ د چيان شانګ يی په نامه د وريښمين ټوکر دکان په ١٨٣٠ کال کې جوړ

او نښه يی د هېواد د کورنيو او بهرنيو مشتريانو له خوا ومنل شوه .د دغې تصدی د عمومی مدير مرستيال ګاو شن چانګ وويل (اواز...................) زمونږ چارې له ستونزو سره مخامخ شوي دي . د زړه نښو لرونکو تصديو دنده درنه ده او کارکوونکی يی زيات دی .د اقتصادی نظم له بدلون وروسته زمونږ سرمايه لاهم لږه ده .زمونږ تصدۍ د خپل پرمختګ لپاره ځينی پلانونه جوړ کړي خو زمونږ د تصدۍ اوسنی اقتصادی پرمختګ چټک نه دی .

د ښاغلی يانګ چون شيو په نظر په وروستيو کلونو کې د زړو نښو لرونکې تصدۍ له زياتو ستونزو سره مخامخ شوي دي .د دغو ستونزو مهم علت دا دي چې دغه تصدی د اختراعاتو او نوی والی په برخه کې کمزوری توان لري او نه شی کولی چې د خپلې نښې په کارولو سره نويو چارو ته پرمختګ ورکړي .

د دغو مشهورو نښو د ستر ارزښت له امله اوس د چين حکومت او ملکی سازمانونه د دغو زړو نښو لرونکو تصديو د ساتنې او سمسورتيا لپاره کوشش کوي او د دغو نښو د ساتلو فعاليتونه دچين په بيلا بيلو ځايونو کې تر سره کيږي .

په وروستيو ورځو کې دچين د سوداګرۍ وزارت د زړو نښو تصديو د سمسورتيا په اړه د پلان پلی کولو يو سند خپور کړ .د سوداګرۍ د وزير مرستيال ځانګ ځی ګانګ وويل چې که د زړو نښو لرونکی تصدی غواړي چې لازيات پرمختګ وکړي بايد خپل پخوانی نظام بدل کړي (اواز...........) د سوداګرۍ وزارت د زړو نښو لرونکی له ټولو تصديو څخه غوښتنه کړې چې بايد خپل زوړ نظام بدل کړي او يو نوی عصری

نظام وټاکي .مونږ بايد له معيار سره سم د زړې مفکورې او نظام د بدلون له لارې توليدات او خدمتونه برابر کړو .زمونږ حکومت بايد د دغو تصديو ملاتړ وکړي .

د چيان شانګ ای د عمومی مدير مرستيال ګاو شن چانګ خبريال ته وويل چې دوی به د تصديو د پرمختګ لپاره د بازار او مشتريانو د مفکورې څېړنې ته په درنه سترګه وګوري چې په بازار کې د تصديو ځای وموندل شی .(اواز.............)مونږ بايد د فرعی تصديو او معيار جوړولو په شان زيات کارونه وکړو .پخوا د زړو نښو لرونکو تصديو په خپلو چارو کې معيار نه درلود .نو اوس بايد ځينی غوره کلتورې دودونه وساتي او له بازاری اړتياووسره د سمون لپاره د ادارې په برخه کې پر ځينو عصری علمی لارو چارو د اټکأ له مخې د توليداتو او خدمتونو معيارونه وټاکي .