<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-29 19:22:58    
د مغولی قوم کڼې پيغلې نومينچچګی د نڅا له لاری خپل ښکلی ژوند ښئی

cri

ګرانو دوستانو ، په ٢٠٠٤کال کښی د يونان په اتن کښی د معيوبينو د اوليمپيک سپورتی لوبو په اختتاميه مراسمو کښی د چين د معيوبينو د هنری پلاوی لخوا اجراء شوی نڅا << د مهربانۍ زر لاسونه لرونکی ربه النوع >> ټول نندارچيان او نړيوال حيران کړل٠ د يوويشتو تنو کڼېو نجونو ښکلی او زړه رپوونکی هنری نمايش د خلکو لخوا ٌ د نڅا اعجاز ٌ په توګه ګڼل کيږی٠ د مغولی قوم کڼه پېغله نومينچچګی د دغې هنری پلاوی يوه غړی ده ٠

کله چه موزيک پورته کيده، نومينچچګی او د دې ملګرو د موسيقی د وزن له مخی نڅا کوله٠ په حقيقت کښی دوی هيڅ موزيک نشی اوريدلای او په پوره توګه يی د ښوونکو د اشارې او د خپل زړه د ځانګړی موسيقی وزن له مخی نڅا کوله٠

نومينچچګی پنځه ويشت کلنه ده او ښکلی اندامونه لری٠ هغه يوازی ډيره لږه چينی ژبه ويلای شی٠ خو تر وسی پوری يی ګرانو اوريدنکو ته سلام څرګند کړ او ويی ويل چه ٌ محترمو دوستانو ، السلام عليکم ! زما نوم نومينچچکی دی، ډير خوشحاله يمه چه د CRI راډيو له لاری تاسو ته سلام رسوم ، زما په أند د انسانانو ژوند ډير ښکلی دی ٠ ٌ

نومينچچګی د چين د شينجيانګ په سيمه کښی د مغولی قوم په يو کور کښی وزيږيدله، په دوه کلنۍ کښی يې د ناروغۍ له امله خپل د اوريدا حس له لاسه ورکړ٠ خو هغه د خپل پلار نوميندالا په زړه کښی له نورو ماشومانو سره کوم توپير نه لری٠ ښاغلی نوميندالا وويل چه ٌ زما لور نومينچچګی ډيره هوښياره او ذکی ده ، په يو کلنۍ کښی يې کښی يی شميرنه کولای شوه او په خبرو کولو يی هم پيل وکړ٠ هر کله يې چې موزيک اوريده، د موزيک د وزن له مخی به يی خپل بدن ښوراوه او ګام په ګام يی ساده نڅا کولای شوه٠ که څه هم هغه له دوه کلنۍ نه وروسته کڼه شوې، خو له زده کړې سره مينه لری ، غمونه زغملای شی او حتی په ځينو برخو کښی د عادی کسانو په پرتله هم تکړه ده٠ ٌ

نومينچچګی د شپږ کلنۍ په عمر د عادی ماشومانو په يو ښوونځی کښی داخله شوه٠ که څه هم هغې د ښوونکو خبرې نشوې اوريدلای، خو د خپلو سختو کوښښونو له لارې يې تلفظ زده کړی او د زده کړې نمرو يې تل د ټولګی په لومړی قطار کښی ځای درلود٠ څرنګه چه نومينچچګی له ماشوم توب څخه له نڅا کولو سره مينه درلودله ، نو د اتو کلونو وه چې پلار او مور يی هغه د نڅا کورس ته وليږله ٠ خو لکه څنګه چه هغې موزيک ونشو اوريدلای، نو د نڅا د زده کولو په ترڅ کښی له زياتو ستونزو سره مخامخ شوه، ولی بيا يی هم له کوښښونو څخه يی لاس نه ؤ اخيستی٠ د ښوونکې په مرسته هوښيارې نومينچچګی ژر نڅا زده کړه٠ د دې په أند نڅا کول يو نيکمرغه کار دی او د نڅا له لاری خپل احساسات څرګندولای شی او ګواکی خپل ځان له غږ نه لرونکی نړۍ څخه وتلی وينی٠

نومينچچګی د نڅا د زده کولو لپاره د عادی کسانو په پرتله لا ډير سخت کوښښونه وکړل ، نو هغه کاميابه شوې او نڅا د دې د ژوند يوه برخه وګرځيدله ٠ هغې د چين د معيوبينو په هنری پلاوی کښی له ګډون څخه وروسته په لا کوښښ سره د نڅا زده کړې وکړې٠ څرنګه چه د دې ټول ملګری کاڼه دی، نو له موزيک سره د نڅا د حرکتونو هماهنګول ډير مشکل وو چه هر حرکت عمومأ لس ګونه ځله تکرار کيده ، نو تمرينات يې ډير تريخه او دوی هم ډير ستړی وو٠

نومينچچګی او د دې ملګرو د خپلې ټينګې ارادې او مهربانۍ له لاری د نڅا << د مهربانۍ زر لاسونه لرونکی ربه النوع >> تمرينات او نندارې وکړې ٠ دا نڅا خلکو ته خبر ورکوی چه که هر څوک له نورو سره مهربانی او مينه ولری، نو د هغه په شاوخوا کښی به زر لاسونه ورسره مرسته وکړی او په همدې وخت کښی به هغه هم يو زر لاسونه ولری چه له نورو سره مرسته وکړی٠

نومينچچګی او د دې ملګرو د خپلو لاسونو له لارې نړيوالو ته مهربانی او مينه ورسوله٠ کله چه دوی د معيوبينو د اوليمپيک سپورتی لوبو په اختتاميه مراسمو کښی ښکلی ننداره وړاندی کوله ، پر ټولې نړۍ باندی يی اغيزه کوله٠ وروسته له هغه دوی په زياتو هېوادونو او سيمو کښی هم د دې نڅا نمايش وکړ او زياتو نندارچيانو د دوی د نمايش د ليدنې له امله اوښکې توې کړې ٠

نومينچچګی وويل چه د دې برياليتوب د خپلو خپلوانو په ملاتړی او د ځانګړو کوښښونو له لاری ترلاسه شوی چې د نڅا له لاری هغې نيکمرغی ترلاسه کړيده٠هغې وويل چه زما په أند زما نړۍ بی غږه نده ، په خپله زړه کښی نيکمرغی شته، نو ډيره خوشحاله يمه ٠ باور لرم چه خپل ژوند لا ښکلی وکړای شم ٠ ٌ

اوس نوميچچګی د چين د معيوبينو له هنری پلاوی څخه وتلی ده ، د وروموچی د يوه پوهنتون په کتابخانه کښی کار کوی او له خپل کار سره ډيره مينه لری٠ دغه راز هغه يوه نيکمرغه کور هم لری، ميړه يی هم کوڼ دی٠ دوی دواړه له يو بل سره ژور احساسات لری او حتی په خپل ژوند کښی يې يو لړ ځانګړی اشارې اختراع کړيدی٠