<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-30 16:12:13    
په چين کې د پيانو د غږ سمولو لومړنی ړنده مسلک پوهه چين يان .

cri

ګرانو اوريدونکو ، د ښځې او ټولنې پروګرام ته مو هر کلی کوم . په نننی پروګرام کې به تاسو ته په چين کې د پيانو د غږ سمولو د لومړنې ړندې مسلک پوهې چين يان په اړه يو څه لنډ معلومات وړاندی کړو .

چين يان په ١٩٧٣ کال کې د چين د ښه بې په ولايت کې زېږېدلې او په بېجينګ کې لويه شوې ده . چين يان د زېږېدنې په مهال د سترګو پردې په ناروغۍ اخته او له عملياتو وروسته يی سترګې ړندې شوی . بيا يی پلار او مور پرېښوده او د خپلی انا په کورنۍ کې لويه شوه .

له نورو ماشومانو سره يو ځای د سالم ژوند په موخه يی انا ورته د سامعې او لامسې په حواسو کې روزنه ورکړه . دغه روزنه د چين يان د غږ سمولو د مسلک پوهې په حيث زمينه برابره کړه . هغې وويل : ( اواز )

زما په ژوند کې مې انا ډېر مهم رول لوبوی . زه د خپلې انا تر پاملرنې لاندی لويه شوم . په کوچينوالي کې مې انا تل په دې انديښمنه وه چې زه به پخپله ژوند نشی کړی . نو تر خپل وس پوری يی ما ته د ژوند په اړه د يو شمېر مهارتونو روزنه راکړه . هغې به تل هڅولم هر څه چې غواړی کوی يی او برياليتوب ته دې ډېر پاملرنه نه کوی ، ځکه چې د کارونو د بشپړتيا بهير تر پايلې ډېر مهم دی . په نړۍ کې هيڅ ستونزه شته چې له منځه نه سی تلی ، که کوښښ وکړی ، نو په برياليتوب به و توانېږی .

د سترګو د ناروغۍ له امله چين يان د خپلې زده کړې په بهير کې له ډېرو

ستونزو سره مخامخ شوه ، ډېرو ښونځيو هغه ونه منله . د ديارلس کلنی په وخت کې چين يان د بېجينګ د ړوندو په يوه ښوونځی کې په خپلې زده کړې پيل وکړ . چين يان له موسيقې سره علاقه لری او يو شمېر سازونه يی زده کړی وو . نو له دې امله يی په دغه ښوونځی کې د پيانو د غږ د سمولو په اړه زده کړه وکړه . هغې د دغه ژوند د يادونې په وخت کې وويل : ( اواز )

د زده کړې په پيل کې زما په اند ، د پيانو د جوړښت زده کول يو سخت کار نه و . خو په دې خبر نه وم چې يو پيانو له څه دپاسه اته زرو برخو څخه عبارت ده. مونږ بايد ورسره بلريت ولرو چې هره يوه برخه چېری پرته ده . له دې وروسته مونږ د پيانو د ترميم زده کړه کوله .

يو روغ کس ته دا يو ډېر سخت کار دی چې د پيانو له ټولو اتو زرو برخه سره اشنا شی . خو چين يان هيڅ انديښنه نه لرله . هغې به هره ورځ څه دپاسه پنځلس ساعتونه د پيانو د غږ د سمولو تمرين کاوه . په پای کی ، چين يان د خپلو هڅو له لارې د پيانو د غږ د سمولو او د پيانو د ترميم زده کړه وکړه .

چين يان په دوه ويشت کلنۍ کې د چين د پيانو د غږ د سمولو د ړندو کسانو له لومړنی ښونځی څخه فارغه شوه . په هغه وخت کې په چين کې خلکو د پيانو د غږ د سمولو په چارو کې ړوند مسلک پوهان ونه منل . نو د پيانو هيڅ مغازې هغې ته د کار فرصت برابر نه کړ .

وروسته يوې لويې مغازې چين يان ته فرصت برابر کړ چې د يو پيانو غږ سم کړی . چين يان په بريالی ډول کار کاوه ، نو له دی امله دغې مغازې پريکړه وکړه چې چين يان استخدام کړي . له دې نه وروسته چين يان په خپلو کارونو کې ډېر کوښښونه کړی او ښه مهارت يی د خلکو له خوا منل او ستايل شوی دی . له لا زياتو معيوبانو

سره د مرستې لپاره چين يان د پيانو

په اړه د معلوماتو او زده کړې يو تيليفون پرانيست. هغې وويل : ( اواز )

زه له ١٩٩٦ کال څخه د پيانو د معلوماتو او زده کړې په اړه يو تيليفونې کرښه پرانيستې ده . که څه هم په هغه وخت کې خلک د پيانو د غږ د سمولو ړندی مسلک پوهې و نه پيژندلی ، خو زه په خپل فارغ وخت کې د دغه تيليفون له لارې د خپلو معلوماتو پر بنسټ له هغه کسانو سره مرسته کوم چې د پيانو په برخه کې مرستو ته اړتيا لري .

په ٢٠٠٤ کال کې چين يان د غوږ له لارې له نړۍ سره د تماس په نامه د خپلې کيسی په اړه يو کتاب وليکه . په همدی کال هغې د بېجينګ د شين يوې په نامه د پيانو د غږ د سمولو په اړه يو محدود شرکت جوړ کړ . هغه تل د خپلو افکارو د تر سره کولو لپاره هڅه کوی او غواړی چې په ټوله نړۍ کې د پيانو د غږ د سمولو په برخه کې د چين يوه مشهوره نښه رامنځ ته کړي .