<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-30 16:45:45    
*له خوښی سره أفسوس رامنځ ته شو

cri

د ملبورن د اولمپيک په ١٦ سپورتی لوبو کی د کښتۍ چلولو په وروستنی لوبه کی د پخوانی شوروی اتحاد لوبغاړی ايوانوف يو طلايی مډال وګاټه . هغه له خوشحالۍ څخه په خپلو جامو کی نه ځاييده او د جايزو ورکولو له ځای څخه له ښکته کيدو وروسته يی خپل طلايی مډال هوا ته وغورځاوه چی خپله خوشحالی او ولولې څرګندې کړي . دغه راز نندارچيانو هم د هغه د برياليتوب له امله ورته شاباشی ورکړه . خو دا خبره له اټکل نه وتلی وه ، کله چی هغه يو ځل بيا دغه طلايی مډال هوا ته غورځاوه ، د جهيل په اوبو کی تری ولويده . که څه هم د دغه مډال د لټونی لپاره هغه او ملګرو يی ټولو ځانونه اوبو ته ورسول ، خو د هغوی هڅې بيا هم بی نتيجې شوې او بالاخره يی خپل طلايی مډال له لاسه ورکړ . په ١٩٦٠ او ١٩٦٤کال کی د اولمپيک په دوو سپورتی لوبو کی يوانوف د همدغی لوبې طلايی مډالونه ترلاسه کړل .

*د استراليا د لامبووهلو ډله

د استراليا د لامبووهلو لوبغاړو د ملبورن په لوبو کی ډير ستر برياليتوبونه ترلاسه کړل او د نارينه او ښځو په ګډون په ١٣ لوبو کی يی ٩ طلايی مډالونه وګټل چی په دی جمله کی دری طلايی مډالونه د يوه ١٧ کلن ځوان لوبغاړی لخوا په ٤٠٠ او ١٥٠٠ مترو ازادې لامبو وهلو او ٨٠٠ مترو ٤ کسيزه لوبه کی ترلاسه شوی وو . د ښځو د لامبو وهلو په سياليو کی د لوبغاړې Lorraine Crapp )

لوراينی کراپ برياليتوب له ( Fraser) فريزر سره برابر و او دواړو په جلا جلا توګه يو د سروزرو مډال ترلاسه کړ ، دغه راز يی له خپلو ملګرو سره يو ځای د ٤٠٠ مترو په ٤کسيزه سياله کی اتلولی وګټله .

*کونولی او ولګه فيکتوا

د امريکی لوبغاړی هارولد کونولی د ملبورن په سپورتی لوبو کی نه يوازی د ځينځيرلرونکی توپ په لوبه کی اتل شو ، بلکه خپله مينه يی هم ترلاسه کړه . ددغو لوبو په موده کی کونولی د چک له ښځينه لوبغاړې ولګا فيکتوا سره اشنا شو او يو له بل سره يی مينه پيدا کړه . د سپورتی لوبو له پای ته رسيدو وروسته دوی که څه هم په جلا جلاتوګه خپلو هيوادونو ته بيرته ستانه شول ، خو خپل منځی قلمی اړيکو ته يی دوام ورکړ . يو کال وروسته د دواړو هيوادونو د حکومتی مشرانو د سلامشورو له لاری ددوی د واده غوښتنليک ومنل شو او په پراګ کی د واده درانده مراسم ترسره شول .

* لاتينينا

د اولمپيک په دغو سپورتی لوبو کی د ښځو د جمناستيکو لوبغاړو ترمنځ لوبه کی د پخوانی شوروی اتحاد ٢٢ کلنې پيغلې لاريشا لاتينينا د خپل غوره مهارت او څرګندونې له امله شهرت وموند . که څه هم د لومړی ځل لپاره يی د اولمپيک په لوبو کی ګډون کړی و ، خو ددغی لوبی د بشپړ مهارت ، ډله ايزی لوبی ، خرک بازی او ازاد جمناستيک په څلورو مسابقو کی يی ٤ طلايی مډالونه وګټل . له دی نه څلور کاله وروسته د روم د اولپيک په سپورتی لوبو کی يی د خپلو بشپړو تجربو او غوره مهارت له لاری يو ځل بيا د جمناستيک لوبی د ډله ايزې لوبی ، بشپړو مهارتونو او ازادو حرکتونو په دريو مسابقو کی د سروزرو مډالونه ترلاسه کړل . دغه راز په ١٩٦٤ کال کی که څه هم د لوبغاړې لاتينينا عمر له ٣٠ کالو نه زيات وه ، خو د جاپان د توکيو د اولمپيک په سپورتی لوبو کی لا هم ډير ستر برياليتوبونه ترلاسه کړل چی په سپورتی ساحه کی د حيرانتيا وړ خبره وه . هغې د اولمپيک په پر له پسی دريو سپورتی لوبو کی ٩ طلايی ، ٥ سپين زرو او ٤ميسی مډالونه وګټل چی د جمناستيک لوبو په تاريخ کی بی ساری دی .