<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-30 17:10:29    
د شطرنج په لوبو کې د چين لوبغاړي د ودې په حال کې دي

cri

ګرانو اوريدونکو د سپورت نړۍ په ننني پروګرام کې به تاسو ته د شطرنج په لوبو کې د چين د لوبغاړو په باب يو لړ معلومات وړاندې کړو٠

وروسته تر هغه وخته چې د تيرکال په مارچ کې د چين لوبغاړي چانګ خاود اين شي په نامه کپ د ګټلو د ويچي شطرنج په نړيواله لوبه کې د اتلوالۍ لقب ترلاسه کړ ، د چين لوبغاړو په روان کال کې په پرله پسي توګه د ويچي او نړيوال شطرنج په څلورو نړيوالو لوبو کې د اتلوالۍ لقبونه ترلاسه کړل ، ويل کيږي چې د ٢٠٠٦ کال له پيل راهيسي دچيني لوبغاړولخوا د شطرنج په نړيواله صحنه کې ترلاسه شويو برياليتوبونو د نړيوالو پام ځانته وراړولی دی ٠

د شطرنجونو په اړه فعاليتونه په چين کې اوږد تاريخ لري او چينايان هم ډېره مينه ورسره لري ، ويچي شطرنج ، نړيوال شطرنج او چيني شطرنج په چين کې د رسمي لوبو په توګه ټاکل شوي دي ، په دغو دريواړو سپورتي فعاليتونو کې ويچي شطرنج او نړيوال شطرنج په نړۍکي اغيزمنې لوبې دي ، که څه هم د شطرنج په باب سپورتي فعاليتونه په چين کې نسبتأ مروج شوي او ولسي بنسټ لري ، خو په تيرو څو کلونو کې د چيني لوبغاړو څرګندوالی دومره د ليدو وړ نه و٠ د روان کال له پيل راهيسي دغه حالت بدل شواو په تيرو پنځو مياشتو کې د چين لوبغاړو په وار سره په يو لړ نړيوالو لوبو کې اتلان شول ٠

د چين د شطرنج د انستيتوت مشر ښاغلي وانګ ژو نان وويل د سږکال په لومړنيو څو مياشتو کې د چيني لوبغاړو خپل ځانونه ښه څرګندکړي دي ، هغه وويل ==== اواز١

زمونږ د لوبغاړو لخوا ترلاسه شوي برياليتوبونه د دولت د روزنې ، د ډله ايزې روحيې

، د کورنيو د غړو د ملاتړ او د سالم چاپيريال سره نژدې اړيکې لري ٠

په تيرو څو کلونو کې د چين د ويچي شطرنج لوبغاړو په يو لړ نړيوالو لوبو کې د ليدو وړ برياليتوبونه نه وو ترلاسه کړي ، خو د چين د ويچي شطرنج ډله خپلو کوششونو ته دوام ورکړ، د چين د شطرنج انستيتوت د ځوانو لوبغاړو د روزنې کار ته پياړوتيا ورکړی او په پايله کې ﻻزيات ځوان لوبغاړي په پرله پسي توګه رامنځته شوي او ګام په ګام يې په ځينو نړيوالو لوبو کې خپل غښتليتوب ښودلی دی

د چين د شطرنج انستيتوت يوه د روغې جوړې څخه ډکه ټولنه ده ، لوبغاړي په دې ټولنه کې يو د بل څخه زده کړه کوي او يو له بل سره مرسته کوي ، د چين مشهور لوبغاړي چانګ هاو چې د چين او کوريا جمهوريت د ويچي شطرنج په لومړنې لوبه کې يې د اتل لقب ترلاسه کړی و زمونږ خبريال ته وويل ==== اواز ٢ ========

د ويچي شطرنج او يا د نړيوال شطرنج دوه کسيزه لوبه ده چې يو دبل سره سيالي کوي خو لوبغاړي يووالي او سالم چاپيريال ته اړتيا لري ، د چين د شطرنج انستيتوت يوه ډېره ښه ډله ده لوبغاړي پکې په ارامۍ او خوشالۍ سره روزنه او لوبه کولای شي

د دغه انستيتوت مشر ښاغلي وانګ ژو نان وويل د احساساتوارام ساتل د شطرنج د لوبغاړو لپاره ډېر مهم دی، د چين د نړيوال شطرنج لوبغاړې ميرمن شيوي يوخوا د روان کال د مارچ په مياشت کې د ٢٠٠٦ کال د نړيوال شطرنج د ښځو په نړيوالې اتلوالۍ په لوبوکې نړيواله اتله شوه ، له دغه لوبې وروسته هغې د خبرياﻻنو سره د مرکې په ترڅ کې وويل ===== اواز ٣ ====== د نړيوالې اتلوالۍ لقب ترلاسه کول د هرلوبغاړي موخه ده ، په نړيواله لوبه کې د ګډون لپاره روسيې ته د تګ دمخه د لوبې پايله زما په فکرکې نه ګرځيده،يوازي په دقت سره به مې لوبه کوله او په لوبه کې به مې خپل احساسات ارام ساتل.،

که څه هم په ٢٠٠٦ کال کې د چين لوبغاړو د شطرنج په لوبو کې د ليدو وړ برياليتوبونه ترلاسه کړل ، خو ددوې په وړاندې زياتې ستونزې او چلينجونه هم موجود دي ، د بيلګې په توګه د ويچي شطرنج په برخه کې د کوريا جمهوريت ډله اوس ﻻهم په نړۍ کې لومړي ځای لري ، د چين د ويچي شطرنج د لوبغاړو برياليتوبونه يوازي په دې برخه کې د سيالانو سره د هراړخيزې مقابلې پيل دی ، د چين د نړيوال شطرنج نارينه او ښځينه لوبغاړي د نړيوال شطرنج د المپيک په ٣٧مه ډله ايزه لوبه کې د ګډون لپاره ايتاليې ته تللي دي ، سره له دې چې د چين ښځينه لوبغاړو په دغه لوبه کې د څلورم ځل لپاره د اتلوالۍ لقب ترلاسه کړ، خو د چين د شطرنجونو د لوبغاړو ډله د زړو او نويو لوبغاړو د بدلون په حال کې دی، نو ځکه دغه لوبه د ځوانو لوبغاړو په وړاندې يوه سخته ازموينه وه ، د چين د نړيوال شطرنج د ټيم سرروزونکي ښاغلي يې جيانګ څوان وويل دوي به د ترلاسه شويو برياليتوبونو له امله مغرور نشي ، ددوي په وړاندې لاهم ډېره اوږده ﻻره پرته ده چې بايد نورهم پر مخ ولاړشي ، هغه وويل ==== اواز ٤ ===== د چين ښځينه لوبغاړو د نړيوال شطرنج د المپيک په تيرو څلورو ډله ايزو لوبو کې د اتلوالۍ څلور لقبونه ترلاسه کړل، خو سږکال زمونږ ټيم د زړو او نويو لوبغاړو له بدلون سره مخامخ دی ، نو ﻻزمه ده چې په راتلونکي کې مونږ به د برياليتوبونو د ترلاسه کولو لپاره ﻻ زيات کوښښ وکړو

د چين د شطرنج د انستيتوت مشر ښاغلي وانګ ژو نان هم وويل د چيني لوبغاړو برياليتوب يوازي يو پيل دی ، د چين لوبغاړي هم بايد خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي ٠

محترمو دوستانو زمونږ ننني پروګرام په همدې ځايه پاي ته ورسيد نيکمرغه او خوشاله اوسئ ٠