<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-31 18:05:34    
بايد په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو اوﻻدونو ته د زده کړو زمينې برابرې شي

cri

محترمو دوستانو اوس دچين په مختلفو ښارونو کې له يو سلو مليونو څخه ډېر کليوالي کارګران شته چې دا شميرد چين د عمومي نفوس په سلو کې لس برخه نيسي ، برسيره پر دې اوه مليونه کوچنيان يې هم ورسره په ښارونو کې ژوندکوي چې عمر يې له شپږو څخه تر څوارلسوکلنو پوري دی ، ددوي د زده کړې په باب مسئله نه يوازي د دوي د پلرونو او ميندو بلکي د ټولنې د پام وړ يوه تود ټکی ګرځيدلې ده د چين د بيلابيلو کچو حکومتونه د دغې مسئلې د حلوفصل لپاره زياتې لارې چارې غوره کړېدي ، خو کله چې د څه دپاسه لسو کلونو په وړاندې د چين په پلازمينه بيجينګ ښار کې د کليوالو کارګرانو د اوﻻدونو لپاره د شينګ جي په نامه لومړی ابتدايي ښوونځی جوړشو د کليوالو کارګرانو د اوﻻدونو د زده کړو مسئله ﻻهم د خلکو د توجه او پام وړ ونه ګرځيده ، د دغه ښوونځي د مشر ښاغلي يي بين ياو ميرمن لي سو مۍ چي پخوا د يوه ښوونځي يوه معلمه وه د دغه ښوونځي د جوړيدو لپاره ډېر کوششونه وکړل ، هغې وويل په ١٩٩٣ کال کې زه د بيجينګ ښار ته راغلم او ومې ليدل چې د کليوالو کارګرانو کوچنيانو نشوکولای چې دولتي ښوونځيو ته ولاړشي او درس ولولي ، ځکه چې د حکومت لخوا په جوړشويو ښوونځيو کې د زده کړو لګښت ډېر زيات وو او کليوالو کارګرانو دومره زياتې پيښې نه درلودې چې خپل کوچنيان دولتي ښوونځيو ته واستوي ، نو په هغه وخت کې ما په يوه ساده ودانۍ کې دکليوالو کارګرانود يو شمير کوچنيانو په ښوونې او روزنې پيل وکړ،په لومړيو وختونو کې يوازي نهه تنه کوچنيانو زما سره درس لوسته ، له يوه کال وروسته زما په نارسمي ښوونځي کې شپيته تنه زده کوونکي ومنل شول او زما ميړه يي بين ياو هم له کلي څخه بيجينګ ته راغی او زما سره يې مرسته پيل کړه

په ١٩٩٦ کال کې د شين جي نومي ښوونځي معلومات د بيجينګ ښار په تلويزيون کې خپاره شول او سمدستي يې د ټولنې پاملرنه ځانته راجلبه کړه او د ځينو تصديو او شرکتونو لخوا ورکړې شوې مادي مرستې يې ترلاسه کړې ٠

د حکومت د ستر ملاتړ او د ټولنې د مختلفو خواوو د ګډو کوششونو له امله د چين د کليواألو کارګرانو د اوﻻدونو د ښوونې په باب مسئله ګام په ګام د حل کيدو په حال کې ده ٠

د ٢٠٠٣ کال د سپتمبر په مياشت کې د چين دولتي شورا دا غوښتنه وکړه چې د هغو سيمه ايزو حکومتونو مالي څانګې چې زيات کليوالي کارګران تري وتلي بايد داسي ښوونځيو ته مالي مرستې برابرې کړي چې د کليوالو کارګرانو زيات اولادونه يې منلي دي ، د همدې کال د دسمبر په لسمه نېټه د شين جي په نامه د کليوالو کارګرانو د اوﻻدونو ښوونځي د حکومت څخه اجازه ليک ترلاسه کړ ٠

د حکومت او ټولنې د ګډو کوششونو له امله اوس د شين جي په ښوونځي کې درې زره دوه سوه شپږ ديرش تنه زده کوونکي او يو سلو شپږ ديرش ښوونکي شته او ښوونځی هم د کمپيوترونو په ګډون د ښوونې په يولړ عصري تجهيزاتو سمبال شوی دی ، د دغه ښوونځي مشر يي بين ياووويل ددوي راتلونکي هدف د يوه منځني تخنيکي ښوونځي جوړول دی څو زده کوونکي وکړای شي چې په دغه ښوونځي کي د کارونو د پيداکولو لپاره فنونه ترلاسه کړي ٠

د چين صدراعظم وين جياباو په ٢٠٠٦ کال کې د حکومت په کاري رپوټ کې

وويل له ٢٠٠٦ کال څخه په راتلونکو دوو کلونو کې به د چين د کليوالي اجباري ښوونې په پړاو کې د زده کوونکو تعليمي توپيرونه له منځه لاړشي او په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو د اولادونو د زده کړې په باب مسئله حل شي څو هرکوچنی وکولای شي چې په مساوي توګه د اجباري ښوونې د ترلاسه کولو حق ترسره شي ٠

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي لي يان باو وويل صدراعظم وين جيا باو د حکومت په کاري رپوټ کې ژمنه کړې چې په راتلونکو دوو کلونو کې به په کليوالي سيمو کې د بزګرانو د کوچنيانو د ښوونې او روزنې په باب مسئله حل کړي ، دا يو ډېر ستر پرمختګ دی مونږ بايد هر کوچني ته چې عمر يې په ښوونځيو کې د زده کړې کلنو ته رسيدلي وي د ښوونې او روزنې زمينه برابره کړو٠