<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-31 18:12:53    
د چين د د وان وو جشن

cri

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې هر کال د پنځمې مياشتې پنځمه نيټه د چين د درو لويو دوديزو جشنونو څخه دي يعني د چين د دوان وو جشن دي ٠ په دي ورځ خلک د ځونګ ځه په نامه يو ډول دوديز خواړه خوري ٠ د دغه خوړو جوړونه په دي ډول دي چه د بامبو د پاڼو په وسيلې سريښناکه وريجي راتاو کړي چه په کې غوښه ، خرما ، ميده شوي وچې ميوې او نورو خواړه ګډيږي ٠ د ځونګ ځه شکل په عمومي توګه مثلث ډول دي ٠ جوړ شوي ځونګ ځه په اوبو کې د څو ساعتو له پاره پخيږي ٠ که دغه خواړه له بورې سره وخوړل شي ، نو ډيره خوندوره وي ٠

دلته د پاملرنې وړ خبره دا ده چه د دوان وو په نام جشن په زړه پوري روايت هم لري ٠ وايي چه د څه د پاسه دوو زرو دوو سوو کالو نه د مخه د چين په خاوره کې څو کوچيني هيوادونه يو له بل سره د جګړې په حال کې وو چه په دي کې د څو په نامه هم يو هيواد موجود وه ، په دي هيواد کې يو مامور او شاعر چه چوي يوان نوميده ، له دي امله چه هغه د هيواد د پياوړتيا له پاره د اصلاحاتو پر تګلارې باندې ټينګار کاوه ، نو له چارواکو او شتمنو مامورينو سره يي سخت اختلافونه راپيدا کړل چه په پاي کې بهر ته وشړل شو ٠ وروسته د څو په نامه هيواد د نورو غښتلو هيوادونو له خوا ونيول شو ، کله چه شاعر چوي يوان دغه خبر واوريد ، زړه يي ډير خفه شو او د مي په پنځمه نيټه په ډير غمجن حالت کې ځان په سيند کې وغورځاوه ٠ خلکو انديښنه درلوده چه په سيند کې به کبان د هغه مړي وخوري ، نو هر کال په دي ورځ خلک د سيند اوبو ته د ورجي شوله اچوي او کبانو ته يي ورکوي چه دغه دود تر اوسه پوري په ميراث پاتي شوي او دغه ورځ د يو ډول جشن په توګه ګرځيدلې ده ٠ دغه راز په دي ورځ په سيند کې د کشتۍ چلولو لوبه او ځونګ ځه اچول هم د دغه جشن د نمانځنې مراسم ګرزيدلي دي ٠ د بيجينګ د دودونو په هکله کارپوه ښاغلي وانګ ځوجي وويل د چين په دوديزو جشنونو کې د دوان وو جشن رسم رواجونه ډير زيات دي ٠ هغه وويل مثلا په دي ورځ لور بيرته خپل پلرني کور ته راتللي شي، نو د چين په ځينو ځايونو کې دغه جشن ته د لورګانو جشن هم وايي ، په ځينو ځايونو کې په دي جشن کې د کشتۍ چلولو لوبه تر سره کوي چه دغه جشن ته د کشتۍ د چلولو جشن وايي ٠

د دي جشن په ورځو کې د بيجينګ نژدي په هرې لارې کوڅې کې د ځونګ ځه په نامه د خوړه د خرڅولو دوکانونه ليدل کيږي او د ځونګ ځه ډولونه يي هم ډير زيات دي ٠ لکه د حرما ځونګ ځه ، د ميوې ځونک ځه ، د غوښې ځونک ځه او داسي نور ٠ د داو سيانګ څون په نامه د خوړو جوړولو تصدۍ په بيجينګ کې يوه ډيره مشهوره تصدۍ ګڼل کيږي ٠ سږکال يي د دوان وو جشن د راسيدو نه د مخه دوه مليونه شپږ لکه دانې ځونګ ځه تيار کړي دي ٠ د دغې تصدۍ د خواړو د چمتو کولو د فابريکې مشرې ميرمن جيانګ لي فانګ وويل سږکال زمونږ د خوړو د جوړولو په فابريکه کې د چسبناکو وريجو، جوارو او نخود په ګډون ډير قسمونه ځونګ ځه توليد شوي چه دغه ډول ځونګ ځه د روغتيا له پاره ګټور دي ، نو بايد د خلکو د خوښې وړ وي ٠

د چين د دوان وو جشن تر اوسه پوري څه د پاسه دوه زره کلن تاريخ لري ٠ نن ورځ ځونګ ځه نه يوازي يو ډول خوندوره خواړه دي بلکه د يو ډول کلتور څرګندونه هم ده ٠ د چين د دودونو په هکله کارپوه ښاغلي وانګ ځوجي وويل نن ورځ خلک د دوان وو جشن لمانځنه کوي ، په حقيقت کې د يو ډول کلتور لمانځنه ده چه له امله يي د زياتو بهرنيانو پاملرنه يي هم ځان ته راجلب کړې ده ٠ دده ډير بهرني دوستان د چين د دغه جشن سره ډيره مينه او دلچسپۍ لري ٠ ښاغلي وانګ وويل د دوان وو جشن زمونږ د کلتور څرګندويه ده او د څيړنې وړ دي ٠ نو ځکه ډير بهرنيان غواړي چه د دغه جشن په باب زيات معلومات تر لاسه کړي ، ځکه د دوي زياته برخه د چين د دوديز کلتور په هکله نه پوهيږي ٠