<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-05-31 18:23:23    
د اوبو څښلو په باب ساينسي معلومات

cri

اوبه د انسان په بدن کې ډيره مهمه تشکيلاتی برخه ده ، که په بدن کې په سلو کي پنځلس برخه اوبه له لاسه ورکړی ، ژوند به له خطر سره مخامخ شي . نو د هر کس لپاره د اوبو څښل اړين کار دی ، خو کم شمير کسان په دې ښه نه پوهيږي چه کله اوبه او څومره اوبه وڅښي.

لومړي به مونږ يو ځوان وپيژنو چه يو ګوان شيون نوميږي او د چين په جنوب لويديځ د چون چين په ښار کې اوسيږي ، هغه هره ورځ پنځه ويشت کيلوګرامه اوبه څښي، ولی دومره زياتې اوبه څښي ؟ ځواب يي دا دی چه څلور مياشتې دمخه هغه د ترافيکي پيښې له امله سخت ټپی شو ، که څه هم د بيړنی درملنې وروسته له مرګ څخه وژغورل شو ، خو په پايله کې يوه عجيبه پديده رامنځته شوه . هغه وويل د ډيرو اوبو څښلو وروسته لا هم تږی يم ، سره له دې چه خيټه مې بيخی ډکه ده چه اوبه مې وڅښلې ، ژر تږی پاتې يم او هيڅ اشتهاه نه لرم . نو هره ور ځ د اوبو څښلو په ترڅ کې تيريږي . د پلټنې نه وروسته ډاکتر دا تشخص وکړ چه هغه د ادراريزې په ناروغۍ اخته شوی دی ځکه په ترافيکي پيښه کې دده مغزي سيستم ته زيان رسيدلی . ډاکتر لي وويل پښتورګی د اوبو بند ته ورته دی او په بدن کي د اوبو د له لاسه ورکولو مخه نيسي ، خو دغه بند په مغز کې د وينو رګ د فشار لوړولو مادې تر کنترول لاندی دی . د ادراريزی ناروغی له پښتورګي څخه د زياتو اوبو د له لاسه کولو څخه رامنځته کيږي چه په پايله کې ناروغ د سختې تندې په حال کې پاتی کيږی او زياتو اوبو ته اړتيا لری .

د معلوماتو له مخې هر تن هره ورځ له زرو څخه تر دوو زرو ميليليترو پورې اوبو

ته اړتيا لری په بله ژبه بايد شپږ پيالې اوبه وڅښي . البته په دوبي کي دې زياتې اوبه وڅښي . خو د اوبو څښلو سم عادت څه دی ؟ د زياتو کسانو ځواب دا دی چه البته د تږۍ والي په حال کې اوبه وڅښي . د چون چين د لومړني روغتون ډاکتر لي چي فو وويل چه دا ځواب غلط دی ، نشي کيداي چه د تږي والي په حال کې اوبه څښي ځکه په دي مهال په بدن کې اوبه کمې او تږوالی د مرکزي عصبي سيستم تحريک کړی دی ، نو ښه به دا وي چه هره ورځ ډير ځله اوبه وڅښي ، خو اندازه به يي کمه وي .

د اوبو څښلو ښه عادت دا دی چه د پاڅيدو وروسته ، بيا د سهار په لسو بجو ، د غرمنی ډوډۍ وروسته ، د مازيدګر په دريو بجو او د ماښامي ډوډۍ او د بيديدو مخکي ټولټال شپږ پيالې اوبه وڅښئ .ولی په شپږو مهالونو يوه پياله اوبه وڅښی ؟ د شپې د بيديدو وروسته په بدن کې اوبه کمې دي او سهار د پاڅيدو وروسته په تشه خيټه د اوبو څښلو ښيګڼه دا ده چه اوبه ژر په وينو کې داخليږي چه په پايله کې وينې رقيقې او عادي دوران غوره کوي او د زړه او مغز ناروغيو د پيښيدو مخه نيول کيداي شي .د سهار په لسو بجو اوبه څښل دا ښيګڼه لری چه د څو ساعتو کار وروسته د خولې او ادرار کولو له امله په بدن کې د اوبو کمښت پوره کيږي ، د غرمني ډوډۍ وروسته اوبه څښل د هاضمې د پياوړتيا رول لوبوي ، د ماښامي ډوډۍ وروسته د اوبو څښلو رول د ډوډۍ خوړلو اندازې کمښت دی او د بيديدو دمخه د اوبو څښلو ګټه د وينو د رقيقوالي او ټينګيدو مخه نيول دي چه دا د زړو کسانو لپاره ډير اغيزمن دي .

د ورزش په وخت کې د اوبو څښلو په هکله د پاملرنې وړ ټکي دا دي چه د ورزش دمخه بايد اوبه وڅښی او وروسته بايد کمې اوبه وڅښي . د چين د چيون چين د لومړني روغتون ډاکتر جو پو په وينا د ورزش وروسته بايد لومړي په اوبه خوله او ستونی پاکه او بيا کمې اوبه وڅښي، لږه شيبه وروسته نورې اوبه وڅښي ، البته ښه به دا وي چه د زياتو خولو توييدو وروسته مالګينې اوبه وڅښي .

برسيره پردې مونږ بايد هغې اوبه و نه څښو چه يا د اوږدې مودې لپاره زيرمه شوې يا څو واره جوشې شوي وي .