<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-01 18:36:01    
په هوا کي هوايي ماڼۍ

cri

ددې متل مفهوم د حقيقت نه ليري تيوري ،پلان يا کوم بل خيالي شي تشبيه کوي. کيسه يي دا ده چه وايي ډيره پخوا په يوه غرني کلي کي يو بډاي و چه عقل يي ډير کم او هميشه يي احمقانه کار کاوه ، نو د کليوالو لخوا به مسخره کيده . يوه ورځ بډاي د بلي کلي د يوه بډاي کره ميلمه و او و يي ليدل چه دده درې پوړيز کور ډير ښکلي او جګ دی ، نو ډير افسوس يي وکړ او فکر يي وکړ چه زه دده نه هم بډاي يم ، هغه د يوه ښکلي او جګ کور خاوند دی ، خو زه لا هم په عادي کور کي اوسيږي . بيرته کور ته د ستنيدو نه وروسته يي سمدستي نجاران او نور کارګران راغونډ کړل او ترې تپوس يي وکړ چه په ګاونډي کلي کي هغه نوي ښکلي وداني د چا لخوا جوړه شوې ؟ کارګرانو ځواب ورکړ چه زمونږ لخوا جوړه شوي، بډاي ډير خوشحاله شو او و يي ويل چه ډير ښه دی ، زما دپاره به هم داسي وداني جوړه کړي . کارګرانو فکر کاوه چه احمق بډاي به کوم بل احمقانه کار وکړي . کارګران د بډاي د حکم سره سم د ډول ډول لرګيو او خښتو په اخيستلو بوخت و او په خپلو کارونو يي پيل وکړ. يوه ورځ بډاي د کور جوړولو پروژې ته لاړ او دې خوا ها خوا ته يي وکتل ، په تعجب يي له هغو کارګرو څخه چه د بنسټ ايښودلو په کار لګيا دي ، پوښتنه وکړه چه تاسي څه کار کوي ؟ کارګرو ځواب ورکړ چه مونږ ستاسو د سفارش لمخې يوه دري پوړيزه وداني جوړوو .بډاي فورا په غټ أواز وويل چه بيخي سم نه دی ، هيله مي دا ده چه يوازي د ودانۍ دريم پوړ جوړ کړئ او نور دوه پوړونه مه جوړوئ . کارګرانو چه د بډاي خبرې يي واوريدې ، په پړق وخندل او و يي ويل چه مونږ د داسي ودانۍ د جوړولو لياقت نه لرو چه يوازي پورتني پوړ ولري ، مهرباني وکړي چه تاسي پخپله يي جوړ کړئ . کارګران لاړل او بډاي د کور د بنسټ په څنګه کي هکپک پاتي شو ځکه چه احمق بډاي نه پوهيده چه د نړۍ ډير هوښيار کارګر هم هغه وداني نشي جوړولی چه يوازي پورتنې پوړ ولري او نور لاندني دوه پوړونه يي نه وي .