<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-01 19:28:15    
په بيجينګ کې امپراطوری باغونه

cri

چين ته د سفر په دې کړۍ کې به تاسو ته په بيجينګ کې د څو امپراطوری باغونو په هکله څه معلومات درکړو . دغه امپراطوری باغونه نه يوازی د چين د پلازمينی يوه نښه ده بلکی د چين د پخوانيو ودانيو د موزيمونو په توګه بلل کيږي . که چيری تاسي د بيجينګ له امپراطوری باغونو سره علاقه لری ، نو زمونږ نننی پروګرام واورئ !

____اواز____

بيجينګ اته سوه کاله د مخه د چين پلازمينه ګرځيدلی چې له لسو څخه زيات امپراطوری باغونه په کې ساتل شوی دی . دغه باغونه ډير ښکلی او خوندور دی او د بي های باغ تاريخ په نړۍ کې تر ټولو اوږد دی . د بی های باغ د کلتور د څيړنې څانګی کارپوهې ميرمن بای جن جن د دغه باغ په اړه د معلوماتو په ترڅ کې وويل چې د ديارلسمې پيړۍ د يوان په امپراطوری لړۍ کې لومړی امپراطور هو بی لي دغه ښکلی ځای خوښ کړ او د دغه باغ په سيمه کې يی د يوان لړۍ پلازمينه جوړه کړه . ميرمن بای وويل ___اواز___

له يوان لړۍ څخه د مينګ او چينګ تر امپراطوری لړيو پورې د بی های باغ تل د امپراطورانو باغ و . د پلازمينی د جوړولو په تاريخ کې د يو باغ له امله د يوې پلازمينې ټاکنه په ټوله نړۍ کې ډير کم ليدل کيږي .

اوسنی بی های باغ نژدی اويا هکتاره پراخوالی لری او د اوبو د ساحې پراخوالی يی د ټول پراخوالی نيمه برخه نيسي .لويې وداني او له أرامتيا څخه ډک معبدونه په

معقوله توګه د بی های په باغ کې پراته دي . د دغه باغ د جهيل په منځ کې يو ټاپو شته چې چيونګ هوا نوميږي او په ټاپو کې يو تبتی سپين څلی درېدلی . که تاسی د دغه برج څوکې ته له ختلو وروسته جنوب ته وګورئ ، نو به ګورئ چې په جهيل کې د چيونګ هوا ټاپو په ګډون دری لوی او کوچنی ټاپوګان سره يو ځای يو ليکه جوړوی . دغه دری ټاپو ګان د کارګرانو له خوا د امپراطوری باغونو د جوړولو له هغه ځانګړی فنونو څخه په استفادې سره جوړ شوی چې يو جهيل او دری غرونه نوميږي . دغه ځانګړی فنون په دې ډول وو چې لومړی : جهيل وکيندل شو ، وروسته د کيندل شوو خاورو په واسطه دری غرونه جوړ شول . په يوې افسانوی کيسی کې ويل شوی چې پخوا په سمندر کې دری غرونه پراته وو چې په هر غر کې رب الوع ژوند کاوه او د دايمی ژوند درمل يی درلود ، نو د چين امپراطورانو د دايمی ژوند د لټون لپاره په خپل باغ کې يو جهيل او دری غرونه جوړ کړل . د بيجينګ د تاريخ د څيړنې کارپوه ښاغلی لی جيان پينګ وويل ___اواز___

د يو جهيل او دريو غرونو جوړښت يوازی په امپراطوری باغونو کې موندل کيده او نورو ته اجازه نه وه چې دغه ودانۍ جوړه کړي . که چا د دغه پرېکړې پر خلاف کومه ودانۍ جوړه کړې وی ، نو هغه به وژل کېده .دغه ودانۍ هم د بي های پارک يوه مهمه خانګړتيا ده، که تاسی دغه ودانی ونه ګوری ، نو د امپراطوری باغونو عصاره به و نه پيژني .

درنو اوريدونکو ، د بی های باغ له سيل وروسته به د بيجينګ په لويديځ کې د دوبی ماڼۍ په نامه د يی خه يوان نومی باغ په هکله څه معلومات درکړو . د دوبی ماڼۍ جوړونه په ١٧٥٠ کال کې پيل شوه . د دغه باغ مرستيال ښاغلی ګاو دا وی وويل د

نړۍ د يو کلتوری ميراث په توګه د يی خه يوان باغ د چين په ټولو منظره لرونکو باغونو کې ډير نامتو دی . هغه وويل ___اواز___

يی خه يوان باغ د بيجينګ د امپراطوری باغونو يو غوره بېلګه ده او هم تر ټولو نه ښه ساتل شوی دی .

د يی خه يوان باغ دری سوه هکتاره ځمکې لری او د ماڼيو او خيمو سر بيره نور ښکلي کليوال منظره لرونکی ځايونه هم په کې ليدل کيږي . له يی خه يوان باغ څخه د چين د امپراطوری باغونو يوه بله ځانګړتيا څرګنده شوی چې امپراطورانو به غوښتنه کوله چې ټولی ښکلې منظری په دغه باغ کې شاملې کړي . دغه باغ ډير ښکلی دی او تل زيات شمير چينی او بهرني سيلانيان راجلبوي . که چيری تاسی بيجينګ ته راشئ ، بايد د امپراطوری باغونو سيل وکړئ !

ګرانو اوريدونکو ، زمونز د نننی پروګرام د اوريدلو له امله ستاسو څخه ډېره مننه او د پروګرام په هکله ستاسو د وړانديزونو هرکلی کوم !