<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-02 17:32:25    
د کارټون په اړه د چين د زده کوونکيو لومړنی فيستيوال په بېجينګ کې تر سره شو

cri

د روان کال د مې له پنځه ويشتمې نېټې څخه تر اته ويشتمې نيټې پوری د کارټون په اړه د چين د زده کوونکيو لومړنی فيستيوال په بېجينګ کې تر سره شو. د دغه فيستيوال د تر سره کوونکې کميټی غړې ميرمن ګو جينګ نا خبريالې ته وويل---

د کارټون په اړه دغه فيستيوال د چين د نړيوال کارټون له فيستيوال وروسته چه د خانګ جو په ښار کی جوړ شوی او د چين د راډيو او ټلويزيون د عمومی ادارې لخوا منل شوی و، دوهم نړيوال فيستيوال و او د کارټون د نړيوالې شورا تر لارښوونې لاندی د چين د کارټون ټولنې او د چين د ډله ايزو مطبوعاتو د پوهنتون لخوا په ګډه تر سره شو.

د چين د ډله ايزو مطبوعاتو په پوهنتون کی د دغه فيستيوال تبلغاتی نقاشۍ ليدل شوی او له دې څخه د دغه فيستيوال په اړه رنګارنګ محتويات څرګند شوی چې پکی نه يوازی د انيوو په نامه د ٢٠٠٦ کال په کلنۍ سيالۍ کی د اثارو ننداره بلکه اړوند فورمونه او د پوهانو لوستونې هم شاملې شوی دی. پر دې سربيره تر سره کوونکې کميټی په ځانګړی توګه د المان د کارټون ننداره جوړه کړه. ميرمن ګو وويل---------

د د غه فيستيوال تر سره کوونکې کميټی د المان پلاوی ته بلنه ورکړه چې د دغه هېواد نامتو فلم جوړونکيو، د فلم د پوهنځی او د موزيم استازيو پکې ګډون درلود. دوی د لاو لا د ستوری په شمول د خپل هېواد مشهور کارټونی فلمونه له ځان سره راوړي وو. پر دې سر بيره تر سره کوونکې کميټی هم د فرانسی او کانادا د کارټون نندارې جوړې کړې . نو دغه فيستيوال د کارتون په ساحه کی د چين او نورو هېوادونو تر منځ د تبادلې لپاره زمينه برابره کړی ده.

اوس د چين د کارټون چارې د بازاری بڼې د بدلېدو په مهم وخت کی دي او حکومت د کارټون په ساحه کی د اختصاصی کسانو روزنې ته په درنه سترګه ګوری. د چين د راډيو او ټلويزيون عمومی اداری د دغه فيستيوال په اړه هيله څرګنده کړه چې د کارټون په اړه د عملی نظريو څېړنې په اړه خپله سويه لوړه، د کارټون اثرو د جوړونې په اړه خپل توان زيات او له نورو هېوادونو سره همکاری پياوړی کړی او د نوموړی کارټونی فيستيوال په تر سره کېدو سره د چين د کارتونی روزنې لپاره نړۍ ته يوه کړکۍ پرانيستل شوې ده.

د کارټون د تخصص يو زده کوونکی له خبريالې سره د خبرو اترو په ترڅ کی وويل-----------

زه د کارټون تخصص د دوهمې ټولګی زده کوونکی يم. زمونږ په پوهنتون کی د دغه فعاليت تر سره کول زمونږ لپاره د زده کړې يو ښه فرصت دی. ټولی ننداری می وکتلې او په نړۍ کی د مشهورو کارټون پوهانو لوستونې می هم احساس کړی او دغه کار په عام وختونو کی هېڅ امکان نه لری.

د کارټون په اړه د چين د زده کوونکيو لومړنی څلور ورځينی فيستيوال نه يوازی د دوی يو نړيوال لوی فيستيوال و، بلکه د کارټون د زده کړې په ساحه کی د چين او نورو هېوادونو تر منځ يوه بريالۍ تبادله وه چې د کارټون په ساحه کی يی کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته د خپلو توانونو د ښودلو او د خپلو هنری نظريو د تبادلې لپاره يو ښه فرصت برابر کړی و.