<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-02 16:47:55    
د جګړې د اتل دو جيا اين غوره اخلاق

cri

د چين د توجا قوم سپين ږيری دو جيا اين چه اتيا کلن دی، پر کوريا باندی د امريکې د تيری په ضد د کوريا او چين د خلکو د جګړې اتل و او د کوريا د جګړې په ډګر کښی يی دوه ځله د مرګ له رب النوع سره مبارزې وکړې٠ خو له پنځوسو کلونو راهيسی هغه تل د يوه زحمتکښ په توګه په خپل پلرنی ټاټوبی کښی د غرنی کلی د أبادولو لپاره کوښښونه کوی٠

په ١٩٥١ کال کښی ځوان دو جيا اين د چين د ولسی داوطلبانو په پوځ کښی شامل شو او کوريا ته د داخليدو په دريمه ورځ يی له تيری کوونکو پوځيانو سره خونړی جګړه وکړه ٠ له يوه لوړ ځای څخه د دفاع په جګړه کښی د چين يو پوځی ډلګۍ چه دو جيا اين د هغه يو سرتيری ؤ ، بيا بيا د دښمن بريدونه ترشا کړل٠ د ده د سنګر ملګرو وينو مورچه سره کړې وه او د دښمن زيات مړی هم پر لمنې باندی غورځول شوې وه ٠ د دښمنانو د ليونی حملې له امله د چين د نوموړی پوځ تلفات هم ډير سخت وو٠ د دو جيا اين په ټولی کښی يوازی د ټولی مشر او دو جيا اين ژوندی پاتی شول٠ په هغه وخت کښی تيری کوونکو پوځيانو يو ځل بيا بريد وکړ چه په نتيجه کښ د ټولی مشر هم شهيد شو٠ د يوازيتوب په حال کښی سرتيری دو جيا اينګ په کرکې سره د ماشيندار په وسيله پر دښمنانو باندی ډزې وکړې چه دښمنان مجبورأ په نيمه لمن کښی ودريدل او په لنډ مهالی توګه يی له بريد څخه لاس واخيست ٠ خو لږه شيبه وروسته دښمنو بيا پر نوموړی لوړی ځای باندی لا ليونی بريد وکړ چه د توپک يوه ګولی يی د دو جيا اين پر ورون باندی ولګيده ، هغه د جګړې په ډګر کښی ولويده او د دښمن د توپ يوه ګولۍ هم دو جيا اين ته نژدی ځای کښی وچاودله٠ خو هغه نه و مړ شوی٠ د داوطلبانو مرستندويه پوځ د شهيدانو له مړيو څخه ټپی شوی دو جيا اين پيدا کړ او هغه يی جنګی کلنيک ته واستاوه٠ دری ورځې وروسته دو جيا اين په هوښ شو او د مرګ له خطر څخه بچ شو٠ دی د ټپ له جوړيدو نه وروسته بيرته خپل پوځ ته ستون شو ، څه دپاسه شل ورځې وروسته يې په يوه بله جګړه کښی د جګړې لومړی کرښې ته د پوځی مهماتو د ليږدولو لپاره ستر کارنامه قايمه کړه، خو يو ځل بيا سخت ټپی شو او روغتون ته داخل شو٠ هغه د ټپ له جوړيدو نه وروسته د کوريا د ديموکراتيک ولسی جمهوريت د مشر کيم ايل سونګ په حضور کښی ومنل شو او د دريم درجه نړيوال نښان يی ترلاسه کړ٠

د ١٩٥٥کال په مارچ کښی ښاغلی دو جيا اين له پوځی خدمت څخه ووت او خپل پلرنی کور يعنی د چين د منځنی سيمې د هو بۍ ولايت د هه جيا پينګ کلی ته ستون شو٠ هغه د سان جيا فونګ غره پر لمنې باندی يوه جونګړه جوړه کړه او په کليوالی ژوند يې پيل وکړ٠ ورپسی يی ښځه وکړه او د ماشومانو خاوند شو٠ په هغه وخت کښی د چين کلی د بی وزليتوب په حال کښی و او د کليوالو ژوند يی هم ښه نه ؤ٠ خو د جګړې اتل دو جيا اين د خپلې کورنۍ له غړو سره يو ځای د نورو کليوالو په شان د بی وزلۍ ژوند تيراوه او له سيمه ايز حکومت څخه يې هيڅ امتياز نه غوښته ٠ ځينو کليوالو له هغه څخه پوښتنه وکړه چه ته خو د جګړې اتل يې او اوس په کلی کښی د بی وزلۍ ژوند تيروی ، أيا خپه نه کيږې ؟ هغه په ځواب کښی وويل چه پروا نه لری، مونږ بايد په غم او خوښۍ کښی سره شريکان واوسو٠ د باران د اوريدو او د ژمۍ په موسم کښی د ښاغلی دو جيا اين هغه ورون چې د کوريا په جنګی ميدان کښی دوه ځله ټپی شو، ډير درد کوی او د ګام پورته کول هم د هغه لپاره ډير مشکل و ٠ خو هغه لا هم د درد په زغملو سره په غره کښی جسمی کار کاوه او د يوه سرتيری په طبيعت او د قهرمان په روحيې سره يی د خپلې ميرمنې او ماشومانو لپاره د ژوند لازمی زمينې برابرې کړيدی٠

ښاغلی دو جيا اين د کليوالو ماشومانو ودې ته ډيره پاملرنه کوی٠ د ده د کور تر لمنې لاندی يو لومړی ښوونځی شته ، هغه کله نا کله ښوونځی ته ځی او زده کوونکو ته د تيری په ضد جنګی کيسې وايی او دوی هڅوی چه له خپل هېواد سره مينه ولری او په کوښښ سره زده کړه وکړی٠

اوسنی دو جيا اين نه يوازی د ماشومانو روزلو او پاملرنې کولو په برخه کښی يو سرمشق دی ، بلکه د کرنې په توليدی چارو کښی هم لوی لاس لری٠ لږه موده دمخه د ده دوهم زوی چه په ښار کښی کار کوی، له پلار او مور څخه غوښتنه وکړه چې ښار ته ولاړ شی او له دوی سره يو ځای ژوند وکړی٠ خو سپين ږيری دو جيا اين دا غوښتنه و نه منله او ويې ويل چه ما په غره کښی د پنځوسو کلونو لپاره ژوند کړيدی، اوس زه له غره سره مينه لرم او نه غواړم چه له غره څخه ولاړ شم ٠ دغه راز زه بايد په هره تعليمی دوره کښی ښوونځی ته ولاړ شم او زده کوونکو ته درسونه ورکړم ٠

له عادی خبرو او عملونو څخه د جګړې د يوه اتل عالی اخلاق څرګند شوی دی٠ مونږ هيله لرو چه دغه پخوانی اتل روغ جوړ شی او په زوړيتوب کښی هم نيکمرغه ژوند ولری٠