د سين هوااژانس د خبر له مخې : د پاکستان د امنيتی ځواکونو سرتيری د جون په دوهمه نېته د دغه هېواد د صوبه سرحد په ولايت کې د دوو تنو له خوا له يو ځان مرګی بريد سره مخامخ شول چې څلور تنه په کې ووژل او اته تنه نور ټپيان شول .
دپاکستان د ټلويزيون د خبر له مخې دغه بريد د شمالی وزيريستان له مير علی څخه لويديځ ښار بنو ته پر لار د پاکستان د امنيتي ځواکونو د موټرونو پر يو کاروان وشو.
د خبر له مخې په دغه بريد کې ټپيان شوی سرتيری د درملنی لپاره يو نژدی پوځی روغتون ته وړل شوی دی .