<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-02 18:51:42    
زيتون يوه وړ ه خو زياته ګټوره مېوه

cri

كه څه هم د زيتون ونې مېوه له ورايه عادي او ساده ښكاري، خو دغه وړه مېوه له ځان سره ډېرې روغتيايي ګټې لري. د دغې ونې عمر زر كاله ښودل شوى، نو له دې مخې يې د عمر د ونې لقب وركړى دى. د زيتون ونه اوږدې او نرۍ پاڼې او سپين ګلان لري، مېوه يې ګرده او له رسېدو مخكې تور رنګ ته نژدې كېږي.

د زيتون تېل كه پر پوست دپاسه وموښل شي او يا هم په سلاته يا نورو خوړو كې ورګډ شي نو په هر حالت كې د بدن لپاره ډېر ګټور دي. د زيتون د تېلو خوړل د وېښتو د سپينوالي او پر سر يې موښل د وېښتو تويېدلو مخنيوى هم كوي، كه د بدن كومه برخه له ټكر سره مخامخ يا پرې ګذار وشي نو د زيتونو تېلو موښل يې د پړسوب مخه نيسي او هم پر پوست د حشراتو د چيچنې پر ځاى د دغو تېلو موښل ګتور دي.

له ډېرو پخوانيو وختونو زيتون د روغتيا او ښكلا ضامن يا ډاډ ګڼل كېده، او د زيتون د درملنې خاصيت پېژندل شوى، او اوس لا د سينګار ډېرۍ كمپنيو د دغې مېوې يا نبات طبيعي ځانګړتياوې بيا راسپړلې او لا د شخصي پاملرنې ټولو توليداتو لپاره يې د بنسټ په توګه كاروي.

د زيتون پاڼې د وينې فشار ټيټوي او كه پيا په اوبو كې ځوښ او وڅښل شي نو د رګونو لارې پرانيزي. پردې سربېره د زيتون پاڼې ژوول د خولې او ژبې لپاره ګټور دي، د تبې ضد اغېزه لري او هم د وينې شكر راښكته كوي.

دغه راز كله چې دغه مايع يا بهېدونكې طلا په پخلنځي كې په پخلي او خوړو چمتو كولو كې كارول كېږي نو د نااشباع شويو غوړو لوړ انډول يې په بدن كې د كولېسترولو كچه ټيټوي او دغه راز د شريانونو د بندېدو او د زړه د نارغيو مخنيوى كوي.

پردې سربېره د زيتون په تېلو كې د نباتي توكيو او د E ويټامين لوړ انډول شتوالى د د غذا يا خوړو د بدلون له بهير سره مرسته كوي او د حجرو د زړوالي بهير ورو كوي. همداراز زيتون د پوستكي لپاره هم ګټور دى او د غوړوالي جوړښت يې د انسان د پوستكي له غوړوالي سره ورته والى لري، نو له همدې امله د زيتون تېل د حساسيت غبرګون نه رامنځته كوي. د دې تر څنګ د زيتون تېل په چټكه زبېښل كېږي، غوړه پرده تر شا نه پرېږدي او پوستكي ته د رطوبت يا لوندوالي د ورننوتلو په مخنيوي كې مرسته كوي چې په نتيجه كې د بدن پوستكى نرم او هوار وي.

د نا اشباع شويو غوړو او E ويټامينو لوړ انډول د پوستكي پر باندنۍ برخه په تېره بيا هغو پوستكيو اغېز كوي چې حساسيت لري. هغه وګړي چې غوړين پوست لري بايد پرې له اضافي تېلو يا غوړو وهلو څخه ډډه وكړي.

پردې سربېره داسې توكي چې په بنسټيزه توګه د زيتون تېل په كې كارول كېږي په وروستيو كلونو كې يې توليد زيات شوي دي.

يو ډول سابونونه چې د زيتون ماده او تېل په كې كارول شوي په داسې توګه جوړ شوي چې له حمام كولو وروسته په پوستكي كې لوندوالى ساتي، د زيتون نور توليدات بيا داسې ځانګړتيا كري چې مخ او بدن پاكوي او پوستكى نرم او هوار پرېږدي.

همداراز د حمام كولو كريم، د بدن محلول او نور ډولونه شامپوګانې هم د ليمو او د انګورو مېوې پر ورزياتولو سره له ځان مينځلو وروسته د تازګۍ يو احساس پرېږدي.

د دغو چټكو پايلو لامل د زيتون د جوړښت دوه برخې دي، يوه يې د زيتون اوبه دي چې د هاضمې بهير سموي او بله يې د زيتون شيره ده چې پوست نرموي او هواروي.

په بيړنۍ توګه د ښكلا او سينګار په موخه دا هم كېدى شي چې په پخلنځي كې د زيتون له تېلو څخه ګټه واخيستل شي. د زيتون دغه ډول تېلو چې لږ څه ګرم وي او له سمندري مالګې سره ګډ شوي وي د چاى ډكې څلور قاشوغې د پوستكي د كلكېدو يا كشكېدو په توګه كارول كېدى شي. دغه راز د ليمو له اوبو سره يو ځاى د زيتون ګډ شوي تېل د شپې له خوا د پوستكي د ګونځو يوه غوره درملنه ګڼل كېږي، او همدغه شان د زيتون په لږ څه ګرمو تېلو كې د لاسونو موښل د لاسونو پوستكى نرموي او هم د ګوتو د نوكانو لپاره ګټور دى. د زيتون تېل د كولون سرطان، د سينې او پوست سرطان او دغه راز د زړه د نارغيو د مخنوي لپاره ډېر ګټور دي. لنډه دا چې د زيتونو تېل برسېره پردې چې د اوسني طب له خوا ستايل شوي، په قرآن كې يې هم يادونه شوې، او له دې مخې په اسلام كې زيتون مېوه يوه ستايل شوې مېوه ده چې د نړۍ په بېلا بېلو برخو كې مسلمانان ورته په درنه سترګه ګوري، د ونو نيالولو او د مېوې خوراك او ترې د تېلو جوړولو چارو ته خورا زياته پاملرنه كوي. درنو اورېدونكيو تاسې هم كولى شئ د زيتون مېوې او يا دې ته ورته نورو مېوو په اړه چې د روغتيا لپاره ګټورې بلل كېږي له موږ سره خپل معلومات شريك كړئ او يا يې هم په اړه نظريې او پوښتنې راواستوئ!