د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخې، د چين د سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې رئيس جيا چينګ لين د جون په دوهمه نېټه په بېجينګ کی وويل د چين او پاکستان تر منځ اړيکي د پرمختيايی هېوادونو او د بېلو کلتورونو لرونکيو هېوادونو لپاره د ښو اړيکيو يوه بريالی بېلګه ده.
سږ کال د چين او پاکستان تر منځ د اړيکيو د ټينګښت له پنځه پنځوسمې کاليزې سره برابر دی . ښاغلی جيا چينګ لين دغه خبرې په همدې ورځ د لمانځنې په مراسمو کې د يوې وينا په ترڅ کی وکړې.
په چين کی د پاکستان لوی سفير سلمان بشير وويل چين د پاکستان تر ټولو د اعتماد وړ ملګری دی. د پاکستان حکومت او خلک د دواړو هېوادونو تر منځ دوستۍ ته په ډېره درنه سترګه ګوری او پرېکړه يی کړی چې د چين له حکومت او خلکو سره يو ځای د اسيا او نړۍ د سولې او ابادۍ لپاره خپل منځۍ همکاری پياوړې کړي.