<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-03 18:43:51    
له تازه ، ځانګړو او بېلا بېل ډولونو سبزيو څخه به د بېجينګ د اولمپک په سپورتی لوبو کې ګټه واخيستل شی .

cri

ټولو ته معلومه ده چې په ٢٠٠٨ کال کې د اولمپک سپورتی لوبې به د چين په پلازمينه بېجينګ کې تر سره شی . د ٢٠٠٨ کال د اولمپک د سپورتی لوبو تشکيلاتی کميټې د دغو سپورتي لوبو د خوراکونو د امنيت د تامينولو لپاره ډېرې زياتې تياری نيولي دی .

په تېرو وروستيو کلونو کې د بېجينګ د کرنې څانګو په پراخه توګه د بېلا بېلو هېوادونو څخه مختلف ډولونه سبزۍ او اړوندو ساينسی او څېړنيزو څانګو په پر له پسی توګه د دغو سبزۍ د کرلو په اړه ازميښتونه کړی دی .

د اړوندو څانګو د وړاندوينې له مخې : د ٢٠٠٨ کال د اولمپک د سپورتی لوبو په وخت کې به د خوراکونو د برابرولو لپاره څه دپاسه يو ميليون تنو کارکوونکو ته اړتيا ولری او څه دپاسه پنځه زره ټنو بېلا بېلو ډولونو سبزيو ته اړتيا ليدل کيږی . د بېجينګ د کرنې کميتې اړوندو چارواکو خبريالانو ته وويل : د ٢٠٠٨ کال د اولمپک د سپورتی لوبو لپاره سبزۍ به په عمده توګه د بېجينګ په شاو خوا کې وکړل شی . دغه سبزۍ به د بېلا بېلو هېوادونو د ورزشکارانو د خوښی خواړه او اړتياوې پوره کړي . د اولمپک دغه لوبې به د اګست له اتمې نېټې څخه تر پنځه ويشتمې نېټې پوری تر سره شی ، په هغه وخت کې به د بېجينګ هوا ډېره توده او باران ولری . هغه وخت سبزيو ته د ناروغيو او حشراتو د رامنځه کېدو فصل دی

، نو له دې امله د سبزيو د برابرولو ښه وخت نه دی . اړوندو څانګو د داسی ستونزو د له منځه وړلو لپاره د سبزيو يو شمېر نوی ډولونه راوړي او د بېجينګ په شاو خوا کې يی د کرنې ازميښتونه پلی کړی . که دغه ازميښتونه برياليتوب تر لاسه کړي ، نو ښايی چې دغه سبزۍ به د اولمپک لوبو لپاره اړونده په اډه کې په پراخه توګه وکرلای شی .

د بېجينک د کرنې رياست د سبزيو د څانګې د خبر له مخې : دوی په تېرو وروستيو کلونو کې د سبزيو له هغو ډولونو څخه چې له بېلا بېلو هېوادونو او سيمو څخه وارد شوی ، څه دپاسه دوه سوه ډولونه سبزۍ ټاکلی او ورپسی يی . د بېجينګ د کرنې او ځنګلونو د علمی اکاډامی د سبزيو له انستيټيو ټ سره يو ځای د اولمپک سپورتي لوبو ته د سبزيو د امنيتی برابرولو په اړه د سيستم د جوړولو وړانديز د اولمپک د سپورتي لوبو د تشکيلاتو کميټې ته وړاندي کړ . د دغې څانګې يوه چارواکی وويل : مونږ د تازه ، ځانګړو او عجيبو اصولو پر بنسټ دغه سبزۍ انتخابو و. اوس له دغو دوه سوه ډولونو سبزيو څخه يو شمېر ډولونه يی د بېجينګ په بازارونو کې پلورل کيږی . که په پايله کې دغه سبزۍ د اولمپک د سپورتی لوبو لپاره په ځانګړي ډول وټاکل شی ،نو د کرنې مساحت به يی پراخ شی .

د دغې څانګې مشر وويل : د سبزيو د نويو ډولونو راجلبول او څېړل د دوی دايمی کارونه دي . د يو لوي نړيوال ښار په حيث د بېجينګ د کرنې د توليداتو جوړښت او د مستهلکينو اړتياوې ګام په ګام بدلون هومی او داسی بدلونونو د کرنې په چارو کې د جوړښت ستراتيژيکې تنظيم پياوړی کړی دی . په عين وخت کې

د اولمپک د سپورتې لوبو جوړول به د بېجينګ د سبزيو چارو د پياوړتيا لپاره زمينه برابره کړي .