دا د چين بين المللی راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم ! د چينی او بهرنی موسيقی په دی پروګرام کی به د چين د شمال ختيځ ډول ډول ولسی سندری تاسو ته وړاندی کړو٠ اوس به مونږ په ګډه د يی ماو او لياو شا له خوا ويلی شوی سندره واوری چی نوم يی له مينی څخه خداي په امانی دی٠
( سندره ١ )
د چين شمال ختيځه سيمه د هی لونګ جيانګ، جيلين او لياو نينګ له دريو ولايتونو څخه د چين لومړی لوی پراخه ځمکه ده٠ د چين د شمال ختيځی سيمی د ترانسپورت ، صنعت او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره د دريو ولايتونو اقتصادی او کلتوری تګ راتګ ډېر زيات دی، نو د دوی د ولسی سندرو سبکونه يو شان دی٠ د شمال ختيځ چين د ولسی سندرو ډولونه د غرنيو سندرو په ګډون ډېر زيات دی٠ اوس به مونږ په ګډه يوه ولسی سندره واورو چی نوم يی دی ناوی خپل کور ته ستنه شوه٠
( سندره ٢ )
د شمال ختيځ چين خلک ډېر احساساتی او تود چلند لری، په سندرو کی د دوی دغه حيثيت څرګندېږی٠
( سندره ٣)
ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د ځوان ګرځنده پلورونکی په نامه يوه ولسی سندره واورېده٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د يو ون هوا له خوا ويل شوی ولسی سندره واورو چی نوم يی زانګو ترانه دی٠ دغه سندره د ماشوم لپاره د مور پوره مينه څرګندوی٠
( سندره ٤ )
ګرانو اوريدونکو ، د دغې خوندورې سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنی موسيقی نننی پروګرام په همدی ځای پای ته رسيږی٠ شپه مو په خير٠