<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-04 18:18:02    
د روسيی لرغونی پايتخت – سان پيترزبورګ

cri

سان پيترزبورګ د روسيی دوهم لوی ښار دی چی مساحت يی شپږ سوه شپږ مربح کيلومتره او نفوس يی پنځه مليونه تنه دي، دغه لرغونی ښار د بالتيک بحيرې د هافيلند خليج په ختيځو سواحلو او د نيوا سيند په ناوه کی پروت دی،نو په

سان پيترزبورګ کی دا خصوصيت ليدل کيږی چی دری نوی کانالونه تيريږی او له سلو نه زيات ټاپوګان او دری سوه پلونه پراته دي، نو د شمالي وينيس په نامه شهرت لري٠

سان پيترزبورګ دری سوه کاله دمخه يو دفاعی حصار و او د اوولس سوه دريم کال د می په شپاړسمه نېټه يی په جوړېدو پيل وشو او همدغه ورځ د دی ښار د جوړېدو د ورځی په نامه يادېږي٠ په دی سبب چی د دی کال د جون په نهه ويشتمه نېټه په دی حصار کی د پيترپال په نامه کليسا له لرکيو څخه جوړه شوه، نو د حصار نوم هم د پيترپال په نامه ونومول شو او دری کاله وروسته د حصار نوری ودانۍ له ډبرو څخه جوړی شوی حصار د شپږو ګوښو شکل لري او په هره ګوښه کی يی کلا ليدل کيږی او ديوالونه يی د ګرانيت له ډبرو څخه جوړ شوي دی ٠ مېرمن هه په روسيه کی دوه کاله کار کړې او سان پيترزبورګ ته يی سفر کړيدي، د دی کليسا د يادونی په وخت کی يی وويل – اوسنی کليسا په اوولس سوه دوه دېرشم کال کی بيا د ډبرو څخه جوړه شوه او جګوالی يی يو سلو دوولس اعشاريه پنځه متره دی او د روسيی د تزار پيتر او د نورو ديارلسو شاهی غړو تابوتونه پکی ايښودل شويدي، د يادونې وړ خبره دا ده چی په نولس سوه اته نويم کال کی د روسيی د وروستی تزار دوهم نيکولاي، د ده د ملکی او درو لوڼو او نوکرانو د تابوتونو د بيا ښخولو مراسم تر سره شول چی دوی ټول په نولس سوه اتلسم کال کی وژل شوی وو٠

د ارميتاژ موزيم چی د ژمني ماڼۍ او کوچني، لوي او نوي ارميتاژ او د ارميتاژ د تياتر څخه عبارت دی او ارميتاژ هغه ځای دی چی ملي خزانه پکی ساتل شويده٠ مېرمن هه د عکسونو له البوم څخه د ژمني ماڼۍ عکس راوړ او په مفصل ډول يی د دی ماڼۍ په اړه معلومات خبريال ته ورکړل – ژمني ماڼۍ نهه هکتاره مساحت يا پراخوالی لری او په اتلس سوه اوه دېرشم کال د سوزيدو وروسته بيا جوړه شوه چی دوه سوه متره اوږدوالی ، سل متره پلنوالي او دېرش متره جګوالي لري او يو زرو اوه پنځوس کوټې ، يو سلو اوولس زينې، يو زرو اوه سوه شپږ اتيا دروازې او يو زرو نهه سوه پنځه څلويښت کړکۍ پکی شته، په يوه خبره د دی ماڼۍ هر لوی يا وړوکي تالارونه ډېر ښکلي او باعظمته دي٠ له نولس سوه شلم کال نه تر پنځوسمه کاله پوری دغه امپراطوري ماڼۍ په موزيم بدل شوه٠ نن ورځ د ارميتاژ موزيم د پنځو ودانيو او د ژمني ماڼۍ له يوی برخې څخه عبارت دی او پکی دوه مليونه اوه لکه هنري شيان د ننداری لپاره ايښودل شويدی چی پنځلس زره رنځورونه، دوولس زره مجسمې، شپږ لکه نوری نقاشي، يو مليونه دانې سکې، ميدالونه او يادګاري نشانونه او دوه لکه څليرويشت زره نور هنري شيان پکی شامل دي چی د دافنچی له خوا رنځور شوی دوه روغنی نقاشي په دی موزيم کی ساتل شويدی او د دافنچی له خوا د رنځور شويو نقاشو څخه تراوسه په نړۍ کی يوازی لس پاتی دی٠ پرته له دی نه په دی موزيم کی د چين ډېر زيات ارزښتناک تاريخي او هنري شيان مثﻵ مجسمي ، ديوالي تصويرونه ، چينی باب او نور نقاشۍ هم ساتل شويدي٠ ددې موزيم په اړه د ختيځ هنر د موزيم په شلو تالارونو کی بو لک شپيته زره هغه تاريخی شيان ايښودل شويدي چی څلور زره کاله د ميلاد مخکی جوړ شويدي چی د لرغونی مصر، يونان او روم څو زره تاريځي شيان هم پکی شامل دي، نو ويل کيږي چی د ارميتاژ موزيم د لندن، فرانسې او نيويارک د موزيمونو سره يو ځای په نړۍ کی څلور لوي موزيمونه بلل کيږي٠