د سين هوا اژانس د خبر له مخی ، تر اوسه پوری په بيجينګ کی د ستوريو په درجه ١١٢ هوټلونو د بيجينګ د اولمپيک له تنظيموونکی کميټې سره تړونونه لاسليک کړی چی په ٢٠٠٨ کال کی د اولمپيک په سپورتی لوبو کی د ګډون کوونکيو ميلمنو لپاره خدمت وکړي .
د دغو ميلمنو ترمنځ د اولمپيک د نړيوالی کميټی، د بيلا بيلو هيوادونو او سيمو د اولمپيک کميټو او د نورو سپورتی سازمانونو او اړوندو سوداګرانو استازی شامل دی چی شمير يی شاوخوا ١٢ زرو تنو ته رسيږی . دغه راز د دغو هوټلونو د کوټو ، د غونډو سالونونو او نورو اړوندو خدمتی چارو بيې به د ٢٠٠٤ کال د نړيوالو غونډو له منځنيو ټيټو بيو څخه زياتې نه شی .