<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-05 18:37:08    
د چين د بو او په نامه د بيولوژيکی شرکت عمومی مدير چنګ جينګ

cri

چنګ جينګ پخوا د امريکا د بيولوژۍ په علمی شرکت کې د يو لوړ پوړي څيړونکی په توګه کارکاوه او د نړيوالې بيولوژيکی تکنالوژۍ په صنعتی ساحه کې مسابقه لرونکی څيړه ده .اته کال دمخه هغه د خپل ارمان د تر سره کولو لپاره د ژوند له ښه چاپيريال او کار څخه لاس واخيست او په چين کې د بيولوژۍ د لومړی علمی شرکت په توګه د بو او په نامه د بيولوژيکی شرکت د جوړولو لپاره بيرته هېواد ته راغی .په دی پروګرام کې به د چين د بو او په نامه د بيولوژيکی شرکت د عمومی مدير چنګ جينګ په باب معلومات وړاندی کړو .

چنګ جينګ په ١٩٨٨ کال کې د زده کړې لپاره بريتانيا ته ولاړ او په ١٩٩٢ کال کې يی د بريتانيا له ستراتکليډ پوهنتون څخه د عدليې او بيولوژۍ ډاکټری تر لاسه کړه .ښاغلی چنګ جين په ١٩٩٩ کال کې د چين د بيولوژيکی تکنولوژۍ د صنعت د پرمختګ لپاره پريکړه وکړه چې له خپل بهرنی کار څخه لاس واخلي او د يو شرکت جوړولو لپاره بيرته هېواد ته راستون شي .

د چين د چينګ هوا پوهنتون په ملاتړ چنګ جين د کوچينيو بيولوژيکی ټوټو د څيړنې يو مرکز جوړ کړ او ور پسی يی د هېواد حکومت ته وړانديز وکړ چې د دولت په کچه دغه شان مرکز جوړ کړي . د هېواد مشرانو دده وړانديز ته ډيره پاملرنه وکړه .د چين د حکومت د پيسو او تګلارو په ملاتړ د کوچينيو بيولوژيکي ټوټو د جوړولو لپاره د بو او بيولوژيکې شرکت په ٢٠٠٠ کال کې په بيجينګ کې جوړ او چنګ جينګ يی د عمومی مدير په توګه وټاکل شو..

د دغه شرکت لوړ پوړې څيړونکي انجينير ښاغلی وانګ شيان هوا وويل چې

په پيل کې زمونږ د شرکت عمومی مدير چنګ جينګ د پرمختګ په اړه يو پلان وټاکه چې له مخې يی د پوهنی د خپلواک ملکيت حق لرونکی د مهمو تکنالوژۍ په څيړنې لاس پوری کاوه (اواز...............)زما په نظر د ده د دغه پلان جوړولو له امله به نه يوازی زمونږ شرکت ډير لوی بيولوژيکی تخنيکی شرکت وګرځي بلکه زمونږ شرکت به په بيولوژيکی ساحه کې د بهرنيو هېوادونو له مخکينيو شرکتونو سره برابر وی .

تر اوسه پوری د بو او بيولوژيکی شرکت عصری تکنالوژي لري او خپل بيولوژيکی توليدات يی جوړ کړي دي .د بو او په نامه د بيولوژيکی تکنالوژۍ پر بنسټ د دغه شرکت له خوا جوړ شوی کوچيني بيولوژيکی ټوټي چی د درملونو د جوړولو لپاره کاريږي د جونسن او جونسن ،ميرک او پفيزير په شمول د مشهورو درمل جوړونکو تصديو له خوا کارول شوي دي .د بو او بيولوژيکی شرکت امريکا ته هم بيولوژيکي تکنالوژی صادره کړي چې له پانګه اچوونکيو سره د امريکا د تنګ لونګ په نامه يو علمی بيولوژيکی شرکت جوړ کړ او د بو او بيولوژيکی شرکت لومړنی چينايی تصدی ده چې خپل کوچينی بيولوژيکی ټوټي يی امريکا ته صادر کړي دي .

له ٥ کلونو راهيسی د خپل شرکت د پرمختيايی بهير د يادونې په ترڅ کې ښاغلی چنګ جينګ وويل (اواز...............)په تېرو ٥ کلونو کې زمونږ شرکت له زياتو ستونزو سره مخامخ شوي دي خو زمونږ د کوششونو له امله د چين د بيولوژيکی تکنالوژۍ صنعت له نشتوالی څخه شتون ته رسيدلی دی .اوس مونږ د پوهنی د ملکيت حق لرونکی ٨٠توليدات لري .

په تېرو ٥ کلونو کې د بو او بيولوژيکی شرکت د پلورنی ارزښت د پخوا په پرتله دری

ځله زيات شوي دي او کارکوونکی يی د دغه شرکت په پيل کې له څو تنو څخه نژدی څلورسوه تنو ته رسيدلی دي .د دغو کارکوونکيو ترمنځ ځينی له بهرنيو هېوادونو څخه بيرته هېواد ته راغلی وو.دغو کسانو پخوا په بهرنيو شرکتونو کې کار کاوه. نو نه يوازی اداری تجربه يی لرلي بلکه دچين د بازار او کلتور په اړه هم خبر وو .جو شياو شيانګ د دوی استازی دی او د بو او د بيولوژيکی شرکت د بازاری کارونو دنده پر غاړه لري .هغه وويل چې اوس دغه شرکت د هغو کوچينيو بيولوژيکی ټوټو په څيړلو لاس پوری کوي چی په ٢٠٠٨ کال کې د بيجنيګ د المپيک سپورتی لوبو د درملونو پلټنې په بهير کې کارول کېدی شی .دی د دغو ټوټو پر څيړنې او راتلونکی باور لري .هغه وويل (اواز............) مونږ هيله لرو چې په ٢٠٠٨ کال کې به دغه توکی توليد او د المپيک په سپورتی لوبو کې د اړوندې پلټنې لپاره خدمت وکړو .