<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-05 19:06:07    
ښاغلی سون چانګ ګوه په اتو کالو کښی ٌ د هېواد پياوړتيا ٌ لپاره د کوښښونو په هکله خپله هيله ترسره کړيده

cri

ګرانو دوستانو، په تيرو اتو کلونو کښی د چين د شينجيانګ سيمې د چوچاک ولسوالی اوسيدونکی سون چانګ ګوه د ٌ چانګ ګوه ٌ په نامه په ګرځند تيليفون کښی د چينی کرکترونو ليکلو طريقه اختراع کړې او د تکنولوژۍ له پلوه يی د بهرنيانو انحصار له منځه وړی دی٠

د سون چانګ ګوه له نوم څخه ٌ سون ٌ د کورنۍ نوم او ٌ چانګ ګوه ٌ ځانګړی نوم دی٠ ٌ چانګ ګوه ٌ په چينی ژبه کښی ٌ د هيواد پياوړی کولو ٌ معنی لری٠ له اوږدې مودې راهيسی سون چانګ ګوه د هيواد د پياوړتيا لپاره د کوښښونو هيله لری٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چه ٌ د چانګ ګوه ٌ په نامه په ګرځنده تيليفون کښی د چينی کرکترونو ليکلو د طريقې په رامنځ ته کولو سره د ده هيله ترسره شويده ٠ له لسو مياشتو راهيسی د چين د ګرځندو تيليفونونو جوړولو ځينو فابريکو دغه پرمختيايی طريقه کارولې ده چه له دی امله هر کال چين له حق الانحصار څخه د استفادې په برخه کښی د څه دپاسه دری سوه مليونو ژن مين بی يوانو په اندازه لګښتونه سپما کولای شی٠

د می له لومړی نېټې يعنی د زحمتکښانو له نړيوال جشن نه مخکښی خبريال د ښاغلی سون چانګ ګوه په اجازه د هغه دفتر ته داخل شو او ويې ليدل چه له يو کمپيوتر څخه پرته هلته نور کوم پرمختيايی تجهيزات نشته٠ هغه شک درلود چه أيا په داسی ساده توګه ښاغلی سون چانګ ګوه په ګرځند تيليفون کښی د چينی کرکترونو ليکلو پرمختيايی طريقه اختراع کړيده؟

د مرکې په ترڅ کښی سون چانګ ګوه خبريال ته د خپل ګرځنده تيليفون په وسيله د ٌ چانګ ګوه ٌ په نامه د چينی کرکترونو ليکلو ځانګړی پرمختيايی طريقه وښودله٠ هغه وويل چه که د حکومت او د علومو او تکنولوژۍ د څانګو او د پوهنې د تمليکی حق ساتلو د څانګو ملاتړ نه وای ، زما هيله نشوای ترسره کيدای او زما اختراع هم په دومره چټکه توګه بازار ته نشوه داخليدای٠ ٌ

سون چانګ ګوه يو هوښيار سړی دی٠ په ١٩٨٦ کال کښی هغه له شينجيانګ پوهنتون څخه فارغ شو او له هغه وخت راهيسی د تارباغاتای سيمې د علومو او تکنولوژۍ په ادارې کښی کار کوی٠ ده په اتفاقی توګه په ګرځنده تيليفون کښی د ليک دود ليکلو له طريقې سره ډيره علاقه پيدا کړه او په علمی څيړنې يی پيل وکړ٠ په اتو کلونو کښی هغه ډيرې زياتې علمی ستونزې ليرې کړې او د نه ستومانه کيدونکو کوښښونو له لاری يې برياليتوبونه ترلاسه کړيدی٠ هغه په جلا جلا توګه په ٢٠٠٠ ، ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کال کښی په ګرځنده تيليفون کښی د چينی کرکترونو ليکلو په هکله د ځانګړی سيستماتيکې تکنولوژۍ دری طريقې د چين د حق الانحصار ادارې ته د اختراغ د حق الانحصار لپاره غوښتنليکونه وړاندی کړل ٠ هغه وويل چه ٌ ښايی چه ناپوه له ستونزې څخه نه ويريږی، زه د څيړنې په پيل کښی پوه نشوم چه له څومره ستونزو سره به مخامخ شم ، که پوه شوای وم ، په ګرځند تيليفون کښی د چينی کرکترونو ليکلو د طريقې د څيړلو جرأت به می نه درلودای نه وای٠ خو څرنګه چه په دغې څيړنې می پيل کړی ، نو ټينګه اراده می درلود چه څيړنې ته دوام ورکړم ٠ په پای کښی زه بريالی شوی يم٠ ٌ

د ٌ چانګ ګوه ٌ په نامه په ګرځنده تيليفون کښی د چينی کرکترونو ليکلو طريقه د غږ پوهنې ليکونو د ليکلو د اوسنی تکنولوژۍ په پرتله نه يوازی اسانه ده، بلکه له هغې څخه په استفادې سره د چينی کرکترونو ليکلو چټکوالی د پخوانی تکنولوژۍ له دوو تر څلورو چندو سره برابر دی ٠ ورپسی ښاغلی سون چانګ ګوه په ګرځنده تيليفون کښی د انګليسی، فرانسوی، روسی ، المانی او هسپانيايی ژبو ليکلو د ځانګړی پرمختيايی طريقې د حق الانحصار په هکله غوښتنليک وړاندی کړيدی٠ هغه وويل چه ٌ اوس زه په يوه اونۍ کښی د نړۍ د هر کوم هېواد د ژبې قانونيت پيدا کولای شم٠اختراعات د ځانګړی هوښيارۍ او کوښښونو له لارې رامنځ ته شويدی٠ په تيرو اتو کلونو کښی زه له زياتو ستونزو سره مخامخ شوم، خو په پرله پسی توګه می څيړنې وکړې او د ستونزو ليری کولو په بهير کښی می زياتې خوشحالۍ هم ترلاسه کړې ٠ زه د ستونزو له ليری کولواو څيړنې سره علاقه لرم ځکه چه زما په أند له دې څخه شتمنی پيدا کيدای شی ٠ٌ

د اختراعاتو د حق الانحصار ترلاسه کول د يوه علمی او تخنيکی کارکوونکی هدف ندی او وروستنی هدف يی دا دی چه خپل حق الانحصار بازار ته راوباسی او په توليداتو يې بدل کړی ترڅو د خپل هېواد د اقتصادی پرمختګ لپاره خدمتونه ترسره کړی٠ د ٢٠٠٥ کال په دسمبر کښی د چين د اطلاعاتی صنائعو د وزارت په مرسته ښاغلی سون چانګ ګوه د چين د شانګهای له يوه شرکت سره د همکارۍ تړون لاسليک کړی دی٠ هغه ډير خوشحاله دی، ځکه چه د اتو کلنو کوښښونو له لاری يې د خپل هېواد د پياوړتيا لپاره خدمتونه ترسره کړيدی٠

ګرانو دوستانو، اوس له تاسو څخه يوه پوښتنه کوو چه د چين د شيجيانګ د تارباغاتای په سيمه کښی د چا لخوا په اتو کلونوکښی د چانګ ګوه په نامه په ګرځنده تيليفون کښی د چينی کرکترونو ليکلو پرمختيايی طريقه اختراع شوېده؟ هيله من يو چه تاسی په خپلو ليکونو کښی سم ځواب راکړی! ستاسی د برياليتوب په هيله !