<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2006-06-05 19:16:58    
د پنځمې مياشتې د پنځمې نېټې جشن

cri

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې هر کال د پنځمې مياشتې يا می پنځمه نېټه د لرغوني مشهور شاعر چو يوان د يادونې ورځ ده چه دغه ځانګړی ورځ ورو ورو د دوان وو په نامه جشن بدله شوی چه د چين له دريو مهمو جشنونو څخه شميرل کيږي .

وايي چه د له ميداد مخکې له دری سوه او څلويښتم کال څخه تر دوه سوه او اوه اويايم کال پوری د چين په جنوب د چو نومي مملکت کې يو مشهور شاعر چې چو يوان نوميده ژوند کاوه. هغه يو درستکار حکومتي چارواکی و او له خلکو سره يي ډيره مينه او پاملرنه کوله ، خو د يو بل چارواکي د تور لګولو له امله يي د امپوراطوری اعتبار له لاسه ورکړ ، نو د هغه کال د پنځمې مياشتې په پنځمه نېټه يي د مي لو په سيند کې ځان واچاوه. د دغه خبر په اوريدو سره د سيند په دواړو غاړو کې اوسيدونکيو وګړو سمدلاسه د بيړيو په وسيله د مي لو په سيند کې د ده مړی وموند او وريجې يی په کې وشيندلې ځکه چې په سيندکې د چو يوان مړی د کبانو لخوا و نه وخوړل شی. له دې وروسته د چين د کرنيزې جنتری له مخې هر کال د پنځمې مياشتې په پنځمه نېټه وګړي د چيو يون د يادونې لپاره دغه شان مراسم ترسره کوی. نن ورځ د هر کال د پنځمې مياشتې په پنځمه نېټه چينايان يو ډول ځانګړی خوراک خوری چې په چينی ژبه ځونګ ځی نوميږی. د دغو خواړو جوړښت داس دی او په دې ډول جوړيږي چه وريجې، مومپلی يا هګۍ پکې د بانس پاڼو لخوا تړل شوی وي .

هر کال د دغه جشن په وخت کې د چين په زياتو سيمو کې د بيړيو مسابقې تر سره کيږی او دغه عادت لا تر اوسه ساتل شويدی . په وروستيو کلونو کې نه يوازي د چين په بيلا بيلو سيمو کې بلکې په استراليا او نورو هيوادونو کې چه چينايان پکي اوسيږي ، داسي مسابقې هم تر سره کيږي . په تيره بيا د چين په جنوبي سيمه د خوي جو په ښار کې دا ډول سيالي ډير رواج لری. د سيالۍ د پيل دمخه د پټاکيو ډزې کيږی او د سيند په غاړه د ښامارد عبادت لپاره خواړه ايښودل کيږي چه د مراسمو د پاي ته رسيدو وروسته د سيالۍ برخه وال دغه خواړه وخوري او بيا سيالۍ پيل کړي . ، خو د خوي جو ښار په ځينو سيمو کې دا عادت هم شته چه د سيند په غاړه پر ځمکه د بيړيو په شکل د ځغاستي مسابقه تر سره کيږي او د مسابقې وروسته وګړي په لمن ګډه ميلمستيا جوړوي .

د مشهور شاعر چيو يون پر يادونې نه سر بيره نور عادتونه هم په چين کې رواج لری . د چينايانو په اند هر کال په پنځمه مياشت يعني د دوبي په فصل کې د هوا د توديدو له امله ډول ډول ناروغۍ خپريږي ، نو د ناروغيو د مخنيوي لپاره زيات تدبيرونه نيول کيږي . د دوان وو جشن په ورځ يعني د پنځمې مياشتې په پنځمه نيټه چينايان د خپلو دروازو په اړخونو د برنجاسيپ په نامه يو ډول چيني نبات ځوړوي چه دغه نبات ځانګړي بوي لري او د چنجيو د مخنيوي ښه رول لري ، يا په غأړو يو ډول ټوکري شي ځوړند وی چه بوي لرونکي طبي بوټی پکي اچول کيږي او د تعويذ په شکل له ناروغيو څخه د ځان ژغورلو رول لوبوي . د دوان وو جشن نور څلور نومونه هم لری مثلا د لوڼو جشن نوميږي او د چين په جنوب ختيځه سيمه کې دغه جشن د ښامار د توتم له امله رامنځته شوی دی .